Homeخبرونهعمران خان: افغان جګړه باید نور پای ته ورسېږي

عمران خان: افغان جګړه باید نور پای ته ورسېږي

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۷) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې هیله لري افغانستان ژر تر ژره سولې ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، خوښ دی چې پاکستان د افغان سولې برخه کې خپل رول ادا کړی دی او په دغه هېواد کې د جګړې ختمولو لپاره د دوی هڅو تر اوسه پورې ښه پایله ورکړې ده.

عمران خان زیاته کړې، افغانستان کې نا امنیو د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې سړې کړې خو په خبره یې د افغان سولې لپاره دوی کوټلي ګامونه پورته کړي دي او هڅه یې کړې چې نور باید د افغانستان جګړه پای ته ورسول شي.

نوموړي همدا راز ویلي، نور په افغانستان کې د جګړې دوام نه دی په کار او په دغه هېواد کې روانه جګړه باید د خبرو اترو له لارې ختمه شي.

عمران خان زیاتوي، که څه هم افغان دولت او امریکا فکر کوي چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي خو د ده په وینا دوی پر طالبانو دومره نفوذ نه لري چې خپلې پرېکړې ورباندې ومني.

د یادونې ده چې پاکستان له دې وړاندې هم څو ځله د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی او هر وخت یې ژمنه کړې چې نور به د طالبانو ملاتړ نه کوي خو له هر ځل ژمنو سره ـ سره یې ځان افغانستان او نړیوالو ته بې باوره کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...