Homeخبرونههرات: د اکسیجن فابریکه کې اورلګېدنې مالي او ځاني زیان اړولی

هرات: د اکسیجن فابریکه کې اورلګېدنې مالي او ځاني زیان اړولی

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ارغوان په نامه د اکسیجن د تولید یوه کار خانه کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده.

دهرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي، دغه اورلګیدنه تیره شپه د اکسیجن د یوې ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې دوه ۲کسان ټپیان شوي دي.

د هرات د کانونو او صنایعو رئیس حمیدالله خادم رسنیو ته ویلي چې ددغې اورلګیدنې له امله یادې کارخانې ته شاوخوا ۲۰زره ډالره زیان اوښتی دی.

نوموړی زیاتوي، هرات کې د کورونا ویروس د ناروغانو لپاره د اکسیجن برابرولو کې یادې کارخانې مهم رول درلود چې اوس تر ډیره له کاره لویدلې ده.

د یادونې وړ ده چې دا مهال هرات ښار کې د اکسیجن د تولید درې فابریکې فعالیت لري چې نږدې ۳میلیونه ډالر پانګونه پکې شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...