تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۷) د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې له طالبانو سره د دوحې هوکړه کې جامع او په ښه توګه مذاکره نه ده شوې او په خبره یې یاد هوکړه لیک خورا نیمګړی دی.
نوموړي له اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته په اشارې ویلي چې ښایي له دغه هېواد څخه د سرتېرو وتلو ضرب الاجل وغځول شي خو ټینګار یې کړی دی چې امریکایي ځواکونه به ډېر وخت په افغانستان کې حضور ونه لري.
نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې په تېره دوره کې د امریکا او افغان دولت ترمنځ یو څه فاصله رامنځته شوې وه خو زیاته کړې یې ده چې، دوی د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه له افغان دولت سره په مشورو بوخت دي.
په ورته وخت کې د ناټو سازمان ویلي، د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې لا هم د افغانستان وضعیت ارزوي.
د هغه په خبره لا هم دوی په دې بوخت دي چې د دوحې هوکړه او د افغانستان وضعیت و ارزوي او تر هغه وروسته به د مې تر لومړۍ نېټې پورې پر ټاکل شوې ضرب الاجل پرېکړه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې راتلونکې اونۍ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه ده او په دې کې به پرېکړ کېږي چې سرتېري له افغانستان وباسي کنه.
تر دې وړاندې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې ناټو بریالۍ نه شوه چې د افغانستان په اړه خپل وروستی دریځ روښانه کړي.
اوریدلي مي دي چي دغه بایډن حقوقپوه هم دئ، نو خدای خوارکړی لکه چي په دې نه پوهیږي چي قرارداد چي وشي، بیا نه ماتیږي. د طالبانو توري ته لاستی مه وراچوه بیابه ګرده دنیا مخ در واړوي او طالب به داسي ناورین د حملو درباندي جوړ کړي چې په والله که دي په خوب لیدلي وي.
ستا دا سي ای اې دي بلا و خوري، زه لا خبر یم چي درې زره خودکوشه طالبان په نوبت کې و لاړ دي. مه کوئ دا وطن نور مه را خرابوئ، ځئ کونه کاږئ دا ټامیان مو هم درسره بوزئ.
ياره محموده که تاته امريکا چيرته ويزه درکړه ته به هم له امريکيانو سره په ډيره خوښي لاړشي.
کولاله یاره ته میاشت لاصبر وکړه، ملالنډي خو وعده کړې ده چي له ځان سره مي بوزي، که هغه و نه چلیده ستاسو په شان دوهم لمبرو په جم کي به ځان په الوتکه پسي ټينګوم.
که دا آخری خبره سی نو امریکایی نفاق او چلبازی رښتیا کیږی. هغه دارګ دنابغه او ناتو کارشکنی لکه چه بیدین وارخطا کړی دی. دا یی ددیمواکراسی او قانون ته تابع دولت شاهکاری چه رییس یی دعسکرو تابع وی.