Homeخبرونهغني: د سولې پروسه کې به د خبریالانو اساسي حقوق خوندي وي

غني: د سولې پروسه کې به د خبریالانو اساسي حقوق خوندي وي

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۷) افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې د سولې پروسه کې به یې له حقوقو کلکه دفاع کوي.

ولسمشر د خبریال ملي ورځې په تړاو پیغام کې ویلي، چې تر هېڅ ډول شرایطو لاندې به د سولې پروسه کې د خبریالانو اساسي حقونه زیانمن نه شي.

ولسمشر په پیغام کې همدا راز د بیان له آزادۍ څخه ملاتړ او معلوماتو ته د لاسرسي پر حق ټینګار کړی دی.

افغان ولسمشر داسې مهال خبریالانو ته ډاډ ورکوي، چې ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې په ۱۸ مه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس ترسره شي.

دې ناسته کې د ګډون لپاره د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ګډون لپاره روسیې ته روان شوی دی.

د یادې شورا په خبره، په دې یو ورځني کنفرانس کې د افغان دولت رهبران او استازي او د طالبانو د تحریک استازي ګډون کوي، چې د سولې خبرو اترو په چټکېدو، د دوحې مذاکراتو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک، په خپل ځان بسیا او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان به پکې بحث او خبرې اترې وشي.

بل لورته بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسولی دی.

نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغان سولې د وروستیو پرېکړو په تړاو یې د افغان سیاسیونو او مدني فعالینو ډاډ تر لاسه کړی دی.

خلیلزاد وایي ټول اړخونه د سولې له هغه بهیر ملاتړ کوي چې تېرې لاس ته راوړنې وساتي، جګړه پای ته ورسوي او په پایله کې یې دایمي اوربند رامنځ ته شي.

د امریکا سفارت بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې وایي چې د افغان سولې په تړاو به له نړیوالو شریکانو سره د امریکا غونډې او کنفرانسونه دوام کوي او پوره هڅه کېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...