یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېدرید تاند د راپور په اړه د کورنیو چارو وزارت ځواب

د تاند د راپور په اړه د کورنیو چارو وزارت ځواب

د تاند ویب پاڼې محترم مشرتابه ته!

د سلامونو، نیکو هیلو او پیرزوینو له وړاندې کولو وروسته ستاسې د وروستي خبر(د خبر تفصیل) په اړه چې ګواکې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر امرالله صالح له لورې د پولیسو روغتون کې یو تعداد ترسره شوې ګمارنې د قومي تړاو په اساس ترسره شوي د تاند ویب پاڼې درنو لوستونکو او ټولو قدرمنو هېوادوالو ته باید ووایم چې، د کورنیو چارو وزارت دا خپله  دنده بولي چې د هېواد ټولو درنو رسنیو رغنده نیوکې په پام کې ونیسي.

د تاند ویب پاڼې لوستونکو او ګرانو هېوادوالو ته د اطمینان په خاطرلاندې موضوعاتو ته اشاره کوو.

لومړی: د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر امر الله صالح له ټاکل کېدو وروسته تر دا مهاله په  ډاډ سره ویلی شوو چې په یاد وزارت کې هيڅ راز نوې ګمارنې او ټاکنې نه دي ترسره شوي.

دوهم: د تاند ویب پاڼې په خپاره شوي راپور کې د پولیسو روغتون رئیس ډاکټر کندهار شینواري ګوښه کېدلو په اړه ویل شوي چې دا کار د سرپرست او نوماند وزیر امرالله صالح له لورې ترسره شوی دا باید په  ډاګه شي چې د پولیسو روغتون پخوانی رئیس ډاکټر کندهار شینواری د پخواني وزیر په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ له دندې ګوښه او پرځای یې ډاکټر محمد اصف برومند چې د وسله وال پوځ یو با تجربه ډاکټر دی ټاکل شوی چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر او نوماند د ډاکټر برومند د پېژندنې په غونډه کې د پولیسو روغتون پخواني رئیس ډاکټر کندهار شینواري له کاري کړنو ډېره زیاته خوښي څرګنده کړه او د ده ګوښه کېدل یې د پخواني وزیر لزوم دید وباله.

ښاغلي صالح د پولیسو روغتون د نوي رئیس ټاکلو په غونډې کې د ښاغلي ډاکټر کندهار شینواري د غوره خدمتونو د درناويی په موخه نوموړي ته د ملي پو لیسو د زړورتیا مډال هم ډالۍ کړ او اړونده مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ډاکټر  کندهار شینواري ته دې اړین ضرورتونه لکه ترانسپورت، ساتوونکي او نور په پام کې ونیول شي.

د تاند ویب پاڼې په خپور شوي راپور کې د پولیسو روغتون سرطبیب ډاکټر بریالی کمالپوري او د یاد روغتون د قرارګاه قوماندان فرید بارز د بدلیدو یا له دندې څخه د ګوښه کېدو په هکله هم  ګوت څنډنه او یادونه شوې چې د دغه دوو تنو په اړه باید ووایو، ډاکټر بریالی کمالپوري له نن نه کابو دوه میاشتې وړاندې د پخواني وزیر د لزوم دید په اساس د ملي پو لیسو د اکا ډمۍ د روغتیایي چارو د سر طبیب په  توګه ټاکل شوی او ښاغلی فرید بارز د دو کلونو راهیسي د یاد روغتون د قوماندان په توګه خپله دنده تر سره کوي او له دندې نه دی ګوښه شوی.

د تاند ویب پاڼې درنو لوستوونکو او د ټولو باعزته هېوادوالو د اطمینان په خاطر  د ډاکټر کندهار شینواري د تماس شمېرې له تاسې سره شریکوو څو د تاند ویب پاڼې د دغه یو طرفه راپور په اړه چې د راپور پرمهال یې د کورنیو چارو وزارت نظر هم نه دی اخیستی، قضاوت وشي.

په درنښت

د کورنیو چارو وزارت     

د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر

د ډاکټر کندهار شینواري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب