Homeخبرونهروسيه: امریکا د افغانستان پولې نا کراروي

روسيه: امریکا د افغانستان پولې نا کراروي

تاند:(جمعه ،د عقرب شپږمه)‏‌ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستيال اولگ سیرومولوتوف پر امريکا متحده ايالاتو او متحدينو يې تور پورې کړ، چې د افغانستان سرحدي سیمې نا امنه کول غواړي.

نوموړي په کابل کې د روسیې پر سفارت د تېرې سپټمبر مياشتې تر سره شوي ځانمرګي برید ته په اشارې وویل، چې په دغه برید کې د داعش ډلې په لاس لرلو باور لري.

روسي مقام نه ده روښانه کړې، چې په دې برید کې هم د امریکا د لاس لرلو ادعا لري کنه؟

په وروستيو کې روسيه په پرله پسې ډول امريکا او متحدين یې په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو خلاف د نا امنۍ جوړولو په هڅو تورنوي، خو د امریکا نیږدې متحد ( بریتانیا) چې څه موده مخکې په ورته تورونو کې يادونه ورڅخه شوې وه، د دوی خلاف د روسیې د ولسمشر پوتین څرګندونې د غلطو معلوماتو په اساس بللې وې.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي هم ځینې وخت امریکا د دوی او سیمه ییزو متحدینو خلاف یې په توطیو تورنوي، خو امريکايي چارواکو بيا دا تورونه بې اساسه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...