پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeټولنیزهغه پولې چې باید د ښځې او خاوند ترمنځ وټاکل شي

هغه پولې چې باید د ښځې او خاوند ترمنځ وټاکل شي

لیکنه: Kalpana Nadimpalli

ژباړه: مبارز ځیرمن

په مینه کې پولې نه ټاکل کیږي، خو کله چې همدا مینه په نکاح بدلیږي، اړتیا ده چې ځینې پولې وټاکل شي. د ځینې اصولو او لارښوونو وضع کول د جانبینو خوښي تضمینوي او له هغوی سره مرسته کوي چې له یو بل د جلا کیدو وخت وپيژني.

راځئ لومړی پوه شو چې په ګډ ژوند کې پولې ټاکل په څه معنی؟

پوله هغه کرښه ده چې ښځه او خاوند یې د خپلې اړیکي د ساتنې لپاره ټاکي، او د یو بل له استعمارولو او مهارولو مخنیوی کوي. د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې د تا او د تا د ښځې/خاوند د ملکیت او مسولیت له یو بل بیلوي.

د پولو ټاکل ولې اړین دي؟

د یوې سالمې او بریالۍ اړیکي لپاره اړینه ده چې د جوړې له خوشالولو وړاندې ته خپله خوشاله وې. که یو سړی خپله خوشاله نه وي هیڅکله بل تن نه شي خوشالولی.

دغه راز، د پولو ټاکل تاسې ته د خپلې جوړې په وړاندې د مسولیت احساس درکوي نه دا چې پړه یې په هغه/ هغې ورواچوې.

د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې خپل منځي ستونزي حل کړئ او خپلې جوړې ته زیان ونه رسوئ.

د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې په خپلو کړنو حاکم واوسئ څو د اړتیا په صورت کې وضعیت ته په خپله ګټه تغیر ورکړئ.

د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې د خپل ځان او خپلې جوړې د لومړیتوبونو تر منځ  توازن وساتئ.

 د هرې جوړې تر منځ د ژوند په اوږدو کې جنجالونه رامنځ ته کیږي، د ځینو ترمنخ سره د دې چې کومه ستونزه نه وي  خو صمیمیت نه لیدل کیږي. یو شمېر نور بیا د یو بل لپاره قرباني هم ورکوي خو بیا هم خفه وي. ځینې مسولیت نه مني او ځینې بیا د خپلې جوړې سره خیانت کوي. ستونزې ممکن متفاوتې وي، خو درد، ابهام او مغشوشتیا توپیر نه کوي. د پولو ټاکل ورته ستونزې حلوي او په ګډ ژوند کې د لاندې دلایلو په اساس ډېر مهم رول لوبوي. 

۱. تاسې ته ازادي درکوي: په ګډ ژوند کې خپلواکي تاسې سره مرسته کوي چې له یو بل سره مینه او درناوی ولرئ. واده تاسې ته د دې اجازه نه درکوي چې تاسې د خپلې جوړې ازادي محدوده کړئ. د تاسې جوړه باید دا اجازه ولري چې خپله خوښه په پام کې ونیسي، نه دا چې په تاسې پورې تړلې وي. یو بل ته اجازه ورکړئ چې خپله خوښه په پام کې ونیسئ او خپلې چارې مخې ته یوسئ. په دې برخه کې محدودیتونه یوازې د کرکې او تنفر سبب ګرځي. 

وړاندې تر دې چې د خپلې جوړې لپاره پولې وټاکئ، د خپل ځان لپاره یې بدیل په ګوته کړئ.

۲. مصونیت: په خپل ځای د پولو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي پوه شئ چې کله یې تحمل کړئ او کله یې رد کړئ.  د بیلګې په توګه، که د تاسې جوړه تاسې په رواني لحاظ زیانمنوي، په دې صورت کې باید له ځانه ساتنه وکړئ او د زغملو پر ځای له ځانه دفاع وکړئ.

۳. مسولیت: د مسولیت منل په دې معنی چې څوک د څه شي قیمت پرې کوي؟ مسولیت منل د ابهام لپاره ځای نه پریږدي. په ګډ ژوند کې مسولیت ټول ابعاد په ځان کې رانغاړي، له چلند، خوښې، افکارو او انګیرنو نیولې بیا تر ارزښتونو او نورو. که په کومه برخه کې اصلاح ته اړتیا وي، پرته له دې چې جوړه مو اغیزمنه شي، تاسې به د هغې د بدلون توان ولرئ.

پولې ټاکل په ټولو هغو اړیکو کې اړیني دي چې مونږ یې له نورو سره لرو. پوښتنه دا ده، چې په ګډ ژوند کې د کومو پولو ټاکلو ته اړتیا ده؟

هغه پولې چې د هرې جوړې لپاره یې ټاکل اړین دي

ځینې پولې داسې دي چې باید ولیدل شي او ځینې بیا یوازې احساسیږي. ځینې پرته له دې چې بحث پرې شوی وي په ناڅاپي ډول مخې ته راځي، خو په ځینو باید بحث وروسته  پرېکړه وشي. راڅئ په ځینو رواني او فزیکي پولو چې په ګډ ژوند کې باید ټاکل شوي وي دلته بحث وکړو.

په ګډ ژوند کې رواني پولې

۱. مینه: مینه د ګډ ژوند اساس دی. په یاد ولرئ چې د تاسې واده یو تعهد و چې تاسې به خپلې جوړې سره په روغتیا،  ناروغۍ، خوشالۍ او خفګان هر ډول حات کې مینه لرئ. تاسې باید هغې ته متعهد واوسئ. له خپلې جوړې سره تل مینه ولرئ که څه هم سخته وي او هغه د تاسې سره هغه ډول چلند نه کوي چې تاسې یې غواړئ. دا د تاسې بې قیده او شرطه مینه ښیي. خو دا په دې معنی نه ده چې تاسې د خپلې جوړې بد چلند هم وزغمئ. تاسې باید پوه شئ چې کوم ځای کرښه راکاږئ.

۲. رښتینولي: رښتینولي په یوه اړیکه کې دوه اړخیز باور او درناوي سره مرسته کوي. فریب کېدلی شي چې د منفي احساساتو، عدم امنیت، حسادت، بې باورئ او بې احترامۍ سبب شي. 

۳. باور: باور ګډ ژوند له بیروني تاثیراتو ژغوري او د ښځې او خاوند په مینه باور تضمینوي.

۴. پر ځان حاکمیت: په بیلابیلو حالاتو کې په خپلو احساساتو او عکس العمل حاکمیت د سالم اړیکي کیلي ده. حل لاره پر ځان حاکمیت دی نه په خپلې جوړې کنترول. د بیلګې په توګه، که مو جوړه تاسې ته بدې ردې وایي، تاسې کولی شئ هغه/هغې ته ووایئ چې که ته ما سره خولې وهلو ته ادامه ورکړې زه درسره نور په دې موضوع بحث نه کوم. دا له تاسې سره مرسته کوي چې وضعیت له نور خرابیدو وژغورئ.

فزیکي پولې:

۵. خبرې وکړئ: په ورځنیو مسایلو خبرې کول بسنه نه کوي. تاسې اړ یئ چې له یو بل سره خواله وکړئ او خوږې شېبې له یو بل سره شریکې کړئ.

 ځینې وخت باید د ځینو شیانو د غوښتلو پر ځای هغه درک کړو. مخکې له دې چې له تاسې څه وغوښتل شي یا یې تاسې غوښتلو ته اړ شئ داسې زمینه برابره کړئ چې له یول بل پوښتنې وکړئ او خپلې اندېښنې له یو بل سره شریکې کړئ.

۶. له سوک او څپېړې ډډه وکړئ:  له دې پولي باید په هیڅ صورت کې هم تېر نه شئ. د یو بل دیکه کول، په څپېړه او یا کوم بل څیز وهل باید په هیڅ صورت کې هم ونه شي او نه وزغمل شي.

۷. په خپلې جوړې حسادت مه کوئ: حسادت د تاسې په اړیکه کې د بدمرغۍ سبب ګرځي. کله چې په خپل ځان ډاډه نه یئ، په خپله اړیکه کې د تغیر توانایي له لاسه ورکوئ. که چيرته مو د خپلې جوړې له پرمختګ، ټولنیزو مهارتونو، ظاهرې بڼې یا کوم بل څه رخه کیږي، په دې معنی چې تاسې په خپله اړیکه کې ځان مصون نه احساسوئ. د ځان مصون نه احساسول د دې سبب ګرځي چې تاسې له ټولو پولو تېر شئ.

۸. وضعیت و ارزوئ: تاسې باید د وضعیت له ارزولو وپوهیږئ چې کوم ځای پوله وټاکۍ. ځینې وخت د پولو ټاکل ښایي د تاسې جوړه خفه کړي، خو دا په دې معنی نه ده چې دغه مو اړیکي ته زیان رسوي. د بیلګې په توګه، تاسې له خپلې جوړې غواړئ چې د کور ځینې لګښتونه پرې کړي، ځکه تاسې غواړئ چې پانګونه کوئ. په دې صورت کې ثابت واوسئ څو په هغې پانګونې خپل راتلونکی حفظ کړئ.

۹. له سپلکو سپورو ویلو او چیغو وهلو ډډه وکړئ: سمه ده چې کله کله په ګډ ژوند کې بحث او مخالف راځي، خو حل دا دی چې په مخالفت توافق وشي او یا په ارامو مغزو په هغه موضوع خبرې وشي. مهمه نه ده چې وضعیت څومره خرابیږي، په هیڅ صورت کې بدې ردې مه وایئ. 

۱۰. څه مه پټوئ: له خپلې جوړې څه مه پټوئ، هغه/ هغې ته د خپلو ملګرو په اړه ووایئ، په ځانګړې ډول هغه ملګري چې له مخالف جنسه وي تر څو د شک شبهې مخه ونیول شي. تر ټولو مهمه دا، چې داسې څه مه کوئ چې تاسې یئ له خپلې جوړې پټولو ته اړوځئ. البته، د ملګرو، ایمیلونو، پیسو، تلیفوني اړیکو، سفر او نورو په اړه معلومات پټ ساتل جلا خبره ده. 

۱۱. سم وغږیږئ: خپلې کورنۍ او ملګرو ته له خپلې جوړې شکایت مه کوئ. که کومه مسئله وي، باید له خپلې جوړې سره پرې خبرې وکړئ او ستونزه په خپلو کې حل کړئ. دغه راز، بل چا ته اجازه مه ورکوئ چې د تاسې د جوړې په اړه بد څه ووایي. که کوم څوک داسې کوي مخه یې ونیسئ یا یې خبرې مه اورئ. که جوړه مو خبره شي چې تاسې په هر ډول حالت کې له هغې سره یئ له تاسې سره به یې مینه زیاته شي. 

۱۲. ځان ته تغیر ورکړئ: دا به ډېره غیر منطقي وي چې فکر کوئ تاسې نورو خلکو ته په خپله خوښه تغیر ورکولی شئ. مونږ دا توانایي لرو چې خپل ځان ته داسې تغیر ورکړو چې د نورو لپاره د هغوی د خوښې شرایط برابر کړو. په ګډ ژوند کې تغیر په هغه صورت کې نتیجه ورکوي چې یو څه له لاسه ورکړئ او یو څه ترلاسه کړئ. داسې فکر مه کوئ چې هر څه به د تاسې د خوښې سره سم مخې ته ځي. مقابل لوری هم په پام کې ونیسئ. 

۱۳. د انحرافاتو په وړاندې مقاومت: پولې یوازې د تاسې او د تاسې د جوړې لپاره نه دي. دا د تاسې او د بیروني نړئ ترمنځ هم دي.  له بیروني نړۍ سره پولې ټاکل له تاسې سره د غیر مشروع اړیکو په مخنیوي کې مرسته کوي. که مو د چا په وړاندې میلان پیدا کړ، له خپلې جوړې سره پرې صادقانه او سپینې خبرې وکړئ. د تاسې جوړه به د تاسې په رښتینولۍ او باور فخر وکړي او دا به د تاسې ترمنځ اړیکه نوره هم پیاوړې کړي. 

۱۴. بخښنه وکړئ: د خپلې جوړې بخښل ښایي سخت وي، خو دا د تاسې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړینه دي. حتی د کومې غلطۍ پر وخت مقابل لوری وبخښئ او هر څه هیر کړئ. خو د تیروتنې د تکرار په صورت کې ثابت واوسئ.

۱۵. ځینې وخت (نه) ووایئ: که څه هم دا کار ښایي د تاسې جوړه خفه کړي، خو ځینې وختونه دا ایجابوي چې (نه) ووایئ. که چېرته د تاسې جوړه له تاسې د کوم غیرقانوني یا خطرناک کار د کولو غوښتنه لري، د تاسې ټاکنه باید یوازې (نه) وي. که چیرته په خپل وخت د (نه) په کولو کې ځنډ وکړئ، دا کار به نه یوازې د تاسې ګډ ژوند د بربادئ سبب شي بلکي د تاسې د مرګ سبب شي.

پولې د تاسې د جوړې په نسبت په تاسې پورې ډېره اړه لري. تاسې باید پوه شئ چې چېرته او ولې کرښه راکاږئ، ځکه تاسې باید د اصولو په مراعاتولو ډېره انرژي مصرف نه کړئ. 

د خپل ځان لپاره د پولو ټاکل

وړاندې تر دې چې د خپلې جوړې لپاره پولې وټاکئ، د خپل ځان لپاره یې په بدیل فکر وکړئ. دا به د تاسې جوړه تشویق کړي چې په سم ډول پولو ته پام وساتي. دلته یې تاسې ته وایو چې څه ډول دا کار وکړئ.

ـ خپل احساسات  تشخیص کړئ او ویې منئ. د پولو په ټاکلو کې لومړنی قدم دا دی چې خپل احساسات وپېژنئ او درک یې کړئ. تاسې کېدلی شي د خپلې جوړې د احساساتو په وړاندې خپل ځان په پام کې ونیسئ. وګورئ چې کوم څه تاسې خفه کوي یا مو په ګډ ژوند کې کم راولي. د همدې کار لپاره یو څه وخت وباسئ او فکر وکړئ. 

ـ که پولي ماتیږي تحلیل کړئ: کله مو چې خپل احساسات وپیژندل، فکر وکړئ چې څه شی مو د یو ځانګړي احساس سبب ګرځي. د بیلګې په توګه، جوړه مو هره ورځ کور ته ناوخته راځي، تل پر تاسې نیوکه کوي، یا تاسې په خپلې جوړې چیغي وهئ یا تاسې نور یا هیڅ څه د تاسې په خوښه مخې ته نه ځي او له همدې امله تر پوزې راغلي یئ.

ـ معلومه کړئ چې خپل پولې څنګه وټاکئ: کله چې پوه شوئ چې څه شی د تاسې د یوه ځانګړي احساس سبب ګرځي، د پولو ټاکل درته اسانه کیږي. د بیلګې په توګه، که د تاسې جوړه هره ورځ کور ته ناوخته راځي، تاسې هغې ته ویلی شئ چې زه تا ته انتظار نه شم کولی، خواړه به په یخچال کې ایښي وي، کولی شې هغه ګرم کړې او ویې خورې. که هغه پر تاسې هر وخت نیوکه کوي، تاسې کولی شئ هغې ته هیڅ ارزښت ورنکړئ او هغه ځای پریږدئ.

او که تاسې داسې احساسوئ چې په خپلې جوړې به په هره مسئله چیغي وهئ، د ځان لپاره پوله وټاکئ چې تاسې به چیغې نه وهئ، بلکې تر هغې به صبر کوئ څو مو غوسه سړه شي. که چېرته له دې کړیږئ چې جوړه مو چارې د تاسې په خوښه مخې ته نه وړي، د ځان لپاره پوله وټاکئ چې تاسې به تر هغې نیوکه نه کوئ څو چې یو کار د تاسې د جوړې یا اړیکې په زیان نه وي. 

– د خپلې ټاکل شوې پولي په اړه وغږیږئ: خپلې ټاکل شوې پولې مو له خپلې جوړې سره شریکې کړئ. یوه اندازه مقاومت او جنجال به رامنځ ته شي، خو هر څه واضح ووایئ څو مو جوړه وپوهیږي چې د څه شي پایله څه شی راوځي.

– خپلو ټاکل شویو پولو ته پابند واوشئ: وروسته له دې چې پولې مو وټاکلې، هغې ته پابند واوسئ. که له ټاکل شویو پولو پښه اړوئ، لږ صبر وکړئ، خپل ځان ارامه کړئ او یا بل داسې څه وکړئ چې تاسې بېرته لارې ته برابر کړي.

– پولې ټاکل د ګډ ژوند په ناسمو شرایطو کې لکه د نجات بیړۍ داسې دنده ترسره کوي. باید هیره نه کړو چې په ګډ ژوند کې د پولو د ټاکلو په اړه یو څه ناسم باورونه موجود دي چې باید په پام کې ونیول شي.

د پولو ټاکلو په اړه ناسم پوهاوی

کله کله په ګډ ژوند کې د پولو ټاکل ناسم تعبیریږي چې ځینې یې په لاندې توګه دي:

ـ په هغه خلکو چې پولې ټاکي د ځان غوښتونکو او جدي  خلکو نوم ایښودل کیږي.

ـ په هغه خلکو چې پولې ټاکي تور پورې کیږي چې د خپلې جوړې په ازادۍ محدودیتونه وضع کوي.

–  پولې ټاکل په خپلې جوړې یو ډول امر کول دي چې څه وکړي او څه ونه کړي.

– د خپل ځان ساتنې په برخه کې پولې ټاکلو ته د یو ډول سزا فکر کیږي چې مقابل لوري ته ورکول کیږي.  د بیلګې په توګه، کله چې خاوند د بار بار وینا باوجود د په لګښتونو کې اسراف کوي، باید ښځه د ځان لپاره جلا بانکي حساب پرانیزي. په اصل کې جلا حساب پرانیستل د میړه لپاره سزا نه ده. 

په هره اړیکه کې تاسې له مقابل لوري داسې توقع نه شئ کولی چې هغه دې هر څه د تاسې په خوښه کوي. تاسې یوازې له مقابل لوري هیله کولی شئ چې په خپل چلند کې تغیر راولي او د پولو ټاکل له مقابل لوري امر نه دي. له همدې امله، تاسې باید خپلې جوړې ته د شخړو د مخنیوي لپاره د پولو ټاکلو اړتیا توضیح کړئ.

له مقاومت کوونکې جوړې سره د شخړو هوارول

تاسې ښایي د ځان لپاره ځینې پولې ټاکلي وي، خو د تاسې جوړه د تاسې غوندې ونه کړي او یا ښایي هغه د تاسې له لوری ټاکل شویو پولو ته پام ونه کړي. چون فکر کوي چې دا هغوی ته لومه ایښودل دي یا د هغوی محدودول دي. دلته د دغه ډول جوړې سره د مخامخ کېدو لارې چارې بیانوو:

مخکې له دې چې د پولو په اړه پرېکړه کوئ له خپلې جوړې سره مشوره وکړئ.

خپلې جوړې ته د (نه) ویلو اجازه ورکړئ. 

که تاسې په غلطه وئ ویې منئ.

د خپلې جوړې مقام ته درناوی ولرئ.

له خپلې جوړې د ځان خلاصولو، هغې ته د زیان رسولو او یا هغې ته د ګناه احساس ورکولو څخه ډډه وکړئ.

کله چې تاسې پولې ماتوئ له خپلې جوړې اجازه واخلئ.

ټاکل شویو پولو ته پابند پاتې کېدل ډېر کار غواړي. د دې تر څنګ دا کار ښایي سخت او بې خونده هم وي. د پولو ټاکل د تاسې په ګډ ژوند کې بهتري راولي او د دې سبب ګرځي چې د تاسې اړیکه د ټول عمر لپاره دوام وکړي. راځئ دلته د ځینو ټاکل کیدونکو پولو بیلګې راوړو

د ټاکل کیدونکو پولو ځینې بیلګې

د پولو ټاکل د ګډ ژوند اړیکې لاپسې پیاوړې کوي. دا یې ځینې هغه موارد دي چې تاسې کولی شئ پولې پکې وټاکئ.

۱. دا چې په خپلو خبرو کې واضح او سپین وي: په یوه اړیکه کې باید د ژبې لحن نرم او خوږ وي. که مو جوړه تاسې ته سپکې سپورې وایي یا په تاسې چیغي وهي په وړاندې یې محکم واوسئ. هغوی ته ووایئ چې، که ته زما ملامتولو ته دوام ورکړې، له تا سره نور په دې اړه خبرې نه کوم.

۲. رسا او صادقه واوسئ: که مو کوم بل څوک خوښیږي له خپلې جوړې سره یې رسا او صادقانه شریکه کړئ. دغه راز، هغه تن  ته هم ووایئ چې  تاسې خپلې جوړې ته ژمن یئ او له همدې امله د کوم څه تصمیم نه لرئ. له خپلې جوړې څه مه پټوئ.

۳. علل او معلول: که مو جوړه نشه کوي، کولی شئ ورته ووایئ چې، زه درسره مینه لرم خو که د دې نشې له امله ناروغه شې زه دې پالنه نه شم کولی. تاسې کولی شئ خپلې جوړې ته د لګښتونو لپاره یو حد  او شرط وټاکئ. د بیلګې په توګه، تر هغې چې مخکنۍ پیسې لنډې نه کړې نور تا ته پيسې نه درکوم.

۴. عاطفي واټن: په ګډ ژوند کې عاطفي اړیکه اړینه ده. ښایي داسې وخت راشي چې د تاسې جوړه په خپل ناسم چلند کې تغیر راوستلو او د عاطفي تړون د بیا ټینګولو لپاره هیڅ هلې ځلې نه کوي. د بیلګې په توګه، کله چې میرمن د یو څه په اړه خفه وي، خاوند هغې ته نه متوجه کیږي. اوس که هغه د خپلې میرمنې په چلند کې کوم بدلون ونه ویني، هغه خپل کار ته ادامه ورکوي. په دې ډول میرمن نوره هم خفه کیږي. 

د دا ډول پولو ټاکل کولی شي د تاسې ګډ ژوند له زیانه وژغوري. البته ډېر زیاتې پولې ټاکل د تاسې له اړیکي سره مرسته نه شي کولی. ښه فکر وکړئ چې په کومه برخه کې د پولو ټاکل مو په جوړې او په ټوله کې په ګډ ژوند ښه اغیزه کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب