جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکايي ځواکونو د افغان پوځ په ملاتړ کندهار کې په طالبانو بریدونه...

امریکايي ځواکونو د افغان پوځ په ملاتړ کندهار کې په طالبانو بریدونه کړي

تاند (چهارشنبه د حوت ۲۷) امریکايي ځواکونه وايي، په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د کندهار په ژړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت نن چهارشنبه مارچ پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه هوايي بریدونه یې د افغان ځواکونو په دفاع کې پر وسله والو طالبانو کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، دا هوايي بریدونه پر هغو طالب وسله والو شوي چې پر افغان ځواکونو یې بریدونه کړي وو.

بله خوا طالبانو وايي چې امریکايي ځواکونو د کندهار په پنجوايي، خاکرېز او ارغستان ولسوالیو کې د دوی پر هغو جنګیالیو هوايي بریدونه کړي چې په سفر روان وو یا په خپلو مرکزونو کې اوسېدل.

ددغې ډلې د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا هوايي بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوي چې ددوی یو شمېر جنګیالي په کې ژوبل او وژل شوي دي.

نوموړي دغه هوايي بریدونه غندلي او د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د دوحې له تړون څخه سرغړونه بللې ده او زیاته کړې یې ده که چیري بیا ورته بریدونه وشي، دوی به هم د نړیوالو ځواکونو په وړاندې ورته ګام پورته کړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ویاند سوني لګیت بیا په دې هکله په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې نړیوالو ځواکونو دغه هوايي بریدونه د دوحې تړون مطابق د افغان سرتیرو د دفاع لپاره کړي دي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو تر دې مخکې هم له افغان ځواکونو څخه د دفاع لپاره پر طالبانو هوايي بریدونه تر کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د تیر ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شو چې له مخې پر یو او بل یې د برید نه کولو موافقه هم شوې وه.

په ورته مهال د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزه عملیاتو کې د ۴۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن چهارشنبې په دوو جلاجلا خبرپاڼو کې ویلي، افغان ځواکونو د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات کړي دي چې پر مهال یې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

دفاع وزارت وايي په دې عملیاتو کې افغان هوايي ځواک هم د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمنه هم ده، خو په دې هکله یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه پټنځایونه، ۸ موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب