Homeخبرونهاریانا افغان هوايي شرکت العین ته الوتنې بیا پیل کړې

اریانا افغان هوايي شرکت العین ته الوتنې بیا پیل کړې

تاند(جمعه، د عقرب ۶ مه) د اریانا افغان هوايي شرکت چارواکي وايي چې له اوو کلونو وروسته یې د متحده عربي اماراتو العین ښار ته بیا الوتنې پیل کړي دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د پلور د څانګې مشر احمدسیر سکندري رسنیو ته وویل، د دې شرکت الوتکو له اوو کلونو وروسته بیا العین ته الوتنې پیل کړي او په اوونۍ کې به دوې الوتنې لري.

د سکندري په وینا، دا دوې الوتنې به د شنبو او چهارشنبو په ورځو وي.

افغان سوداګرو او امارات مېشتو افغان مسافرو د اریانا افغان هوايي شرکت د دې اقدام ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې له دې سره به د دوو هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه هم ډیره شي.

خو دوی په عین حال کې هیله وکړه چې د متحده عربي اماراتو د العین، دوبۍ او ابوظبۍ او د کابل، کندهار او خوست د هوايي ډګرونو ترمنځ دې د تجارتي مالونو د وړلو – راوړلو لپاره هم الوتنې ځانګړې شي.

په همدې حال کې د خوست اوسیدونکي، چې له ډیرو کلونو راهیسې د خوست او متحده عربي اماراتو ترمنځ د الوتنو د پیلېدو غوښتنه لري، وايي چې العین ته د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې دې خوست ته هم پراخې شي.

له بلې خوا فلای دوبۍ ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته الوتنې بیا پیلوي.

دغه شرکت د روان اکتوبر په لومړیو کې ویلي و چې د نوومبر په لومړیو کې به کابل ته الوتنې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...