جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بهر نیو چارو وزارت: د سیمې هېوادونه د طالبانو له ظلمونو...

د بهر نیو چارو وزارت: د سیمې هېوادونه د طالبانو له ظلمونو ناراضه دي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۱) بهرنیو چارو وزارت: د سیمې او نړۍ هېوادونو استازي په هېواد کې د لوړې کچې له تاوتریخوالي راضي نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېره اونۍ کې د سولې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په موخه دوه غونډې وشوې چې شاخوا د ۴۰ استازو هېوادونو استازو پکې برخه اخیستې وه او له طالبانو یې غوښتي څو د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

ګران هېواد وايي د طالبانو په بریدونو کې نه دا چې کموالی راغلی بلکې تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی.

ده وویل د تاوتریخوالي کموالی د هوکړې یوه برخه ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ پرې لاسلیک شوی دی.

د هغه په خبره د سیمې او نړۍ هېوادونو له طالبانو غوښتي څو خپلې ژمنې پوره کړي ترڅو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره لاره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې طالبانو ۶۸ ملکي وګړو ته په ۱۶ ولایتونو کې مرګژوبله اړولې ده او لا هم د بې ګناه ملکي وګړو مرګژوبلې ته دوام ورکوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره اونۍ د ناټو له ملکي سفیر سره په لیدنه کې ویلي وه، چې طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او له افغان دولت سره مخامخ خبرې یې ځنډولي دي.

تر دې وړاندې ویل شوي وه چې بین الافغاني خبرې به په روانه میلادي میاشت کې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب