چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeټولنیزد سټېج پر سر ښه وینا |عبدالحلیم عزیزي

د سټېج پر سر ښه وینا |عبدالحلیم عزیزي

څنګه کولای شو د سټېج په سر ښه وینا وکړو؟ آیا غواړئ د سټېج په سر ښه وینا وکړئ؟ په دغه لیکنه کې دې او دې ته ورته نورو پوښتنو ته ځواب وایو.

مخکې له دې چې وینا پیل کړو لومړی باید د غونډې د ګډونوالو علمي کچه معلومه او د هغوی د سویې مطابقې خبرې او وینا وکړو. د وینا د پیل سره سم داسې کلمات او یا هم داسې جملې وکاروو چې ګډونوال غوږ نیولو ته وهڅول شي او تر پایه خبرو ته غوږ ونیسي.

په موضوع بشپړ حاکمیت ولرو ترڅو ګډونوالو ته خپل هدف په بشپړ او ښه ډول انتقال کړو. د دې ترڅنګ باید له لټۍ او ځان خلاصولو ځان وژغورو تر هغه چې کولای شو باید د اورېدونکو لپاره ښه، کره او بشپړ معلومات ورسوو، هېڅکله په لږ معلوماتو بسنه مه کوئ، ترڅو چې توانېږئ په موضوع کې هر اړخیزه مطالعه وکړئ.

له اړتیا پرته د موضوع څخه بهر مه ځئ، کومه موضوع مو چې انتخاب کړې په هغه موضوع بشپړې او مفصلې خبرې وکړئ او هدف مخاطب ته ورسوئ. له دې سره سره مهم ټکي او موضوعات د ياداشت په شکل درسره نوټ او د اړتیا په وخت ورڅخه ګټه واخلئ، د وینا پر مهال منظم بدني حرکات ولرئ، داسې حرکات چې د خبرو او د خبرو د مفهوم مطابق حرکات وي، د غونډې تنظيم په کنټرول کې ولرئ، که چېرې په غونډه کې ګډوډي رامنځته شوه کولای شئ یوه لنډه کيسه او یا هم داسې څه ووایی چې اورېدونکي ستاسې خبرو ته متوجه شي او تر ډېره ستاسې خبرو ته غوږ شي.

د ځان لپاره ښه لباس انتخاب کړئ چې ګډونوال ستاسې لباس نه؛ بلکې ستاسې خبرو ته متوجه شي او په ښه شکل سره یې واخلي، کولای شئ د وینا پر مهال ځنې پوښتنې د دې لپاره وکړئ چې اورېدونکي درسره په هره برخه کې خپلو خبرو ته متوجه کړئ، خو پوښتنې به خپله ځوابوئ.

تمرین مه هېروی تر څو چې توانېږئ تمرین وکړئ، وايي یو وخت کې یو عالم چې (ډي موسټین) نومیده، هر وخت به له خبرو کولو څخه کړېده، ځکه دی توتله و، ده غوښتل چې ښه وینا وکړي او یو ښه ویناوال شي، ده خپلو هڅو ته دوام ورکړ او هر وخت به د سیند غاړې ته تله او هلته به یې په خوله کې شګې اچولې او په لوړ آواز به یې خبرې کولې له پرلپسې تمیرینونو او کوششونو ورسته د ده د آواز ستونزه حل شوه او دی یو ښه ویناوال شو، دی اوس هم یو له تکړه توتله ویناوالو څخه شمېرل کېږي، نو که تاسې هم غواړی چې ښه ویناوال شئ تمرین مه هېروئ.

څو ځله په هغه موضوع مرور وکړی چې غواړئ له ګډنوالو سره یې شریکه کړئ، ځان ته پخپله روحیه ورکړئ، ووایئ چې زه ښه وینا کولای شم، زه یو ښه ویناوال یم دا او داسې نورې جملې کولای شي ستاسې رحیه قوي او ښه وینا وکړئ.

عمیق اسوېلی وکړئ چې د آرامتیا احساس وکړئ او په آرامۍ سره خپلو خبرو ته دوام ورکړئ، اوبه وڅښۍ په ابو څښلو سره لږ څه دمه وکړئ او وروسته خپلو خبرو ته دوام ورکړئ، د خپلو خبرو تسلسل وساتئ، خبرې په آرامتیا وکړئ له ژر ژر خبرو کولو څخه ډډه وکړئ، په خبرو کې له کنايې او مبهمو کلماتو څخه ځان وژغورئ، داسې وینا وکړئ ترڅو اورېدونکي داسې احساس وکړي چې ګواکې تاسې له اورېدنکو سره مینه لری.

له بده مرغه ډېر کسان د وینا پر مهال پورته ټکو ته پام نه کوي او د وینا په وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي لکه: د خبرو کولو په وخت کې د لاسونو رېږدېدل، ګډې وډې خبرې کول، د ساه بندېدل او داسې نورې هغه ستونزې دي چې د پورته موضوعاتو په نه مراعاتولو سره منځته راځي او ویناوال ورسره لاس او ګرېوان وي.

نو په پای کې ویلای شو هغه کسان ښه ویناوال دي او ښه وینا کولای شي چې په موضوع بشپړ حاکمیت ولري، د موضوع پیل یې خوندور وي له کنایو او ابهاماتو څخه ډډه وکړي او خپلې خبرې په آرامۍ او ښه ډول اورېدونکو ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب