یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېایا د ولسي جرګې سږنۍ ټاکني د بروکسل کنفرانس له غوښتنو سره...

ایا د ولسي جرګې سږنۍ ټاکني د بروکسل کنفرانس له غوښتنو سره برابري وې؟

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار

په ( ۲۰۱۶) کال کي د ناټو په مرکز بروکسل کي د افغانستان د ښې راتلونکي په اړه نړيوال کنفرانس جوړسو.

ددغه کنفرانس ګډونوالو په وروستۍ ورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چي په افغانستان کي د ( ۲۰۱۸) کال د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه پکښي ویل سوي وو، باید دغه ټاکني ( باوري، رڼې، عامه شموله ،د ولسواکۍ او سیاسي ټیکاوضمانت ) ولري ، ترڅو د نړيوالو مرستي او همکاري له افغان دولت سره زیاته سي.

اوس پوښتنه داده، چي ایا دغه ټاکني په رښتیاهم پر یادو معیارو برابرې وې او که خلک ورڅخه شکایت لري؟

محمد ابراهیم سپېڅلی

په کندهارکي یوتن مخکنی دولتي کارمند عتیق الله اعتماد په دې اړه وايي، سږکال د ولسي جرګې ټاکني د ( ۲۰۱۶) کال په بروکسل کي د جوړي سوي غونډي له اعلامې سره هیڅ اړخ نه لکوی.

اعتمادي وايي، په هغه کنفرانس کي، چي د افغانستان په اړه جوړ سوی، هلته د یوې اعلامې په خپرولو سره راغلي ؤ، چي د ( ۲۰۱۸) کال د ولسي جرګې ټاکني باید د نورو ښېګڼو ترڅنګ دغه څلور ځانګړتیاوي( باوري، رڼې، عامه شموله ،د ولسواکۍ او سیاسي ټیکاوضمانت ) به کوي.

د نوموړي په قول دغه ټاکني په هیڅ ډول له یادي سویو ځانګړو سره سمون نه خوري، ځکه د ټاکنو په ورځ يې په خپلو سترګو لیدلي، چي اکثره خلک د بلي ورځي درايه ورکولو په پلمه جواب سوي، د زورواکو او ځینو دولتي کسانو لخوا خلکو ته ویل سوي، چي فلانکی ته رایه ورکړی.

د ښاغلي اعتمادي په خبره، نوري تخنیکی ستونزي يې هم لیدلي او په ولسوالیو کي، خو دا مشکلات یو په دوه وو، چي دا ټول ټاکني د بروکسل د جوړسوي کنفرانس د اعلامیې سره یومخ په ټکرکي وې.

« داټاکني، چي د ولسواکۍ ترنامه لاندی ترسره سوې، شفافي نه وې، په ولسوالیو کی تقریبا نیمايي خلکو رایه نه ده کارولې.

په ښارونو کي د ځینو مرکزونو مسؤلینو رایه ورکوونکو ته ویلي، چی سبا هم کولای سی، رایه ورکړی، نو رایه ورکوونکي د سبا په تمه له ټاکنو پاته سوي دي.

په ځینو مرکزونو اومحلونو کي یوشمیر دولتی کسانو خلک اړ ایستلي، چي د یویا څو کسو په ګټه رايي وکاروي، چي دانه شفافي اونه عامه شموله وې. »

په کندهارکي مدني فعال او لیکوال نذیراحمد نورزی هم په دې باور دی، چي سږنۍ د ولسي جرګې ټاکني په بروکسل کي د دوه کاله مخکي جوړسوي کنفرانس لخوا په خپره کړې اعلامیه کي د راغلو ټکو سره هیڅ سرنه خوري.

نورزی وايي، هلته د رڼو، باوري، عامه شموله، د ولسواکۍ او سیاسي ثبات د ضمانت خبره سوې وه، مګر په خبره يې دلته ترسره سوې ټاکني باوري ځکه نه وې، چي درغلي پکښي وه، د خلکو ګډون د ناامني او د ټاکنو دخپلواک کمیسون د ناغیړو له امله په اکثرو ولایتونو کي ترنیمايي خلکو ګډون نه دی کړی او رايې نه دي کارولي، چي دغه ډول ټاکني هیڅ وخت د ولسواکۍ او سیاسي ثبات ضمانت نه سي کولای او خلک باور نه په لري.

د نوموړي په قول، په کار ده، چي د رڼو، باوري، عامه شموله ټاکنو لپاره نړېواله ټولنه سمه همکاري وکړي، ځکه افغانان غواړي، چي د ټاکنو له لاري ځان له څلوېښت کلني بلا وژغوري، خو یوازي څه نه سي کیدای.

 « داټاکني رڼې نه وې، ځکه موږ په اکثرو سیمو کي د پراخو درغلیو داسي شاهدان یو، چي ځینی صندقونه د زورواکو لخوا ډک سوي، داسی کړني رڼښت تر پوښتنی لاندي راولي، باور ورباندی له منځه ځي او بالاخره په ولسواکۍ ملنډی وهل دي.

نو زه سل په سلو کي وایم، چي زموږ دسږکال د ولسي جرګې ټاکني د بروکسل کنفرانس له غوښتنو سره برابري نه وې.»

په کندهارکي د سمون مدني ټولنی مشر او طلوع ټلویزون مخکنی خبریال غلام محمد معصومي بیا وايي، داټاکنو که د بروکسل له کنفرانس سره سل په سلو کي سرنه خوړی، خو بیاهم بایمیټریک اود تذکرو له مخي رایه ورکول یوه نوې خبره وه او له دې معلومیږي، چي پنځه کاله وروسته به موږ نورهم د ټاکنو د ښه ترسره کیدو وړتیا موندلې او دومره ستونزي به نه وي.

د معصومی په خبره، نوره نړۍ د ټاکنو اوږده سابقه لري او موږ به هم نه ناهیلي کیږو، خو دده په خبره ترټاکنو افغانانو ته سوله اړینه ده.

نوموړی وايي، که چیری نړيوال غواړي، چي موږ( رڼې، باوري، عامه شموله، د ولسواکۍ او سیاسی ثبات ضمانت کوونکي ) ټاکني ولرو، زموږ سره دی د سولي په راتګ کي ريښتنې مرسته وکړي، ځکه سوله ده، چي ټول مدني حرکتونو ته خوځښت او پرمختګ ورکوي.

« زه بیا ترټاکنو وسولې ته ډېر خوشبین یم، ځکه سوله ده، چي د ولسواکۍ سره مرسته کوي او خلکو ته مدني لاری چاري ښيي.

که چیري سوله نه وي، نو ټاکني به همداسي کړکېچنی وي، خو سوله وي بیابه ټول خلک نارینه او ښځي په ټاکنو کي برخه اخلي، څوک به زورواکی نه سي کولای،خلک به پوه وي او بریالیتوب به د خلکو وي. »

که څه هم وسله والو طالبانو د پارلماني ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی و، مګر بیاهم هغه هیوادوال، چي تذکرې يې سټېکر کړي وې، له غزني ولایت پرته نور په ټولو ولایتونو  کي د رايي ورکولو مرکزونو ته ولاړل.

د ټاکنو د خپلواک کمیسون هم دیوشمیر نیمګړتیاوي مني.

زموږ په هیواد کي ټاکني، چي د ولسواکۍ لومړی اساس دی، نوي دي او کارپوهان په دې باوری دي، چي راتلونکي ټاکني به د خلکو په خوښه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب