دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ملي یووالی او د نظام ساتنه| هاشم مهمند

ملي یووالی او د نظام ساتنه| هاشم مهمند

افغانستان د بېلابېلو قومونو لرغونی ټاټوبی دی، چه د پېړیو په اوږدو کې یې د ورورۍ په فضا کې د یو بل تر څنګ ژوند کړی او تل یې په ګډه د یرغلګرو په وړاندې د دې خاورې دفاع کړې ده. په خوښیو کې سره شریک وو او په سیاسي- اجتماعي بدلونونو کې یې د جرګو له لارې د هېواد د سرنوشت په ټاکلو کې په ملي روحیه برخه اخیستې ده.

د افغانستان قومي جوړښت د یو ښایسته باغ د ګلانو سره تشبېه کېږي چه هر قوم د دې هېواد په فرهنګي غنا او ښایست کې مهم رول لوبولی او لوبوي یې او دا د افغان اولس دپاره د ویاړ خبره ده.

اوس چه امریکایان او د ناټو غړي هېوادونه غواړي خپل ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه وباسي، د دې وېره شته چه ځینې د سیمې هېوادونه د دې خلا څخه په استفادې، د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د وخت په شان په خلاص لاس د هېواد په چارو کې لاس وهنې پیل کړي او په لومړي ګام کې بیا د افغان قومونو تر منځ د نفاق او دښمنیو اور ته لمن ووهي او هېواد مو د لویو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کړي. نن باید افغانان تر هر بل وخت خپل ملي یووالی وساتي او د دښمنانو د توطئو او دسیسو په وړاندې هوښیار واوسي.

په اتیایمه میلادي لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په افغانستان کې د هېواد د ټولو مېشتو قومونو د سخت مقاومت سره مخامخ شول او دغو ځواکونو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه ورسېدل. د دې مقاومت د ضعیفه کېدو د پاره د شوروي اتحاد مشرانو پرېکړه وکړه چه په افغانستان کې د بېلابېلو قومونو تر منځ نقاق واچوي او د تعصب او کرکې اور ته لمن ووهي.

په دې کار کې د ډیموکراتیک خلق ګوند ځینو مشرانو او د ستم ملي پلویانو هم فعاله برخه واخیسته. دې هدف ته د رسېدو د پاره د «وزارت ملیت ها» په نامه یو وزارت جوړ شو او غیر له پښتنو د هر بل قوم دپاره د معین په سویه یو جوړښت منځ ته راغی.

شوروي اتحاد غوښتل افغانان یو له بله وجنګوي او په دې توګه د جګړې فشار پر خپلو ځواکونو راکم کړي. شوروي اتحاد هر معینیت ته په اصطلاح سپین چک ورکړ، په دې معنی چه د قومونو تر منځ د نفاق او کرکې د اچولو دپاره یې ډېره لویه بودجه د دې معینیتونو په اختیار کې ورکړه. خو هغسې چه دوی غوښتل بریالي نه شول او د شوروي ځواکونو پر ضد د افغان اولسونو په مقاومت کې کموالی را نه غی.

د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر ماتې او وتلو وروسته ، امریکا او متحدین یې هم چه خپل هدف ته رسېدلي وو، نور یې د افغانستان سره چندانې علاقه نه درلوده. نو میدان پاکستان او ایران ته شغالي شو. دې دوو ګاونډيو هېوادونو هم په افغانستان کې د خپلو ګټو او اهدافو دپاره هماغه د نفاق او کرکې د خپرولو تاکتیک ته چه بنسټ يې شوروي اتحاد ایښی و مخه کړه او د ژبنې، قومي او مذهبي نفاق اور ته یې په پو کولو پیل وکړ.

له بده مرغه بیا هم یو لړ کورنيو ستمي کړیو د ګاونډیو دغو دسیسو ته لبیک ووایه چه تر ننه پوري دوام لري، تر دې حده چه حتی د هېواد د تجزیې او پاشل کېدو خبرې کېږي. خو د دوی دا هدف به هېڅکله هم تر سره نه شي، ځکه نن افغان ولسونه د داسې دسیسو سره تر هر بل وخت زیات آشنا دي او د دښمنانو په ناوړه نیتونو ښه پوهېږي.

که د افغانستان د اولس قومي جوړښت ته کتنه وکړو، ګورو چه په دې هېواد کې لږ و ډېر دېرش وړونه قومونه د پېړیو راهیسې په سوله ایزه فضا کې ژوند کوي او  د دې هېواد اصلي اوسېدونکي دي.

موږ د تاریخ په اوږدو کې د دغو وړونو قومونو تر منځ د دښمنۍ، تربګنۍ او یو له بله د نفرت او کرکې کومه خاطره نه لرو، بلکه ټولو د هېواد د تاریخ په ښو او بدو ورځو کې د یو واحد اولس په توګه یو د بل څنګ ته درېدلي، قربانۍ یې ورکړي دي او د وطن دفاع یې کړې ده. زموږ په تاریخ کې د هر قوم د لویو شخصیتونو، ملي مبارزینو او قهرمانانو نومونه او کارنامې ثبت شوي او هر افغان ورباندې ویاړي.

تر پښتنو وروسته تاجیکان د افغانستان یو لوی قوم ګڼل کېږي. که رښتیا ووایم زه د پښتنو او تاجیکانو د توپیر په برخه کې ستونزه لرم. تاجیکان هم د پښتنو په شان د لرغوني افغانستان د آریایي قوم پاته شوني دي. دوی هم د پښتنو په شان سني مسلمانان دي او په فرهنګي لحاظ یې په جامو، خوراک، عنعناتو او دودونو کې د پښتنو سره هېڅ توپیر نه شته.

د ډي ان اې (DNA) وروستیو تحقیقاتو هم ښودلې ده چه د پښتنو او تاجیکانو ډي ان اې هم یوه ده. نو پښتانه او تاجیکان یو خلک او یو ولس دی، چه په دوو ژبو خبرې کوي.

دري او پښتو دواړه د افغانستان لرغونې ژبې دي او په همدې جغرافیه کې یې وده کړې ده. دا ژبې ډېرې سره نژدې دي او خویندې ژبې بلل کېږي. د افغانستان په پښتو او دري ژبو کي د یو بل کلمات شامل شوي او بیا په دواړو ژبو کې ډېر عربي لغات هم ګډ شوي او د دواړو ژبو علمي اصطلاحات خو په بشپړه توګه د عربي څخه اخیستل شوي دي. نو دا دواړه زموږ د وطن لرغونې ژبې دي چه په حقیقت کې د آریایانو د مهاجرتونو په نتیجه کې یو له بله بېلې شوې دي.

دري یوه نرمه، آسانه او د پېچلو مسایلو د ښې افادې ژبه ده. همدا علت دی چه د تاریخ په اوږدو کې دري د پاچاهانو په دربار کې د کتابت ژبه وه او ډېرو شاعرانو ادیبانو او اسلامي فلاسفه وو لکه مولانا جلال الدین بلخي، ابن سینای بلخي، فارابي، بیهقي، اقبال، بېدل او په سلهاوو نورو لویو شاعرانو او ادیبانو خپل آثار په همدې ژبې لیکلي دي او موږ ټول ورباندې ویاړو.

نن په افغانستان کې داسې پښتون نه شته چه په دري و نه پوهېږي. همدا شان د تاجیکانو لوی اکثریت هم په پښتو خبرې او تفاهم کولای شي.

 د یوې بلې ژبې زده کول په خپله یوه فرهنګي غنا ده. له نېکه مرغه نن زموږ ډېر ځوانان د ژبو د زده کولو په اهمیت پوه شوي دي. د بلې خوا زه په پښتنو کې داسې کورنۍ نه پېژنم چه یو غړی یې نه یو غړی یې د تاجیکانو سره خېښي نه وي کړې، برعکس یې هم همداسې ده؛ خو د افغانستان دښمنانو په وروستیو کلونو کې هلې ځلې وکړې او لا یې هم کوي چه د افغانانو د دې دوو لویو قومونو ترمنځ ژبنيو اختلافاتو ته لمن ووهي او یوه ژبه تر بلې بهتره وګڼي.

د دې د پاره چه بېرته موضوع ته وګرځو، د پښتنو او تاجیکو ترمنځ په هېڅ برخه کې توپیر نه شته او دواړه د دې لرغوني هېواد وړونه قومونه دي او نه باید چا ته د دې اجازه ورکړل شي چه د دې وړونو ترمنځ نفاق او دښمني واچوي.

د افغانستان په نورو لویو قومونو کې اوزبکان، ترکمنان او هزاره ګان شامل دي. اوزبکان هم د افغانستان یو لرغونی قوم دی چه د پېړیو راهیسې په افغانستان کې مېشت دي. د اتلسمې میلادي پېړۍ په پای کې د روسیې د تزار ځواکونو پر منځني آسیا برید وکړ او ډېرې سیمې یې ونیولې. د منځني آسیا اولسونو سخت مقاومت وکړ خو مات شول او یو زیات شمېر یې د افغانستان خاورې ته واوښتل.

دوهم وار په ۱۹۱۸ میلادي کال کې د شوروي اتحاد ځواکونو پر منځني آسیا برید وکړ او د بسمه چیانو د سخت مقاومت سربیره، دا وار یې ټوله منځنۍ آسیا تر خپلې ولکې لاندې راوستله او بیا هم یو زیات شمېر یعنې څو سوه زره کورنۍ چه اکثره یې د اوزبک او ترکمن قومونو او نور یې تاجیکان، قیرغیزیان او نور وو، افغانستان ته واوښتل او په افغانستان کې ځای پر ځای شول. په دې توګه د دې قومونو د اوسېدونکو شمېر په افغانستان کې ډېر شو.

اوزبکان او ترکمنان دواړه ترکي قومونه دي او ژبه یې هم د ترکي ژبو په ډله کې راځي خو سني مسلمانان دي او پر خپل اسلام او هویت ټینګ خلک دي. د دوی د ژوند شېوه او عنعنات دود او دستور د نورو افغانانو سره هېڅ توپیر نه لري.

 د تیموریانو په دوره کې اوزبکانو په هرات کې پاچاهي هم کړې ده چه د هغې دورې لاس ته راوړنې د علم، هنر، ادبیاتو او معمارۍ په برخه کې په خاصه توګه د داسې لویو او مشهورو شخصیتونو په موجودیت کې لکه امیر علي شېر نوایي، بهزاد، ګوهرشاد بېګم او نور د افغانستان د تاریخ ویاړ ګڼل کېږي.

 نن د اوزبکانو او ترکمنانو زیات شمېر په زراعت او مالدارۍ کې مصروف دي خو یو شمېر یې بیا د پوستکو او غالیو، مېوو او طبي نباتاتو په تجارت کې لاس لري .

اوزبکان او ترکمنان دواړه ډېر میلمه پال ، درانه او وطندوسته خلګ دي. ډېر د خپل عزت خیال ساتي او د وطن په چارو کې د وطنپالنې قوي روحیه لري او په جګړه کې ډېر زړه ور جنګیالي افغانان دي.

بل لوی قوم د هزاره ګانو دی. ځینې خلک فکر کوي چه هزاره ګان د چنګېز خان د عسکرو پاتې شوني دي. خو دا حقیقت نه لري. هزاره ګان هم له ډېرې پخوا زمانې په افغانستان کې مېشت دي، خو په نژادي لحاظ د مغلي قومونو یوه برخه ګڼل کېږي چه د تاریځ په اوږدو کې یې خپله اصلي ژبه هېره کړې او نن په یوه خوږه هزاره ګۍ دري لهجه خبرې کوي.

د هزاره ګانو لوی اکثریت شیعه مذهبه دي او مذهبي مشران یې په دیني مسایلو کې د ایران د دیني کړیو سره نژدې اړیکې لري او اکثره یې هم په ایران کې دیني زده کړې کړې دي.

هزاره ګان تل شکایت لري چه امیر عبدالرحمن خان د دوی سره ډېر ظلم کړی او تر اوسه هم د دوی سره تبعیضي چلند کېږي. د دوی دا ګیله پر ځای ده. په افغانستان کې تل ځینې متعصبې مذهبي ډلې وې اولا هم شته چه د نورو مذاهبو پلویانو ته احترام نه ښکاره کوي او کله- کله هم د نورو دینونو او مذاهبو په وړاندې د خشونت او زورزیاتي څخه کار اخلي. دا واقعاً د شرم خبره ده.

هزاره ګان هم د افغانستان د نورو قومونو په شان یو باعزته، زحمت کشه او په علم مین قوم دی. د اساسي قانون له مخې هر افغان د بل سره مساوي او برابر دی؛ خو د هر ډول تبعیض ریښه په تعصب

کې ده.

متعصب کس ځان تر نورو لوړ او بهتر بولي. ځان لوړ ګڼل د لویۍ او کبر کولو په معنی ده. لویي یواځې د خدای تعالې سره ښایي او هغه کسان چه لویي کوي، اخر به ذوال ومومي. په سیاسي لحاظ نورو ته په سپکه کتل او د هغو حقوق تر پښو لاندې کولو ته فاشیزم وایي چه یوه ډېره منفوره پدیده ده.

خو نن په افغانستان کې شرایطو ډېر تغییر موندلی دی. نن زموږ د هزاره وړونو نوی نسل لوړې زده کړې کړي او د دولت په مهمو ادارو او علمي مرکزونو کې کار کوي. نن زموږ هزاره وړونه او خویندې په علمي، هنري، فرهنګي او ورزشي برخو کې ځلېدلي او ډېرې ښې لاسته راوړنې لري چه د ټولو دپاره د تحسین او ویاړ وړ دی.

همدا شان د افغانستان نور قومونه لکه نورستانیان، بلوڅان، ګجر او د پامیر سیمې قومونه او نور هر یو خپل لرغونی تاریخ او خپلې ژبې، لهجې او کلتوري دودونه او ځانګړتیاوې لري او ټول  د دې جغرافیې اصلي اوسېدونکي دي او د دې هېواد په هر ښه او بد کې شریک دي.

د خواشینۍ خبره دا ده چه ځینو کسانو د خپلو وسله والو ډلو په زور ځانونه د بېلابېلو قومونو مشران کړي او پرته له استثناء د بهرنیو کړیو په خدمت کې دي او د هغو د ګټو دپاره کار کوي.

ټول پوهېږو چه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې یوه د قدرت خلاء منځ ته راځي، او په دې هم پوهېږو چه د افغانستان ځینې کورني او بهرني دښمنان به هڅه وکړي د دې خلاء څخه ناوړه استفاده وکړي؛ خو د افغانستان اوسني شرایط له پخوا سره ډېر توپیر لري.

نن موږ په افغانستان کې جمهوري نظام ، دیموکراتیک اساسي قانون، منتخب جمهور رئیس، منتخب پارلمان او خپلواکه قضاییه قوه، پیاوړې ملي اردو او امنیتي ځواکونه او یو د ودې په حال کې اقتصاد لرو او هر ورځ د نويو پرمختګونو شاهدان یو.

 په دې کې شک نه شته چه ډېرې نیمګړتیاوې او ستونزې هم لرو. خو باید هېر نه کړو چه پر هېواد مو په تېرو څلوېښتو کلونو کي د جګړې شرایط حاکم دي، ثبات نه لرو، هره ورځ مو ځوانان، ښځې او ماشومان د انفجار او انتحار قربانی کېږي. اداري فساد او نورې ناخوالې هم ډېرې دي؛ خو د دې ناخوالو پای ته رسول، ډېر وخت، پراخه حوصله او سخت کار ته اړتیا لري. خو تر هر څه مهم د افغان اولس ټینګ عزم او ملي یووالی دی. په اوسنيو شرایطو کې یواځې ملي یووالی د اولس او نظام بقا تضمینولای شي.

د افغانستان د اساسي قانون شپږمه ماده د ملي یووالي د تامین، د قومونو د برابرۍ او د دولت د نورو مکلفیتونو په برخه کې ډېره روښانه ده . په دې ماده کې راغلي:

«دولت د انساني کرامت په ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، د ډموکراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامین، د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت پر بنسټ د یوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مکلف دی.»

باید هېر نه کړو چه په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ستر بدلونونه راغلي دي چه ټول یې د جمهوري نظام د برکته دي. نن د افغانستان دولت د نړۍ ډېرو هېوادونو په رسمیت پېژندلی او د ډېرو هېوادونو سره ډپلوماتیکې اړیکې لرو.

په دغو کلونو کې میلیونونو هلکانو او انجونو زده کړې وکړې. د هېواد پوهنتونونو په زرهاوو ځوان کدرونه و روزل، د آزادو مطبوعاتو او رسنیو خاوندان شوو. یواځې په کابل کې دېرش ټلویزیونونه خپرونې کوي. مخابراتي شبکې، لویې لارې، پلونه، ښوونځي، روغتونونه، د اوبو لوی او متوسط بندونه جوړ شول. ځوان نسل مو علم او اختراعاتو ته مخه کړه. په هرات کې انجونو روبوتران او په بامیان کې یو ځوان الوتکه جوړه کړه، ملي سوداګرو مو په صنعتي برخو کې لویې پانګونې وکړې چه دا ټول نوي ژوند او پرمختګونو ته د خلکو هیلې را ژوندۍ کړي دي.

 نن افغانستان د سیمې هېوادونو د پاره د تجارتي راکړې ورکړې په یوه پُل بدل شوی او دا به د افغانستان موقف او رول په سیمه کې ډېر پیاوړی کړي. د دې ټولو تر څنګ په هېواد کې د مدني ټولنې په سل هاوو سازمانونه، د ښځو حقوقو د دفاع ډلې او سازمانونه منځ ته راغلي دي.

دِغه ټولې لاس ته راوړنې د جمهوري نظام او د ملي یووالي د صفوفو په ټینګېدو سره ساتل کېدای شي. که اوسنۍ د جګړې حالت پای ته ورسېږي، افغانان به په هېواد کې د لویو پرمختګونو شاهدان واوسي.

هیله مو دا ده هغه کسان چه د خپلو شخصي یا سیاسي ګټو د پاره د قومونو تر منځ ژبني، مذهبي او سمتي اختلافاتو ته لمن وهي او په عمل کې د هېواد د بهرنيو دښمنانو په خدمت کې دي پر خپل دریځ له سره غور وکړي، د منفي تفکر څخه لاس واخلي، ملي ګټو ته پاملرنه وکړي او پرېږدي چه زموږ کړیدلی اولس د سولې په فضا کي آرام نفس واخلي. په دې کې د ټولو خیر دی.

پای

2 COMMENTS

  1. سلام
    دملی یووالی ترنوم لاندې سوء استفاده ګر
    دښځو له حقوقو څخه دملت زعامت کې ضرب زبانی جوړه شوې ده څوک يې په نه شنې کېدونکې دمبوکراسی ورتپی او څووک بیا دبیان په ازادی هرچینل کې دارواښاد مظلوم اونهایت فقیر هنرمند اول میر سندره ورڅخه جوړه شوې .دنارینه وو حقوق چېری دی چې وار دکانګریس جاسوسې فوزیه کوفی ته ورسیږی دا نورې لکه سیما سمر اپه،اریانا سعید کثافت، شکریه بارکزۍ ،ناهید فرید ،اویوشمیر دپردې تر شا درواخله………
    نیوکه دهرچا حق دی اوهرڅوک کولای شی پر ځای منطقی ،عادلانه ، داسلامی او ملی اصولو پر بنسټ ولاړه او داخلاقو په چوکات کې نیوکه وکړی چې هرچاته ګټه لری .زه نه پوهیږم چې ته یو دوه سرې ادارې ته چې بشبړ داکتر او دخلقانو دوخت پیرو محصل چې دطب پوهنخی یې نه دی تمام کړی ډاکتر نه بغاوتګر ته دحکومت ولی کریدت ورکوې خوغنی له همدې کبړی سره دخپلې بقا لبا ره سازش وکړ. شنه اوسره توراو سپین دې تول سره دشلغمو بورې کې سره تخته کړی کوم منطق تاته دا وایی چې په ساختګی غیرملی امنیتی قرار دا دنو کې د۴۹ هېوادونوغلامی ومنه دامکلفیت دی !! پام کوه چې ما باندې دچا ټاپه ونه وهې زه ستمیان او دارګ چبیان ښه پېزنم. دولت ددې ټولو غلامیو او اشغال مسول دي بل څوک نه دی که نه وی ته ماته ووایه چې څنګهّ او څوفیصده مکلف دی؟
    کدر دپوهنتون په کچه ځانګړې بیلګې لری . داسې معلومیږی چې دهمدې حکومت ،ملګرو ملتو له تلفاتی احصایی هم خبر نه لرې چط دولت حومه تلفات ښیی. که دولت ستا لاندې جملو کې دومره وی نوبیا ۴۹ هېوادونو او سولې ته خو ضرورت نه پیداکیږی:
    دولت د انساني کرامت په ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، د ډموکراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامین، د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت پر بنسټ د یوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مکلف دی.»

  2. سلام
    دملی یووالی ترنوم لاندې سوء استفاده ګر
    دښځو له حقوقو څخه دملت زعامت کې ضرب زبانی جوړه شوې ده څوک يې په نه شنې کېدونکې دمبوکراسی ورتپی او څوک بیا دبیان په ازادی هرچینل کې دارواښاد مظلوم اونهایت فقیر هنرمند اول میر سندره ورڅخه جوړه شوې .دنارینه وو حقوق چېری دی چې وار دکانګریس جاسوسې فوزیه کوفی ته ورسیږی دا نورې لکه سیما سمر اپه،اریانا سعید کثافت، شکریه بارکزۍ ،ناهید فرید ،اویوشمیر دپردې تر شا درواخله………
    نیوکه دهرچا حق دی اوهرڅوک کولای شی پر ځای منطقی ،عادلانه ، داسلامی او ملی اصولو پر بنسټ ولاړه او داخلاقو په چوکات کې نیوکه وکړی چې هرچاته ګټه لری .زه نه پوهیږم چې ته یو دوه سرې ادارې ته چې بشبړ داکتر او دخلقیانو دوخت د پیرو محصل چې دطب پوهنخی یې نه دی تمام کړی ډاکتر نه بغاوتګر ته دحکومت ولی کریدت ورکوې خوغنی له همدې کبړی سره دخپلې بقا لبا ره سازش وکړ. شنه اوسره توراو سپین دې تول سره دشلغمو بورې کې تخته کړی کوم منطق تاته دا وایی چې په ساختګی غیرملی امنیتی قرار دا دنو کې د۴۹ هېوادونوغلامی ومنه دامکلفیت دی !! پام کوه چې ما باندې دچا ټاپه ونه وهې زه ستمیان او دارګ چبیان ښه پېزنم. دولت ددې ټولو غلامیو او اشغال مسول او طرف دي بل څوک نه دی که نه وی ته ماته ووایه چې څنګهّ او څوفیصده مکلف دی؟
    کدر دپوهنتون په کچه ځانګړې بیلګې لری . داسې معلومیږی چې دهمدې حکومت ،ملګرو ملتو له تلفاتی احصایی هم خبر نه لرې چې دولت څومره تلفات ښیی. که دولت ستا لاندې جملو کې دومره توان ولرلی شی نوبیا ۴۹ هېوادونو او سولې ته خو ضرورت نه پیداکیږی:
    دولت د انساني کرامت په ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، د ډموکراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامین، د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت پر بنسټ د یوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مکلف دی.»

    Reply

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب