شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېد اسمان ليک | سید اصغر هاشمي

د اسمان ليک | سید اصغر هاشمي

انسانان ډېر وخت د خوشالۍ په وخت کې د مننې لپاره لاسونه پورته کوي او زه یې په خوشالۍ خوشالېږم او له چا سره چې زما واک دی، د هغه مننه کوم.

کله چې انسانان په ستونزو کې وي، بیا هم لاسونه پورته کوي او د ستونزو د اواریدو غوښتنه کوي او زه یې په حال خپه کېږم.

تقدیر له پاسه ټاکل کېږي او د زمانې ټولې خوشالۍ او ستونزې له پورته لېږل کېږي، نو ځکه ټول لاسونه پورته نیسي او د بخښنې او دعا غوښتنه کوي او د ښه ژوند درلودل او د ټولو ستونزو اوارول له بره غواړي.

زه هر وخت عذر او زارۍ کوم، چې د انسانانو تقدیر ښه وي، خو بیا هم د تقدیر په بدلیدو کې انساني واک اړین دی. هر شی چې پورته وي، د لاندینو غوښتنه ترې خدمت کول وي او هر لوړ پوړی چارواکی باید د لاس لاندې خلکو د خدمت وسیله وي.

زما ځای پاس دی، خو هېڅکله د ځان نه په ټیټو څېزونو تیری نه کوم. کوښښ کوم چې د برابرۍ څخه کار واخلم. په ټولو یو شان ورښت زما له خوا کېږي. زه ځان سوزوم، خو انسانانو ته میوې پخوم. ډېر خوراکي توکي خوړو ته چمتو کوم.

زه پورته یم او لاندې شیان راته واړه ښکاري، چې لامل یې زما څخه د دوی لریوالی دی. که یو انسان په جګ ځای ودرېږي، ټول انسانان ورته واړه ښکاري، چې په اصل کې دا ټول کوچني نه دي، د ده د سترګو دید دا غوښتنه نه کوي، چې دوی دې په هغه شان وګوري، لکه د نږدې چې یې ویني. ځینې انسانان مې ولیدل، چې لوړ ځای ته ورسېږي، د لاس لاندې خلک ورته کوچني ښکاري، سره له دې چې په ډېرو ټیټو چوکیو مې پوهان او په ډېرو لوړو چوکیو مې ناپوهان ولیدل.

زه یو مخ لرم او ډېری وخت شین وي، خو ستا په دربار کې ډیر کار کوونکي د سیکې په شان څو مخونه لري. زما زړه د انسانانو د نا وړو  کړنو شین دی. 

زه په یو حال ولاړ یم، خو په تاسو کې په یو حال لږ خلک پیدا کېږي. کله کله زه په یو حال نه پاتې کېږم، کله وریځ او کله لمر شم، خو ستاسو ډېر انسانان هم په یو حال نه دي، کله د جومات په کونج کې ناست نصیحتونه کوي، د شپې د شرابو پیالې ډکوي او سبا پر حرامو اخته او د بې وزلو بډې اخلي. زه چې په یو حال نه یم، دلیل یې دا دی، چې زما واک له ما سره نه شته، خو ستاسو واک له تاسو سره دی، نو بیا ولې؟

کله چې انساني ستونزې وګورم، زړه مې ګډو وډ شي، د مخ شین رنګ مې په تور رنګ واوړي، چغې وهم، زما له چغو ماشومان ویریږي او کله کله ناپیدا شویو ماشومانو ته زما له قهره بېلابېلې ستونزې پیدا کېږي، نو له سترګو مې اوښکې د چټک ورښت په شان وبهيږي، خپل درد او غم په همدغو اوښکو لږوم، چې کله ډېر وژاړم، نو زړه مې ارام شي او بیرته خپل رنګ اوړوم او خپل عادي حالت ته ګرځم. زما ژړا ستاسو په حال او ستاسو په نا وړه چارو ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب