جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهله کورونا وايرس څخه يو روحي درس | ډاکټر ماريا خان

له کورونا وايرس څخه يو روحي درس | ډاکټر ماريا خان

ژباړه: حامد مشواڼی 

په دې ورځو کې چې کورونا وايرس ټوله نړۍ نيولې، ماښام څکالی ډېر مشهور شوی دی، ځکه يوه انګېرنه دا هم ده چې شونې ده دا وايروس له ماښام څکالي-شب پرک څخه انسان ته انتقال شوی وي. د کرونا له دې وبا څخه چې ټوله نړۍ يې له بحران سره مخ کړې او د نړۍ ډېر شمېر ښارونه د دې وايروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره تړل شوي دي، ډېردرسونه 

زده کولی شو. 

ساينسپوهان يوې خبرې ډېر حيران کړي هغه دا چې خطرناک وايروسونه چې کله د ماښام څکالي بدن ته داخل شي، نود هغوی په بدن هېڅ بدې اغېزې نه پرېباسي. هغه وايروسونه چې د انسان په ګډون د نورو حيواناتو لپاره ډېر مرګوني او خطرناک بلل کېږي، کله چې د ماښام څکالي بدن ته داخل شي، هلته هېڅ يا هم ډېرې لږې بدې اغېزې لري. څېړونکي په دې لټه کې دي چې د دې لامل پيدا کړي چې ولې په ماښام څکالي باندې دا مرګوني وايروسونه ډېره بده اغېزه نه لري، چې شونې ده هماغه ميکانيزم د انسانانو د تداوي لپاره هم وکارول شي. په دې اړه په يوه څېړنه کې ويل شوي چې دا په دې پورې اړه لري چې د ماښام څکالي بدن وايروس څنګه کمزوری کوي. دا راز د ماښام څکالي په الوت کې دی. ماښام څکالي وزر- لرونکي حيوانات دي چې د شپې له خوا په هوا کې د ډېر ډېر وخت لپاره الوزي. دا پياوړی الوت د ماښام څکالي د بدن ميتابوليزم زياتوي. بالاخره دا سخت الوت د ماښام څکالي بدن ته زيان اړوي، دا د ماښام څکالي په بدن کې يو ډول کيمياوي مواد توليدوي چې د ماښام څکالي د ژوندي پاتې کېدو او وظايفو ترسره کولو ته زيان رسوي؛ خو دلته يوه بله اهمه نکته ده. د ماښام څکالي بدن داسې طريقې او ميتودونه خپل کړي دي چې دا زيان لرونکي کيمياوي مواد چې د سخت الوت له امله توليدېږي، کنټرولوي او دا هغه لارې او ميتودونه دي چې يوه بله ګټه هم لري، دوی ډېره مهمه ګټه لري او له خطرناکو او مرګونو وايروسونو څخه د ماښام څکالي په ژغورلو کې ډېره مرسته کوي. 

دلته مونږ د ماښام څکالي له بېلګې څخه د ژوند يو مهم اصل زده کوو چې دا څنګه کولای شي د خطرناکو وايروسونو له حملو څخه خپل بدن وژغوري. دا پياوړی الوت د دې ماښام څکالي د ژوند مهمه برخه ده، که څه هم دا د ماښام څکالي په بدن بدې اغېزې لري. خو کله چې د ماښام څکالي بدن دې بدو اغېزو ته غبرګون ښيي، دا له يو لړ پرمختللو ميکانيزمونو څخه کار اخلي چې د دې د بدن د پياوړتيا لامل کېږي او دا پياوړتيا بيا له مرګوني او ناروغي پيداکوونکو وايروسونو څخه د ماښام څکالي بدن ژغوري. 

مونږ په ژوند کې ځينې وخت له داسې حالاتو سره مخ کېږو چې مونږ ته په فزيکي او اروايي ډول تکليف راکوي، مونږ داسې انګېرو چې مونږ د دې بدو حالاتو له امله په ستونزو کې ډوبېږو، خو قران کريم په دې اړه وايي: «لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْ کَبَد» 

ژباړه: بېشکه موږ انسان په ستونزو او تکليفونو کې پيدا کړی دی. 

د طبيعيت همدا قانون الله تعالی د دې لپاره جوړ کړی دی چې په دې ستونزو او تکليفونو مونږ پياوړي او مقاوم کړي.

کله چې درباندې سخت وخت راشي، الله د دې په وسيله په تا کې يوه بله وړتيا پيدا کوي چې تا مخکې نه درلوده. د دې لپاره چې ذهن مو ښه تېز شي او وړتيا مو زياته شي، موږ بايد له ستونزمنو حالاتو تېر شو. دا ستونزې زمونږ نوښتونه او نبوغ راسپړي کوم چې له مونږ سره په راتلونکي ژوند کې مرسته کولای شي څو له ډېرو سختو سختو حالاتو سره په اسانه تعامل وکړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب