چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeمقالېدریسوله خو له چا سره؟ | مینه منګل

سوله خو له چا سره؟ | مینه منګل

‎هر وخت مو د سولې په تمه ژوند کړی، سوله غواړو ځکه چې جګړه زموږ انتخاب نه وه، نه ده، او نه به وي، بدبختانه کلونه همدې پردۍ جګړې ووژلو، ویې ځورولو، له وطنه یې لرې کړو، له سیالۍ یې لرې کړو، له خپلوۍ یې لرې کړو، شتمنۍ یې زموږ لوټ کړې.
‎هر هېواد تر جګړو او سختو ستونزو وروسته سوله لیدلې، پرمختګ یې کړی، ولسونو یې هوسا ژوند کوي، مګر زموږ هېواد کې هېڅ جګړه نه ختمېږي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره نوی نوم او نوی رنګ پيدا کوي.
‎په افغانستان کې د تېرو اولسو کلونو په ترڅ کې د حکومتونو مشرانو په هڅو بې شمېره ناستې وشوې، نړیوالې ناستې ترسره شوې، بې شمېره اعلامیې خپرې شوې، ولې هېڅکله یاغي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانانو ژوند او غږ ته ارزښت ورنکړ او تل یې په بې رحمۍ  ووژلو، زموږ امنیتي ځواکونه یې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې رحمۍ شهیدان کړل، د عامو ولسونو کورنه یې ونیول او خپلې مورچې یې ترې جوړې کړې، کندوز، غزني، او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې داسې ناروا کړنې ترسره کړلې چې د بشر څه د حېواناتو په تاریخ کې داسې پېښې ندي رامنځته شوي، خو بیا هم زموږ حکومتونو دوی ته د سولې دروازې خلاصې پرېښودې، او دوی ته یې د ورور او افغان خطاب وکړ، مګر چېرې چې دوی دا درک کړي.
‎اوس یو ځل بیا د سولې خبرې دومره تودې شوي چې آن د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسه یې وځنډوله.
‎سوله مګر له چاسره؟
‎تر ننه د افغانستان ولس په دې نه پوهېږي چې څوک، له چاسره سوله کوي؟
‎کله چې په یوه حیاتي او ملي پروسه کې د افغانستان د خلکو ون‌‌‌‌‌‌ډه څرګنده او محوري نه وي دا سوله کېدایشي؟
‎تر ننه زموږ دولت، د سولې عالي شورا د سولې په دې وروستیو ناستو او خبرو کې حضور نه لري څنګه ‎امکان لري چې د سولې په دې پروسه د افغانان باور وکړي؟
‎په هر  ‎حال د سولې د پاره چې هرڅوک او له  ‎هرې غاړې هڅه‎ کوي د افغانانو د سترګو تور دي او افغانان ترې هرکلی کوي، مګر دا هم باید ووایمه چې د افغانستان د پاره د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت باید ون‌‌‌‌‌‌ډه ولري، د افغانستان ولسونه باید د سولې پروسې  له ټولو ‎جریاناتو ‎خبر واوسي، ځکه چې سوله د افغانانو د پاره ده او دا نړۍ ته څرګنده ده چې افغانان بې عزته سوله نه غواړي.
‎او وروستۍ کې دا هم وایمه چې په ‎افغانستان کې جګړه ‎کوونکې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې هغه پلورل شوي خلک دي، څه چې یې بادار ورته وايي هغه کوي، دوی خپله خپلواکي نه لري چې دومره زر پرېکړه وکړي، دوی کوم مشخص آدرس هم نه لري هر وخت چې دوی کرا شي د افغان وژنې لړۍ پرمخ بیايي نو پر دې ‌‌‌‌‌‌ډلې باور هم ‎ندی پکار، ‎هیله ده چې د سولې پروسې تر څنګ د افغانستان ملي پروسې هم پرمخ لاړې شي، ولسمشریزې ټاکنې د هېواد او د افغانانو په ګټه دي او باید چې دا ملي پروسه ونه ځن‌‌‌‌‌‌ډېږي، د دې پروسې ځن‌‌‌‌‌‌ډ د افغانستان د اساسي قانون سره په ‎ټکر کې ده ، که چېرې افغانان نا هیلې شي نو بیا به هېواد د یوه بل لوی بحران طرف ته لاړشي ، او بیا به یې ‎کنټرول آسانه کار نه وي.

1 COMMENT

  1. قرآنکریم فرمایی:
    انما یخشی الله من عباده العلماء
    رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی:
    العلماء ورثة الانبیاء
    بیا فرمایی:
    فضل العالم علی العابد کفضلی علی ادناکم
    دبل حدیث شریف مفهوم دی چی وایی
    بی ادب را علم و فن آموختن
    دادن تیغی بدست راهزن
    دا او نور آیات او احادیث متبرکه عالم او طالب العلم تعریفوی ،خصوصیات او نښی یی بیانوی
    اول دا چی علما له خدای (ج) څخه ویریږی ،یعنی د خدای د رضا او امر مخالفت نکوی او وارثان هغه چا ته ویل کیږی چی د میراث ساتنه وکړی او انبیاء علیهم السلام علم او تربیت راوړی ،امت یی تعمیر او آباد ساتلی او یواځی د خیر ملګری او په خیرکی یی مسابقه کړی نه شرکی او د امت وحدت یی ساتلی او همدا یی میراث دی
    نو مقایسه کړی عالم او طالب العلم څوک دی ؟ او څه کوی؟
    او دا څوک دی او د دین سره تړاو یی شته که نه؟
    که طالب العلم نه وی او طالب الشر وی نو دا بله دوکه ده چی د شر استخبارات، ملتونه غولوی ،نوم د طالب العلم او کار د ارذل الناس، او صلح او د خدای اوامر نه منی او درسره کیناستی هم نشی نو معنی دا چی اصلا طالب نشته ، ځکه طالب سره علم ،تربیت ، اخلاق او منطق وی او په
    فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر… قرآنی طریقه حل غواړی او له یقولون بافواههم مالیس فی قلوبهم نه ځان ساتی او هره خبره او فیصله یی مستند په آیات او حدیث وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب