یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهلوګر: خلک د خپلو دعوو د حل لپاره طالبانو ته ځي

لوګر: خلک د خپلو دعوو د حل لپاره طالبانو ته ځي

تاند (شبنه، د سرطان ۲۱) لوګر کې خلک خپلې دعوې په دولتي اداراتو کې د شته فساد له امله طالبانو ته وروړي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، ددې ولایت په قضايي او عدلي برخه کې د شته فساد له امله ډیری خلک خپلې دعوې د حل په موخه طالبانو ته ور وړي.

ولایتي مسؤولین هم په یاده برخه کې دغه ستونزه مني او ژمنه کوي چې د فساد د مخنیوي لپاره به لاس پکار کیږي.

د دغه ولایت په دولتي اداراتو کې د فساد شتون خلک اړ کړي چې له حکومت فاصله واخلي او د خپلو ستونزو د هواري په موخه طالبانو ته ورشي.

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال محمد قسیم خوشیوال په دولتي اداراتو کې د فساد شتون مني او وايي، چې په زیاتو ولسوالیو کې د قاضیانو او څارنوالانو دندو ته د نه حاضرېدو له امله خلک اړ شوي څو طالبانو ته ورشي او خپلې ستونزې حل کړي.

خلک او د ولایتي شورا غړي طالبانو ته د ورتګ بل لامل په میاشتو میاشتو په اړوندو دولتي ادارو کې د دوسیو ځنډول یادوي.

چارواکي بیا له خلکو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي تر څو شته فساد ختم شي، خو ځایي اوسېدونکي وايي مرکزي حکومت دې په دې برخه کې مرسته وکړي تر څو دغه ستونزه حل شي.

لوګر د هېواد یو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې وخت ناوخت ترې د نښتو راپورونه ورکول کېږي او همدا لامل شوی چې په دولتي اداراتو کې یې فساد ته زمینه برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب