چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeمقالېدریپټانه او توپ ډنډه/ عصمت قانع

پټانه او توپ ډنډه/ عصمت قانع

خدای دې عبدالمنان ملګری د جنت پر حوض کوثر باندې اباد کړي، چې تنده یې د تل لپاره ماته شي. د پېښوریانو د اتوار په ورځ به یې قلنګ غوښت.

هغه قلنګ چې نه یې زه نوم پر خوله راوړی شم او نه یې نوم د یادولو دی. د ګل حاجي پلازا په انګړ کې به ودرېد او په لوړ اواز به یې چیغه کړه: آ د اختري زویه راولېږه زما قلنګ.

پېښور د سقر په څېر د سختو وختونو ښار وو. دېخوا طالبان وو او په پېښور کې د بې روزګارۍ تور دیبان وو چې د هر لوستي افغان لپاره یې د رستم هفت خوان غوړولی وو.

د ژوند د ناتمامو اړتیاوو سختې شپې وې، یوې خواته کور او اولادونه وو، بل خوا د مکاتبو فیسونه وو، له بله پلوه غیران د مار په پښو بدل شوی وو.

مجبور شوم د پېښور په نیور امپوره ګیټ کې مې د جوالیتوب ترڅنګ د پرمټونو کاروبار شروع کړ.

دغه پرمټونه به د ISI د مشهورې ادارې لخوا هغه افغانانو ته ورکېدل چې له دغې ادارې سره به یې د ځیرې او اعاشې مسوولیت ثبت وو.

یو زیات شمېر وزیران او رییسان چې اوس د کابل په اداره کې د جاه او جلال مالکان دي د ای ایس ای پرمټ خواره پاتې شوي دي.

دغه پرمټونه د بورې، اوړو، کمیاوي سرې، تعمیراتي سامان آلاتو او د ودانیو د لرګو پرمټونه وو، چې د پاکستان له لوري به بې محصوله د افغانستان لور ته را اوښتل او په افغانستان کې به هم طالبانو د ای ایس ای د مُهر په برکت ګمرکي محصول نه ترې غوښته. د هر موټر محصول به تر سل زره کلدارو زیات وو.

خو د پېښور په مارکېټ کې به د ای ایس ای د یوې عرادې ډک موټر د پرمټ بیه اویا زره کلدارې وه. کله چې به جمعه تېره شوه، د شنبې ورځ به د پرمټونو د راوتلو ورځ وه او د اتوار ورځ به د دغو پرمټونو د خرڅلاو او مارکېټ ورځ وه.

د ای ایس ای تر ټولو غوره پرمټونه چې د غوړو او وریجو پرمټونه وو یوازې او یوازې د پیر د خاندان استحقاق وو. خدای زما روزي د همدغو پرمټونو په کمېشن کې رانغاړلې وه.

د یوه فرهنګي دولت او ملګري په مرسته د افغانستان د ښځو د ټولنې د پرمټونو د خرڅلاو کمېشن کاري زما په نصیب شوه.

په هره اونۍ کې به د اسحق آغا او د هغه د مېرمنې پټانې څلور پرمټونه راوتل، چې د هر پرمټ قیمت په بازار کې ۷۵ پنځه اویا زره کلدارې کېدلو. ما به د خپلې برخې پنځه زره کلدارې په جیب کې اچولې او متباقي مبلغ به مې د همدوی ناظرانو ته ورسپاره.

په دغو پیسو کې ارواښاد رسول امین د منان ملګري قلنګ هم پر ما حواله کړی وو، چې د هر اتوار په ورځ به مې د منان ملګري د سیک ګیراک جمال سینګ درې زره کلدارې ورکولې.

مېرمن پټانې په هماغه وخت کې د افغانستان د ښځو د اجتماع په نوم یوه مواسسه چلوله، چې د لګښتونو بار یې د ای ایس ای د پرمټونو پر غاړه وو.

د همدغې پټانې بي بي یو بل تارتوک هم غاړې ته را لوېدلی وو، چې فخریه اسد نومېده او اوس په امریکا کې اوسي. فتانه په هغه وخت کې هم د بېګانه پرستۍ پوکاڼه وه، یعنې له بهره هوا په کې پوکل کېدله.

د پاکستان د پېښور په ښار کې لُکس کور، نغدي لګښتونه، پرمټونه او نور امتیازات د هغو خدماتو حق الزحمه وه. د پېښور په ښار کې اکثره افغانانو د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره تنظیمونه، شورا ګانې او مواسسې جوړې کړې وې، دغه ارګانونه له اوو جهادي تنظیمونو جلا تشکیلات وو، چې د پیر صاحب د خاندان لخوا یې د ای ایس ای لپاره نظارتي ماموریت تخصیص شوی وو.

زیاتره افغاني روښانفکران په همدغو تشکیلاتو کې ووژل شول، د مثال په توګه جنرال عبدالحکیم کټوازی، اختر محمد خپلواک، کړوخېل او نور.

د اسحق آغا وظیفه دا وه چې د افغانستان ټول افتخارات د پاکستان د مملکت خداداد په ملکیت او پراپرټۍ بدل کړي.

د همدې کار لپاره یې مېرمن هم فعاله وه، مېرمن پټانه ګیلاني په هماغه وخت کې هم د پښتنو د هویت او استقلالیت پرضد ولاړه وه، خو د افغاني مستقلو افتخاراتو د تبارز په دښمنۍ کې د مېرمن پټانې پوکاڼه هغه وخت وپړسېدله، چې افغان کرکټ ټیم له اوږدو مودو خپګان څخه وروسته د افغانانو پر چاودلو شونډو د خوشحالۍ موسکا ونڅوله.

مېرمن پټانې د خپل غبي عصبیت غوټه پټه نه کړه او چاودنه یې ورکړه. کرکټ یې پردۍ لوبه وبلله، افغاني لوبغاړي یې د سمت او سیمې انحصاري پهلوانان وبلل او کرکټ ته یې د توپ ډنډې نوم ورکړ.

خو دغه توپ ډنډه وه، چې د نړۍ د سیالۍ پر ډګر یې افغاني بیرغ ته عظمت ور وباښه. د پټانې له څرګندونو سره جوخت د پاکستان د کرکټ یوه لوبغاړي هم د پټانې څرګندونو ته ورته څرګندونې وکړې.

دا حالت ښیي چې د سپورټ، فرهنګ، کلتور او علم په برخه کې د افغان ملت د مستقل تبارز په وړاندې پنجاب څومره حساس دی، خو افغانستان د خپل استقلالیت پر ډګر ولاړ دی.

34 COMMENTS

  1. قانع صاحب مننه!!
    رشتيا ويل تر خه مكر مزه ءي خوزه وي.
    به دي ملت دهغه جه زره درد كوي جه أصلا لا صله افغان وي دبي كانه وو خخه كيله مه كوه .

  2. په هر نامه واهه شوم هم په خپلو هم پردو
    که هرڅه بې ګناه وم په رنګ،رنګه دسیسو
    چا د ین راته بانه کړ چا خو ژبه د پښتو
    که هرڅه شم ځپلې مریتوب به چا ته نه کړم

  3. قانع صاحب دی راته ژوندی وی .
    دا څو ورځی مو ستاسو لیکنی نه وی تر سترګو شوی ، شک مو شه چه خدای مکړه څه بیماری او نوری ربړی درته پی‌‌‌‌‌‌دا شوی نه وی!
    خو داچه دپټانی یا دهغه نشه ایی او ټغ سترګی په هکله دی څه لیکلی نو پوه شوو چه ښه یی او هم دهر غلیم او کس او ناکس په هکله هم ښه په ځیر څار هم کوی.
    دا متعصبه او دافغانستان دخوښیو ضد څیره چه دابی شرمه او مغروری ټغی سترګی یی دیوی لوی نشه ایی او عیاشی څیری نماینده ګی کوی ، په ‌‌‌‌‌‌ډیره سپین سترګی یی دافغان ملت دتکړه ټیم په وړاندی په ‌‌‌‌‌‌ډیره سپکه خوله خپلی بوغاری وکړنګولی؟
    خپله سپکه اوکرغیړنه څیره یی دتل لپاره بدنامه کړه. نو که چیری دی دپیرانو دکورنی سره تړاو لری ، باید دپیرانو نارینه میدان ته راووزی او دخپلو. ښځو ناسته پاسته تر کنترول لاندی ونیسی او دملت دافتخاراتو سپکاویو ته داسی بی بند وباره ښځی پرنږدی.
    پټانه دی هم خپلی پوچی خبری یوازی دنایت کلب تر دروازو او دخپلو نشه ایی ملګرو تر بن‌‌‌‌‌‌ډار بهر نه راوباسی.

  4. ګران لیکونکی ته سلام اوپه قلم دې برکت پټانه پرېدی چه خپلې ګوړې او کورکمان دم کړي او بيايې په بازارکې خرڅ کړي په د ي باندې تفسيرا کول انسانيت ته توهين دئ ځکه چې دا دشيطان نسل دئ.

  5. افسوس د ځینې خلکو په حال دی چې روزي په افغانستان کې ټولوي، او کارونه پاکستان ته کوي. لعنت دې وي پر داسې اشخاصو. اسحاق ګیلاني په ښکاره د پاکستان د ویاند په حیث د پاکستان له ګټو نه دفاع کوله. د پکتیا خلک د دغو پلیدانو د وینځل شویو لاسونو اوبه هغو شنډو ښځو ته ورکوي چې بچیان یې نه پیدا کیږي په داسې حال کې چې دوی د افغانستان دښمنان او د انګلیسانو استازي دي.

  6. وایم قانع ګله داسی پخی پخی نښی ولی لکه شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ چی په کرکیټ کی د خپلو حریفانو توپ ډنډی ورماتی کړی او ټول نړیوال ورته ګوته په غاښ شول. په یوه تیر د دوه کوتری ویشتلی دی. د آی اس آی مشهور جاسوسان چی اوس هم په کابل کی فعال دی ، باید یویو خپلو هیوادوالو ته ور وپيژندل شی . نور به مسوولیت د دوی وی چی چاته رایه ورکوی او د چا خبر منی.

  7. maa awredali di chi de Afghanistan pe zino wilayetoono ki zwanaan kriket te war-te lobe kawi chi (top danda/ toplanda) nomizhi.

    Khoday di de Afghanistan atalaan zhwandi lari chi de dukhmanaano per tapono nori malgi ham we shindi.

    de pir saib de kuranai pe are. yewa waraz kum khrigi TV de Fatime Gilaani sare maraka kawale, aw warte wa ye wayel chi te kho pakhtana ye,no Fatime Gelani jwab war kar ( ne ne za pakhtane ne yem) kho kala chi zay de gati woo no ye de pakhton Afghan militi yaani Zakhel wal sare wade wakar.

    kho gila bayed de phatanoo ne woshi, ne le predeyo, hom da pkhtana di chi yew de bal de pakho khawri wobasi

  8. All I can say that she is a garbage. It has nothing to do with people of diverse background in Afghanistan. A garbage is a garbage because she thinks, does and behaves like a garbage.
    She must shut her mouth.

  9. کاش کۀ ليکوال\ ليکواله په دغه دنده کښے ککړو ټولو خلکو دغه ناوړې کړنې په يو غټ کتاب ليکلو خوندي کړي چې راتلونکي کولونو ته د کره او کوټه د پېژندلو ځواک وروبخښي .

  10. قانع صاحب په ګوتو د برکت شه واقعا ښکلی ځای ته د سر ورښکاره کړی او له ډیرو داسی پټو رازونو د خبر کړو چې تر اوسه نه وو ترې خبر الله د ورته هدایت وکړی واقعا خطرناکه لوبه دی سیاستوالی پیل کړی او غواړی یو ځل د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته ببوزی ووهی اصلا زه نه پوهیږم چې دی میرمنی د کرکټ په ډګر کې تخصص چیرې کړی چې دا ډول بیځایه نیوکې ورباندی کوی او پردی هم نه پوهیږم چې دا لا څنګه نه ده خبره چې میړه یې له پکتیکا څخه د پکتیکا د خلکو په مرسته پارلمان ته لاره پیدا کړه هی افسوس او بیا هم افسوس د داسی چا پرحال

  11. قانع صیب ! هغه د دری ژبی متل دی چی وایی «از دیوار شکسته و از زن شلیته خدا آدم را نگاه کند » دا ښخه هماغه شی دی خو فکر کوم چی د نوم په برخه کی یی لږه اشتباه شوی ده چی د« پټانه»پر ځای پتانه ورته وویل شی . ه

  12. ګرانو لوستونکو!
    سلامونه او نېکې هیلې په ټول اخلاص او مینه ډالۍ کوم.
    کله چې په یوه ملت باندې ناخوالې او سختې راشي، ریښتیا چې سخت زیات یې وځپي او د ژوندانه ډېر څه ترینه واخلي، خو ډېر شان بیا ورهم کړي. یاد ملت او ولس د سختو په وړاندې د دریدو توان او ځواک ترلاسه او کارول یې په علمي ډول زده کړي، خپل او پردی ورته په ښه ډول وروپېژندل شي، خپله ګټه او تاوان هم ورته بې له شکه څرګند شي. له دې ټولو بیا ورسته ډېره ښه فیصله او پریکړه کولای شي. زما نه هېریږي د کمونسټانو په دور کې به ویل کېدل چې د دپیر شرنګې فتانې کورنۍ د انګریزانو او پرنګیانو لاسپوڅي دي… د مجاهدینو په دور کې به په پېښور کې ویل کیدل چې دا بې رنګه، سست خلک دي او هرچا چې پرلاس کېښود دهمغوی دي… ځېنو خو د دوی له عیاشيو له خبریدو وروسته هیڅ مسلمانان نه بلل… او داسې نور.
    په پای کې ترهرچا ښه قاضي او انسان ښکاره کوونکی الله تعالی دی، زمانه او وخت د هغه ملکیت او پدې پړاو کې ترېنه څوک پټ نشي پاتې کیدلای. اوس تاسې قضاوت وکړﺉ د چې د پير ګلۍ فتانې څرګندونې په کوم انساني معیار باندې دتوجیه وړدي.
    الله دې دغه شان پيرانو ته هدایت وکړي او که داسې نه وي خداي جل جلاله دې دا ولس له دغه پيرشرنګو او پير ګلانو څخه په ښه اونېک ساعت خلاص کړي. دوی خو نه زمونږ دین پریږدي، نه زمونږ خپلواکۍ پریږدي، نه زمونږ عزت پریږدي او اوس خو آن زمونږ لوبه هم نه شي زغملاي.

  13. قانع صاحب الله پاک دی راته ژوندی لره
    ددی پټاکی څهره خوپه ولسمشریزو ټولټاکنو کی بربنډه شوی وه خو هغه متل دی تل په یاد لری چه وایی
    (غاپی کاروان به تیریژس……)

  14. قانع صاحب الله پاک دی راته ژوندی لره
    ددی پټاکی څهره خوپه ولسمشریزو ټولټاکنو کی بربنډه شوی وه خو هغه متل دی تل په یاد لری چه وایی
    (غاپی کاروان به تیریژی……)

  15. فتانې او خاوند یې پرته له دې مخکې کله سمه د افغانتوب او پښتونتوب خبره کړې. تل یې چټیات ویلي دي ځکه خو د چا نه خوښیږي.

  16. قانع صیب لیکنه مو ډیره خوندوره ده الله پاک دې ستاسو قلم تل تاند لرې دداسي پردیپالو ځواب باید همداسې ورکړی شي .

  17. ښاغلی قانع صاحب، خدای پاک دې ډېر عمر او عزت درکړي. له ډېر ستر حقیقت څخه دې پرده پورته کړې. یو خو همدا اسحق ګېلاني دی او که کوم بل یو یې دی چې په دې ورځو کې د ټلوېزینونو په پردې ډېر راځي او اشرف غني پسې سپکې سپورې وايي. زه د غني دفاع نه کوم، خو دومره چې هغه اوس یو ولسمشر دی، که څه هم د مشکلاتو له امله خلکو ته به یو څه ملامت وي. دا خو هم راته بده ښکاري چې کوم ګېلاني یې په اړه بدې خبرې وکړي.

  18. محترم قا نع صا حب الله د داوږد ژوند خا وند کړه او قلم د تاند اوسه، داسې تاریخی وا قعیتونو ته د اشاره کړې ده چې هیڅوک یې د تو جی کولو توان نه لري، د موږ یو ډیر غټ مشکل دادۍ چې افغان له غیر افغان څخه نه شو جلا کولای ا و موږ له بده مرغه خپل دوست او دښمن تر او سه په دقیقه تو ګه ندۍ پیژندلۍ ، د پتا نې څخه زه په دې ګیله نه لرم چې له افغان او افغا ني ویاړونو او افتخاراتو څخه با ید افغان ننګه او دفا ع وکړي یو سړۍ چې له آره افغان نه وي او هو یت پټ او مجهول وي له افغاني و یا ړو نو ددفاع کولو توقع بی ځا یه بو لم ، دې خلقو په سلګونو کلونو زموږ د مظلوم ولس وینې و زبیښلې او لا تر اوسه ددین تر چتر لا ندې زموږ د مظلو مو پر ګنو پر اوږو بار دي .

  19. د قانع صاحب څخه مننه کوو چی د دغه بیشرمی لکه چی موږ له وړاندی فکر کوه ولس ته څرګنده کړه.. ګرانو دوستانو موږ باور لرو چی تاسو اکثره به قران کریم لوستی وی چی شکر دی دری واری خو ما په تفسیر او ترجمه سره لوستی دی. ګرانو دوستانو په قران کریم چی د مسلمانانو اساسی قانون دی د پیرانو ، مجددیانو ، ګیلانیانو سیدانو وغیره وغیره څخه یا د کوم بل ډول انسانانو پکشی داسی څخه ندی ویلی شوی چی برتری یا ښوالی لری پر نورو انسانانو کوم څه چی موږ په قران کریم کی لولو هغه تقوا ده هغه څوک چی تقوا او پرهیزکار وی هغه د الله سبحان وتعالله په نزد برتر دی .
    دا د بیرانو او مریدانو خبری هسی چټیات دی چی همدغه افرادو پدی خاطر چی د نورو د حق خوړلو ته چل جوړ کړی نو د ځان په ګټه یی تبلغات کړی دی داسی تبلغات چی ټولو افغانانو ته یی په ذهن کی ورپیجکری کړی ده چی که ګویا پیرانو ،ګیلانیانو ، مجدیدیانو ته په بد نظر وګوری نو لولپه به شی اور به واخلی چی همدغه مثال ما په خپل کور کی لیدلی دی . زما موږ د الله پاک وبښی د هغی په وړاندی که ما د همدفه سیدانو پیرانو ګیلانیانو او یا نور په هکله څه ویلی وای نو هغی به ما ته ویل چی توبه وباسه چی ګناګار شوی ، اور به واخلی لولپه به شی.
    دوستانو په والله قسم که داسی وی دا ټول دروغ دی دوی د نورو انسانانو څخه هیڅ برتری نه لری د نورو انسانانو په شان دی نه اور شته نه لولپه کیدل. دا زموږ د ټولنی پرازیت دی پرازیت لکه چی تاسو پوهیږی هغه حیوان دی چی طوفیلی ژوند لری یعنی پخپله نه شی کولای چی ځانته خواړه یا غذا پیدا کړی چی نورو حیواناتو پیدا کړی وی هغه دوی مفته خوری. نو زما وړاندیز سر له نن څخه ټولو افغانانو ته دا دی چی د دغه پیرانو ګیلانیانو ، سیدانو مجدیدیانو وغیره چی بر وړاندی یو عام فهمه کمپاین وچلو تر څو خبل ویده ولس پر دی وبوهوو چی همدغه خلک د نورو انسانانو په شان انسانان دی هیڅ برتری نه لری د الله پاک بهتر هغه څوک دی چی تقوادار وی هغه که پیر وی یا نه وی هغه که ګیلانی وی یا نه وی هغه که مجدیدی وی یا نه وی. د دوی همدغه طلسم باید مات شی نور باید دوی د افغانانو د ساده احساساتو څخه ناوړه ګټه وانه خلی.

  20. . دا قا نع خو دا پټا نه دکا ر څخه و ایستل. پرې یې ږده یو څه خوبه دا خوا رکۍ هم وا یې.دزړه بړاس به یې ایستی

  21. Pa telephone ke me pashto na sta. Kho khair gozara ba wakram.
    da pakistan 9 kala mahajirat chi ra pa yad kram der nafas tanga sham kho che kala da barya ta goram no me har sa her se.
    ka patana waqian da ghware che tol aqwam oa de loba ke shamil se no yaw academy ba ye jora kare wai che halta da cricket rozana aw showana wa nawe zalmyano ta da har qawm kedai magar na. Da ghware che dagha pa zahmatono jorashawe lobdala kharaba kre pa dagho chatalo aw kasefo nazaryato. Afsos che sa me pa las ke nada kana da wayna ba ye rana na wae pora kare che da lmara kare me wai

  22. . محترم قانع سیب، له هغه پټو رازونو دی پرده پورته نکړه چی ښاغلی فتانه ګیلاني به د پیښور د تهاڼو سره پټ ارتباطات ساتل. هیله ده چی دا رازونه افشا او خپل وطني مسولیت ادا کړی.

  23. د ښاغلي قانع څخه مننه چه ناولی څیري را پیژنی. دغه د عرب دشیخانو بچیان «مجدیدیان، ګیلانیان، پیران« کله چه دوې په عربستان کښی د بیکاری او لو‌ږی سره مخامخ شول نوافغانستان ته ئی پام شو او ځموږ سپیڅلی خاو ری ته د یوه کچکول سره د مهاجر په توګه راغلل. دوی ډیر ‌ژر په دي وپوهیدل چه پښتانه د اسلام په دین یو مئین قوم دي چه ددوی له عقیدی څخه ګټه اخستی شی نو خپل کچکول ېی په اوږی کیښود او په عربی ژبه يی خبری شروع ک‌ړی چه د آیت او حدیث په نامه به يی پښتانه تیر ایستل. لږه موده وروسته ددوی کچکول له پیسو سرواو سپینوزرو څخه ډک شول. مریدان او غلامان ېې پیدا کړل. ځمونږ د ځلانده تاریخ په څپو کښی دغه د عربو کتله نه یواځی ځمونږ د ولس په اوږو د پراذید په څیر ژوند کړي بلکه تل يی د اجنټانو او جاسوسانو رول لوبولی. په اخلاقي لحاظ هم ښه نه بریښی د مینی ژوب په اخوستو ډانس (ِغربی ګډا) او شراب څښلو ویاړی. دوي دافغان د سپیڅلی خاوري بچیان نه دي او نه ددي خاوري سره اړیکی لري. نو ځکه د دی جاسوسی پټاني ګیلانی وینا ماته د تعجب وړخبره نده. سرلوړی دی وی ځمونږ غښتلی ځوانان، سرټیټی او شرمینده دی وی د وطن دښمنان

  24. قانع صاحب یر ښکلی او په زړه پوری مطلب لکلی الله د دغو تشو او بی هدفه پیرانو او پیرخانو ته هدایت وکړی دومره پوچ او
    دغه کچره دومره د دماغ څخه خلاصه ده چی کم تر کمه دومره فکر هم نه کوی چی دغه د کرکت تیم وو چی په نړی کی یی د افغانستان بیرغ ورپاوه او د افغانستان نوم یی خلکو ته ور وښوده دی باید د شکر سجده کړی وای د دی پر ځای دا دی نفاق او اور ته لمن وهی ورکه دی شی رضیله

  25. قانع صاحب په قلم د برکت شه. موږ درباندې ویاړو. دغه پوکاڼه که را ته برابره شوه نو خبره یې خلاصه ده. د دې میړه هم ډېر بې غیرته سړی دی. میړه یې هم په یوه وخت کې ویل چې ډیورنډ نور یو خیال دی، باید پاکستان ور پریښول شي، او په بدل کې یې پاکستان باید د ګوادر یا نه پوهیږم کوم بل بندر ته لاره ورکړي. دا خو جاسوسه ده او اوس هم شمالې ټلوالې سره ده او هغه هم د آی ایس ای ته مهلموي، تر څو له دې لارې پښتانه وځپې او خپلو شومو موخو ته ورسیږي. دوی دومره حساس دی چې زموږ بریا او راتلونکی په بیلابیلو ډولونو تخریبوي، خو موږ باید د قانع صاحب په شان خپل تحلیلونه پرې وکړو او خپلو وګړو ته دا د لستوڼي ماران ور وښایو. تر څو چې شره یې خلاص شو. په ډېرې بښنې سره زما نوم سم نوم دی خو د پکاڼي لپاره مې داسې ولیکل
    په خورا درنښت.

  26. qaani sahib deera manana allah de wakli che kha sehat wo lare za sta lekani goram ao deer ye khwakhawam da 7 dali tooli da yo kas awlada da ao da ba tool omar da hagho tabidar we .

  27. Good People,
    If Fatana was not from Gailani Family, what would be your basis of arguments? It is not important what is her background, what you people should do is to learn from your mistakes and move on. Critisize her for what she says. Critisize yourself for what kind of people are your leaders. Do not look for excuses in your life. It is not important what is your tribal background, but what matters is your skills, knowledge and expertise.
    Today, when I saw the list of new district commanders (amer de houze), I believe about 6 or 8 were Sayeds and I am sure many Hazaras will replace you people soon. This means that there are good apples among these people. You cannot because of one Hazara, Uzbik, Tajik, or Gailani, blame a group of people. As long you people do not learn how to move on in 21 century, I can assure you that your life will not change. You will be just yelling, swearing, and looking for excuses while others will be building a beautiful life for themselves and they should.

  28. Dear Mullah Habibullah,

    With all due respect, it seems that you are missing the point:

    Most of these ” Syeed ” in the form of ” Hazrat ” and ” peer ” are political element and appointees brought in to Afghanistan to advance colonial era agenda. In the entire Arab world, there are not as much Syeed as it is in Afghanistan which have no common border with Arab world. These migrated families presented as holly and until a few decade earlier all of them were getting monetary monthly allotment from the government of Afghanistan for supposedly pure blooded representative of Islam holly families.

    A good number of these well known families live lifestyle in the absence of any ethic of real work and feed on the rest of Afghans as entitled freeloaders.

    Some of these new comer brought into Afghanistan and placed on top of food chain and politics able to feed only keeping Afghanistan backward away from progress.

    What will be the reason that a tiny small group that cannot be counted on Afghanistan population percentile scale posses such privileges transferred from one generation to the next?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب