Homeخبرونهبادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه مړه او ۱۳...

بادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي

تاند (شنبه د حمل ۲۸) بادغیس کې د مسافرو د موټر چپه کېدو پېښه کې درې کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي.

د بادغیس روغتیايي مسؤلان وايي، د دغه ولایت په مقر ولسوالي کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی چې له امله یې درې کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د مسؤلانو په خبره، دا پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځته شوه چې یو فلاینکوچ موټر د مقر ولسوالۍ په کوه‌خره سیمه کې له هرات څخه فاریاب ته پر لاره و او چپه شو.

د بادغیس د ولایتي روغتون مسؤلینو ویلي، په مړو شویو کسانو کې ۳ نارینه او په ټپیانو کې هم ۷ نارینه، درې ښځې او درې ماشومان شامل دي. دغه راز د درې ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

ویل کېږي چې د پېښې ټول قربانیان د فاریاب اوسېدونکي دي او لامل یې هم د موټرچلوونکي بې ‌احتیاطي ښودل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...