جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه جبل السراج کې د ۲ نجونو مړي وموندل شول

په جبل السراج کې د ۲ نجونو مړي وموندل شول

تاند (شنبه، د جوزا ۳۰) د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي کې د دوو نجونو مړي، چې په مرموز ډول وژل شوې، موندل شوي دي.

د پروان د والي ویندویه وحیده شهکار وايي، پولیسو تېرماښام د دغو دوو نجونو مړي د جبل السراج ولسوالي په تګلر سیمه کې وموندل.

اغلې شهکار وویل چې تراوسه پورې پولیس نه پوهېږي چې دا نجونې څوک دي یا د کومې سیمې دي خو تحقیقات یې پیل کړي دي.

د نجونو مړي د چاریکار دوه سوه بستري روغتون ته وړل شوي دي.

تراوسه د هغوی د وژل کېدو په تړاو څوک نیول شوي نه دي او نه د هغو د وژل کېدو د انګېزې په اړه څه ویل شوي دي.

په افغانستان کې د ناموس په نوم نجونې او ښځې وژل کېږي خو د پروان د جبل السراج په شمول په یو شمېر سیمو کې نامسوله وسله وال ډېر دي او دا کسان له ناموسي تېریو رانیولې تر وژنو پورې په راز راز جرمونو تورن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب