چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د توزیع شویو کمپیوټري تذکرو شمېر له ۳ میلیونو...

په افغانستان کې د توزیع شویو کمپیوټري تذکرو شمېر له ۳ میلیونو څخه واوښت

تاند — په افغانستان کې د وېشل شویو کمپیوټري تذکرو شمېر نن له ۳ میلیونو څخه واوښت او د احصایې د ملي ادارې په وېب سایټ د نن /حوت ۲۷مې/ د ماسپښین یوې نیمې بجې پورې خپاره شوي معلومات ښیي چې ۳ میلیونه ۹ زره ۷۶۴ تذکرې چاپ او وېشل شوي دي.

د کمپیوټري تذکرو د چاپ او وېش بهیر په وروستیو کې په فوق العاده توګه چټک شوی او د تاند د معلوماتو په اساس یوازې په وروستیو ۵ ورځو کې له ۱۴۰ زرو څخه ډېرې تذکرې چاپ او وېشل شوي دي.

د هغو معلوماتو په اساس چې تاند د حوت له ۲۴مې څخه تر نن /د حوت ۲۷مې/ پورې د احصایې د ملي ادارې وېب سایټ له څارنې څخه قید کړي دي، د حوت په ۲۴مه د وېشل شویو کمپیوټري تذکرو شمېر ۲ میلیونه ۸۷۱ زره ۴۰۱ وو خو نن ۳ میلیونه ۹ زره ۷۶۴ ته رسېدلی چې ښایي‌ د ورځې تر پایه نور هم زیات شي.

دغه راز، د کمپیوټري یا الیکترونیکي تذکرو د آنلاین غوښتنلیکونو شمېر هم د پخوا په پرتله په چټکۍ سره زیاتېږي. د احصایې د ملي ادارې په وېب سایټ د خپرو شویو معلوماتو په اساس، د حوت په ۲۴مه د ترلاسه شویو غوښتنلیکونو شمېر ۳ میلیونه ۵۹۸ زره وو خو نن د حوت ۲۷مه وېب سایټ دغه شمېر ۳ میلیونه ۷۷۱ زره ۱۵۴ ښيي او دا په ګوته کوي چې په تېرو ۵ ورځو کې له ۱۷۰ زرو څخه ډېرو کسانو په آنلاین بڼه غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د افغانستان د احصایې د ملی ادارې پر وېب سایټ د خپرو شویو معلوماتو په اساس، په ۱۳۹۹ کې د افغانستان نفوس ۳۲.۹ میلیونه اټکل شوی او حکومت په پام کې لري چې په ۱۴۰۰ هجري کال کې ۵ میلیونو افغانانو ته کمپیوټري تذکرې ووېشي، خو که کار یې په همدومره چټکۍ سره روان وي ښایي له ۹ میلیونو څخه ډېرو نویو کسانو ته تذکرې ور ووېشل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب