Homeخبرونهافغانستان د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته هم تریشل ماشینونه صادروي

افغانستان د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته هم تریشل ماشینونه صادروي

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: په ننګرهار کې د جاوېد افغان شرکت وايي، د دوی له لوري جوړ شوي ترېشرونه په لومړي ځل تاجکستان ته صادر شوي دي او راتلونکي کال ته به یې ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان ته هم واستوي.

د یاد شرکت مشر تور ملنګ شګیوال وايي،  ۱۲ ترېشر ماشینونه‌یې چې غنم له بوسو بېلوي، تاجکستان ته استولي دي.

د شګیوال په خبره، په تاجکستان یې هر ماشین په ۲۰۰زره افغانۍ پلورلی دی او د دې ماشین الاتو ۷۵ سلنه خام مواد د افغانستان خپل دي: ((د یاد هر تهریشر وزن ۱۷۵۰ کیلو ګرامه دی چې هر یو یې ۲ دوه سوه زره افغانۍ قیمت لري چې څلور یې یو ځل او اته نور یې د دویم ځل لپاره یاد هېواد ته صادر شول.))

ښاغلی شګیوال زیاتوي: (( موږ د اوسپنې د ویلي کېدو فابریکه لرو چې د دې ماشین الاتو پرزې جوړوي او پاتې پرزې له چین او ترکیې واردوو.))

دی وايي، اوس‌مهال یې خپل تولیدات د هېواد ګڼو ولایتونو ته لېږلي او په ګڼو ولایتونو کې خلک د دوی له تولید شوو ترېشرو څخه کار اخلي: (( هڅه کوو چې په راتلونکي کال کې خپل تولیدات ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان ته واستوو او هم خپل کورني بازارونه خپل کړو.))

په ننګرهار کې د جاوېد افغان په نامه شرکت د اوسپنې د ویلي کېدو د فابریکې ترڅنګ د غنمو، جوارو او نورو کرنیزو برخو کې ماشینونه جوړوي او اوس یې بهرنیو هېوادونو ته هم استوي.

1 COMMENT

  1. د خوشخالی زیری دی چه مونږ افغانان د خپلو تولیداتو خاوندان شو۰
    وطنوال باید هوشیار وی چه پاکستانیان د افغان په نامه کومه لوبه جوړه نه کړی۰

    تل دی وی سرلوړی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...