دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکومت ۱،۱ میلیون کسانو ته د کار د زمېنې برابرولو خبر ورکوي

حکومت ۱،۱ میلیون کسانو ته د کار د زمېنې برابرولو خبر ورکوي

تاند ( چهارشنبه، د کب ۲۷)  د  کلیو او بیا رغونې وزارت چارواکي وایي، هېواد کې یې د بې کارۍ کچې د کابو کولو په موخه یو نوی پروګرام چمتو کړی دی.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې د یاد پروګرام له لارې به شاوخوا ١،١ میلیونه وچکالي ځپلي کسان په کار بوخت شي.

د کلیو او بیا رغونې وزارت ویاند محمد رفیق جنبش وایي، دا نوی پروګرام د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلی کیږي.

د نوړي د معلوماتو له مخې، د انعطاف په نوم دغه لویه پروژه به د روان ۱۴۰۰ کال د ثور په میاشت کې پیل شي.

جنبش دغه راز زیاتوي چې د دې پروژې له لارې به وچکالۍ ځپلو ۸۵ زرو کسانو سره نغدي مرستې وشي او نږدې یو عشاریه یو میلیون کسانو ته به کاري زمینې هم برابرې شي. ‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه پروګرام به د هېواد په ۱۵ ولایتونو (بدخشان، بادغیس، بامیان، غزني، دایکنډي، غور، جوزجان، ‏کندهار، لغمان، نورستان، پکتیا، سمنګان، سرپل، ارزګان، زابل) کې پلی شي.

دا وزارت زیاتوي چې د یاد پروګرام په لړ کې به ۷۸ ‏ولسوالۍ او ۷۳۱۶ شوراګانې به تر پوښښ لاندې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ سربېره نا امنیو او تاوتریخوالي د خلکو په روزګار ژور اثر کړی او ډیری خلک د کارو بار له نشتوالي سر ټکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب