Home+ناسا: سپوږمۍ ته به د انسان سفر ژر پیل شي

ناسا: سپوږمۍ ته به د انسان سفر ژر پیل شي

تاند(شنبه، د حمل ۲۷) د امریکا فضایي تحقیقاتي مرکز ‘ناسا’ ویلي، ژر به انسان تر سپوږمۍ پورې انتقال کړي، چې ښایي یوه لسیزه وخت ونیسي.

دې ادارې پرون وویل، غواړي چې په روانه لسیزه کې د ‘سپېس ایکس’ کمپنۍ په مرسته سپوږمۍ ته د انسانانو لېږدول پیل کړي.

یادې ادارې زیاته کړې، غواړي چې په روانه لسیزه کې د ‘سپېس ایکس’ کمپنۍ په مرسته سپوږمۍ ته د انسانانو لېږدول پیل کړي، او په خبره یې چې له ‘سپېس ایکس’ سره دا نوی تړون د ۸۹، ۲ میلیارده ډالره ارزښت لري.

د معلوماتو له مخې، چې سپوږمۍ ته د انسانانو سفر به د ‘سټارس شیپ’ سپوږمکۍ په وسیله کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و، چې تر ۲۰۲۴م پورې به خلک تر سپوږمۍ ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...