چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهکرزي د امریکا ځانګړي استازي سره ټلیفوني خبرې وکړې

کرزي د امریکا ځانګړي استازي سره ټلیفوني خبرې وکړې

تاند:(جمعه ،د عقرب شپږمه)‏‌ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو له ځانګړي استازي ټام ويسټ سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي،چې په دې ټليفوني خبرو کې دواړو لوريو له شپږم ټولګي څخه د افغان نجونو د تړل شويو ښوونځيو په ژر خلاصون ټینګار کړی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان روان وضعیت، اقتصادي ستونزې او د دایمي سولې او ثبات ټینګښت هم د دواړو لوريو د بحث مسایل وو.

 دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري د حامد کرزي د نظربندۍ او نوموړي ته د سفرونو د نه ورکولو د اجازې ادعاوې کیږي.

طالبانو په دې اړه راپورونه رد کړي، خو له واکمنيدو وروسته ېې کرزي ته د کوم بهرني سفر اجازه نه ده ورکړې.

2 COMMENTS

  1. تاليبان دى دکرزي اوغني بلا واخلئ که هرڅومره ستونزې يې درلودي دعلم دروازې خويې نه وى بندي کړ ى

  2. ​ملی شخصیت محترم مومند صاحب ته اول سلامونه وړاندی کوم او ورپسی هیله ورڅخه کوم چی دا باید ومنی چی د اجنبیانو له خوا روزل شوو غلامانو تر مینځ ښه او بد وجود نلری داځکه چی د شهید محمد داؤد خان کمونیستی کودتا راپدی خوا داجنبیانو ( پخوانی اتحادی شوروی او وروسته د امریکا ، انګلیس او ناتو ) له خوا د افغان ملت پر اوږو باندی په نوبت سره سپاره کړۍ شول اوددی تربیه شوو قاتلو غلامانو رفتار د افغان ملت مقابل کښی د ابتدا څخه تر اوسه پوری غیر له وژلو ، بندی کولو ، وږی ساتل او سمتی ، قومی او ژبانی تفریقو ایجاد کول او پنجابی قدیانی او اخوندی ایرانی اسلام روی کارول ، چوراو چپاول ، غصباو باالخصوص جلکیو باندی د تعلیم او میرمنو باندی د کار بندښت ددی رنګارنګو غلامانو د افغان ملت سره دوښمنانه نمونی دی ددی ملی خائینو تر مینځ ښه او بد نشته دا ټول یاد ایجاد شوی خائینین ګروپونه د بادارانو په هدایت یو بل ته ارګ په ډرامائی شکل سره خوشۍ کوی او ددوی باداران ددوی ساتلو لپاره د همه شمول بابولانی تبلیغوی او دداسی خائینو تبلیغاتو په وسیله غوښتل کیږی چی د ملی شخصیتونو لاری بندی شی او دا ظالمانه تیاتر دوام ولری !!!!

    اوسنی روسیه ، امریکا او چین قدرتونه د خپلو مردودو هدفونو تعقیبولو لپاره داسی رنګارنګ مضر ګروپونه تربیه او حمایه کوی او دوی خپل زور د افغان ملت تباهی کښی سره ازمائی تر څو چی منور افغانانی او افغانان په صدق سره متحد نشی او صادقانه متحد اواز راپورته نکړی نو د افغان ملت راتلوونکۍ سرنوشت به د لږو ښو او بدو تر مینځ به همداسی نامعلوم پاتی وی او افغان ملت به په تدریجی د زیاتره ستری تباهی سره مخامخ شی !!!!

    ځینی مضر کسان په هدایت سره لګیا دی چی د افغانستان ځلانده تاریخ د ال یحیی ساختګیو بابو لانو باندی چټل کړی اما دا متعصب مضر اشخاص موفق کیدای نشی که مراتب ددرواغو فریبیو کتابونه هم نوشته کړی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب