چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهطالبان: ولس له ټاکنو سره پرېکون کړی او باور نه ورباندې کوي

طالبان: ولس له ټاکنو سره پرېکون کړی او باور نه ورباندې کوي

تاند ( شنبه، د حمل ۲۸)  وسلوال طالبان وایي، افغان ولسونو له ټاکنو سره پرېکون کړی او پر ټاکنو نور باور نشي کولای.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک په بهر کې ټاکل شوی او ولس نور په دغه شان ټاکنو باور نه کوي.

د هغه په وینا، افغانان په هغو پروسو کې نور ګډون نه کوي چې د شخصي او ګوندي ګټو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي.

نعیم زیاته کړې، هغه ټاکنې چې د ۳۵ میلیونه خلکو له ډلې یواځې ۸۰۰ زره خلک ګډون پکې وکړي، ولس ته د منلو نه دي او ګډون نه پکې کوي.

نوموړي دغه راز ویلي چې د ستونزو د حل لپاره له ټاکنو پرته نورې لارې چارې هم شته چې باید استفاده ورڅخه وشي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند دا څرګندونې داسې مهال دي چې ولسمشر اشرف غني د ترکیې کنفرانس لپاره په خپله طرحه کې تر وخت مخکې ټاکنې یادې کړې دي.

ولسمشر غني وایي، سولې ته د رسېدو لپاره چمتو دی چې تر وخت مخکې ټاکنې سره کړي او ټول اړخونه پکې ونډه ولري.

د چارو شنوونکي بیا د طالبانو دا ډول څرګندونې بې بنسټه بولي او وایي طالبان دې د ولسونو په ارادو او ادرس څرګندونې نه کوي.

دوی وایي، اوس ولسونه په دې پوه شوي چې د چا او څنګه ملاتړ وکړي.

د شنوونکو په باور ولسونه د جمهوریت ملاتړي دي او د جمهوریت تر چتر لاندې ټولو قانوني اصولو او تګلارو ته ژمن دي.

د دوی په وینا، د هېواد په پلازمېنه کابل او دغه راز ډیری ولایتونو کې د ولسونو له لوري د جمهوریت ملاتړ سترې ولسي غونډې د دې څرګندونه کوي چې ټول ولسونه د جمهوریت او افغان حکومت ملاتړ کوي او سولې ته د رسېدو لپاره ورته ټولې طرحې د منلو وړ دي.

ورته مهال د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي چې طالبان باید له افغانانو سره مذاکراتو ته دوام ورکړي.

نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د امریکايي ځواکونو له لوري د سرتېرو ایستلو وروستۍ پرېکړې د استانبول غونډه له خطر سره مخ کړې ده.

هغه په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې په هر ډول شرایطو کې له افغانانو سره د سولې روانې خبرې ونه ځنډوي او د خبرو اترو له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

حکمتیار وویل طالبانو ته یې مشوره دا ده چې که د سولې اراده لري او یا هم جګړې ته دوام ورکوي مذاکرات باید ونه درول شي، ځکه دغه مذاکرات له افغانانو سره دي نه له امریکا سره.

9 COMMENTS

  1. د انګرېز بچیه!
    ستا ئې د وولس په غوښتنو څه؟
    اصلاً نه طالب د وولس سره تړاؤ لرئ او نه وولس د طالب سره تړاؤ لری، تاسی اصلاً ددې وطن بچی نه یاستئ چی وغواړئ د وولس په نمایندګی نظر وړاندی کړئ ، اصلاً دا نړیوال استعمارګران دی کوم چی د خپلو پلیدو نقشو د اِعمال پخاطر ئې تاسی د وولس د سرنوشت د لوبو پر ډګر سریښ کړی یاستئ. ستاسی څخه وولس کرکه لری او یوازی استعمارګران دی چی ستاسی څخه هیڅ کرکه نلری.

  2. له ۴۰ میلیونو څخه یواځې ۱۰ میلیونه په ټاکنو کې د ګډون حق لري، نور کوچنیان دي.
    ددې دومره جګړو او ناامنیو چې د پنجاب نیابتي جکړه مارو تالیبانو په افغانانو تحمیل کړي وو بیا هم ۲.۶ میلیونه افغانانو په ټاکنو کې برخه واخیسته او ولسمشر یې خپل وټاکه.
    د څو خرڅ شویو ملایانو د ټاکنو څخه د یو میلیون افغانانو رایه میلیون ځل ښه ده.
    د پنجاب نیابتي جګړه مار ښه پوهېږي چې ولس ددوی دیکتاتوري نه خوښوي نو ځکه د ولس له رایو څخه تېښته کوي.

  3. People do not throw away the entire furniture of a house because a piece of it not fitting the corner. Partially flaw election in Afghanistan in no way should be an excuse to reject the election process all together.

    The question should be :

    How a group of people will be able to run a nation, selves never ever been productive always living on others.

  4. دامریکا او انګریز او هم دهغوی په مستعمراتو کی افغانستان او په هغه تپل سوی شغالانو ریکارډ جوړ کو چه دیموکراتیک دیکتاتوری څنګه راتلای سی. که فرضا ومنو چه دیرش میلیونه واړه دی بیا هم له لسو میلیونو نه دوو میلیونو نه کم خلکو رایی ورکړی. دکابل اداره اوس دڅه کم یوملیون رایو وړونکی سړی په لاس کی لری. هغه هم وایی چه په درغلی سره لاسته راوړل سوی دی. دا یوه حیرانوکی خبره ده چه بیا هم داشغال طرفداران پکی بریالی سوی دی.
    دا دواړه خبری دطالبانو خبره تاییده وی.
    چه ددیموکراسی په کورو کی نن سبا انارشی غوښتل کیږی او یا انتخاباتی سیستم درغل سیستم بولی نو طالبان خو سل واری باید دا خبری وکړی.
    په غرب مین خلک که هرڅومره بوغاری ووهی بیا هم حقیقت حقیقت دی او په هغه په نارو نه بدلیږی.

  5. ملا بې ثباته،
    که یو لک خلکو هم په انتخاباتو کې ګډون کړي وي بیا هم منتخب حکومت دی. چا چې امکانات درلود او خپله رایه نه ده ورکړئ خپله خوښه یې وه. خو چآ چې غوښتل رایه ورکړي خو تاسو پاکستاني سپیو او شغالانو رایه ورکولو ته نه پرېښود د هغوی ملامتیا په دولت مه اچوئ.
    ملا ثابته، که دا حالت ستاسې په ترورستان کې وای او څوک د رای ورکولو لپاره وژل شوي وای، والله که له کوره څوک راوتی وای. په افغانستان کې خو له لس لکو ډېرو خلکو دا جرعت وکړ او خپله رایه یې وکاروله او خپل ولسمشر یې ټاکه. که تاسې نرښځيانی دا ادعا لرئ چې خلک له تاسو سره دي، نو لکه سپیو بې ګناه خلک مه داړئ او راشئ په انتخاباتو کې ګډون وکړئ او وګورئ چې خلک له تاسو سره دي که له دولت سره. څومره چې زه چې پوهېږم والله که څوک په صندوق کې درته خاورې هم واچوي. بې ځایه ډرتېږئ مه. دا ګز دا میدان.
    وروستۍ خبره که همدا امریکا او انګرېز نه وي، سبا به هند په تاسو پنجبیانو سوارئ وهې. له یوې خوا له امریکا خیرات غواړئ له بلې خوا ورته اهانت کوي. لږ له خپلو دایم الخمرو شرابي ملایانو سره وګوره چې سر دې درته خلاص کړي.

  6. فهیم خانه خدای دی پوه کړه. ته پوهی ته ضرورت لری. چه دامریکا پخوانی مشر وایی انتخابات په درغلی سره مینځ ته راځی نو څنګه دتالبانو په خبره کی شک لری. دکرزی انتاخابات دویرانو او چیرته دلری ونی لاندی فرضی رایی ګټلی وی. دا زما دعینی شاهد له خولی نکل دی. دتالبانو یوخبر چه سبا به خلک بازار ته نه ځی ټول ولایت له چوپی چوپیا سره مخ کړ. دا به زه خپله درته شاهدی وویایم. یوازی دشار او هزاره ګانو ډولونه وهل کیدل. نو بی فهمه فهیمه دزور او زرو په فضا کی دتیرو ناندریو چه په کابل کی یوپه بل پسی ویل کیدی همدا تریخ حقیقت باید دریاد کړی. دا دتالبانو بیخی ښه زیرکتیا ده چی ددیموکراسی کانسر یی پیژندلی دی.
    تاسو له پاکستان نه هم لوړ ریکارد جوړ کړ. هم په غلاوو کی او هم په درغلی کی. هند او پاکستان ددنیا ددرغلی مشران ول خو تاسی له هغوی نه هم پرمختګ وکړ.
    دا دلیونی نابغه درکړل سوی لارښونه اورته واچوه او خپله لیږ زده کړه او بیا په هغو سوچ کوه. دنورو لیکنی ویل او بی سوچه په بل وردانګل دفهیم هویت خرابوی.
    مونږه خبر یو چه اشغال او داستعمار مزدوره اداره دخلکو دسپکاوی لپاره بیفهمه طبقه دناچیز په مقابل کی ګماری ترڅو دآزادی او استقلال غږونه چپ او چوپ کړی. پريږده ضمیر دی قضاوت وکړی او پریږده افغانستان داشغال او استعمار ټول نومونه او نشانی هیری کړی.

  7. ملا بې ثباته پنجابیه،
    تاسې خو شپه تر سبا د نظامیانو او ای اس ای له ډاره خوله هم نشې خورولې. له ولسمشر نه مو نیولی تر لومړیی وزیره او کلیدې مامورین مو ټول ای اس ای در ټاکي. نه مو انتخابات انتخابات دي، نه مو مسلمانی د مسلمان په شان او نه مو نظام، نه مو ساختګي دموکراسي. ملایان مو د شرابخانو په عایداتو او تکس او د تروريستانو په چندو ژوند تېروي، نور مشران مو د شرق او غرب په ګدایې او مزدوري. چېرې چې نړۍ کې کوم بد تروریستي عمل وشي لکۍ يې حتما ستاسو د پنجاب د کونې لاندې وي. په دې جګړه ځپلي هېواد کې که هر رقم حکومت دی خلک خو خپلې خبری کوي او د زړه بړاس راباسي. په هر هېواد کې د انتخاباتو په جریان کې همدا خبرې وي. ستاسو تقلبي حکومت پر ضد څو ځله مظاهرې ونشوئ. او غیر حکومتي ګوندونو مو اوس هم په ټاکنو کې د درغلیو چغې وهې. څنګه نه شرمېږئ چې بیا په نورو هېوادونو خبرې کوي.

    زمونږ نابغه خو ستاسو ټولو په خيټو او زړونو اور در بل کړئ. سخت یې په کونې کینولي یاست. خدای د ورته اوږد او با صحته او عزتمنده ژوند ورکړي.

    وروستۍ خبره دا چې قضاوت به پرېږدو خلکو ته چې زه ناپوه یم او که ته بې ثباته نه پوه یې. ستا پوهې او مسلمانۍ ته خو زه له اوله هم حیران وم. ستا په لیکنو کې یو مثبته خبره هم نشته. همېشه منفي او د افغانانو د بربادۍ خبرې. لعنت دې په داسې پوهې او مسلمانۍ چې د خلکو او انسانانو خیر په کې نه وي.
    بیا هم درته وایم بې ثباته ملا ګوډاګيه پښتو زده کړه بیا پښتو لیکنې کوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب