جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: د پېښور پېښه په افغانستان کې د ط-انو د ملاتړ...

محسن داوړ: د پېښور پېښه په افغانستان کې د ط-انو د ملاتړ پايله ده

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزيرستان استازی او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وايي، چې په پېښور کې د پولیسو پر جومات چاودنه په افغانستان کې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ پايله ده.

نوموړي په یوه ټويټ کې د پاکستان پر حکومت نيوکه کړې، چې لا هم د خپل دغه معيوب سياست پای ته رسولو ته نه دی چمتو شوی.

نوموړي ټينګار کړی، چې د طالبانو ملاتړي بايد د داسې پېښو په اړه ځواب ووايي.

د پېښور ښار د پولیسو د ځانګړې مېنې په جومات کې نن ماسپښین په چاودنه کې لږترلږه ۱۵۰ تنه ټپیان شوي او لږترلږه ۳۲ وژل شوي وي.

د ننني ځانمرګي برید مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک ټي ټي پي پر غاړه اخیستی.

دغې ډلې ویلي، چې د ياد شوي برید په ترسره کولو ېې د پاکستان حکومت څخه د خپل وژل شوي مشر عمر خالد خراساني غچ واخیست.

د یادې ډلې په وينا، د خراساني د غچ اخيستو لړۍ به دوام ولري.

1 COMMENT

  1. ټې ټي پي د ای اس ای په لاس جوړ او د همغوی په لاس اوس هم تمدید او تربیه کیږي. دا حملې خپله ای اس ای کوي تر څو د نړیوالو توجه او غمرازي حاصله کړي او خپل ملک د دیوالیه کیدو نه وژغوري. دا د پاکستان نوی تاکتیک دی او پدې حملو سره غواړي اوس د ترهګرۍ نوی باب پرانیځي، نړیوال باید نور په پاکستان اعتماد ونکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب