پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهپاکستاني طالبان په خونړیو حملو د څه په لټه کې دي؟

پاکستاني طالبان په خونړیو حملو د څه په لټه کې دي؟

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۱ مه) د پېښور د پولیس لاین سیمې د جومات په پروني انتحاري برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ او د ټپیانو ۱۵۷ ته ورسید.

پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا د دوی د یوه مشر خالد خراساني د وژلو غچ و. دوی دغه راز ویلي چې دا د خالد خراساني د غچ اخیستو په لړ کې څلورم برید و او دا لړۍ به دوام وکړي.

د دې ډلې یوه ویندوی، چې ځان یې سربه کف مومند ښوولی، رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د پولیسو لاین حمله ۲۵ کلن حذیفه کړی چې د مومند (ایجسنۍ) اوسېدونکی و.

د امریکا د اې بي سي نیوز پر اساس، دا برید به د پاکستان او افغان طالب چارواکو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي ځکه چې پاکستان باور لري چې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې ده.

خو دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني طالبان له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په ۲۰۰۷ م کال هغه وخت رامنځته شو چې بېلابېلو سختدریځو ډلو، چې له امریکا سره د پاکستان همکارۍ پارولي وو، سره یوځای شول. دوی د ناټو او امریکايي ځواکونو پر ضد د افغان طالبانو ملاتړ ته ودانګل او دا هغه څه و چې د پاکستان پوځ او استخبارات هم پرې خوشاله وو.

خو اوس پاکستاني طالبان نه یوازې په پخوانیو قبایلي ایجنسیو کې، چې له خیبرپښتونخوا ایالت سره تړل شوي، بلکې په ټوله خیبر پښتونخوا کې د افغان طالبانو په شان د اسلامي حکومت غوښتونکي دي. د دوی بله اساسي غوښتنه دا ده چې پوځ دې له دې سیمې ووځي. په کابل کې د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې پاکستاني طالبانو له خیبر پښتونخوا څخه د قبایلي سیمو د جلا کېدو او هلته د شرعي نظام د جاري کېدو غوښتنه کوله.

ټي ټي پي د نوومبر له میاشتې را په دې خوا؛ هغه مهال چې په کابل کې د افغان طالبانو په منځکړتوب یې له پاکستاني پوځي چارواکو سره خبرې ناکامې شوې، یو اړخیز اوربند پای ته رسیدلی اعلان کړ او بریدونو ته یې زور ورکړ.

د اې بي سي پر اساس، تر پروني (دوشنبه، د جنورۍ ۳۰مه) برید مخکې پاکستاني طالبانو د خیبرپښتونخوا پولیسو ته په تکرار خبرداري ورکړل چې په پېښور کې د دوی خلاف په عملیاتو کې ګډون ونه کړي.

لوېدیځې رسنۍ وايي، ټي ټي پي له افغان طالبانو بېل دي خو د دواړو نظریې سره ورته دي او د ۲۰۲۱ په اګست کې د افغان طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې انګېزه او جرات زیات شوی دی.

د ټي ټي پي جنګیالي عموماً په قبایلي سیمو کې اوسي خو ځینې مشران یې په افغانستان کې دېره دي.

د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته طالبانو د نورو بندیانو په شان د ټي ټي پي مشران او جنګیالي هم خوشی کړل.

ټي ټي پي پخوا د افغان طالبانو د مشر ملامحمدعمر مجاهد بیعت کړی و خو د طالبانو د اوسني مشر ملاهبت الله اخوندزاده په اړه یې څه نه دي ویلي خو د اسلام اباد د امنیت او شخړو انستیتیوت ريیس عبدالله خان وايي چې پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو مشر ته وفاداري څرګنده کړې ده.

په وروستیو کې ملاهبت الله ته په یوه منسوب صوتي پیغام کې د هغه له لوري ویل شوي چې د پاکستان قوانین غیراسلامي دي.

اشرف غني پاکستان د ترهګرۍ خلاف ستراتیژیکې مبارزې ته وباله

1 COMMENT

  1. په افغانستان کی دې سه شې په لټه کې ول هغه څه یې چی په افغانستان وکړل باید پر پاکستان هم وشې چی لګ څه خوند تری واخلی پر مونږ چا زړه نده خوګولی مونږ بر چا زړه نه خوګو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب