Homeخبرونههلمند: طالبانو په یو کمین کې د افغان ځواکونو دوه قومندانان وژلي

هلمند: طالبانو په یو کمین کې د افغان ځواکونو دوه قومندانان وژلي

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: د هلمند نهرسراج ولسوالۍ کې تېره شپه له طالبانو سره په جګړه کې دوه لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي، دغه چارواکي له خپلو ځواکونو سره د طالبانو په کمین اوښتي وو.

سرچینه وایي په دغه جګړه کې د ۲۰۵ میوند قول اردو د څلورمې لوا رئیس ارکان محمد ظاهر توربای او د سرحدي پولیسو د دریم کنډک قومندان محمدجان خپلواک له ۵ نورو امنیتي سرتیرو سره ژوند له لاسه ورکړی.

طالبانو د دغه خبر په تایید سره ویلي دي چې د هلمند مرکز لښکرګاه او نهرسراج ترمنځ دکوچيانو په سيمه کې تېره شپه
یې دولتي ځواکونه په کمین کې واوښتل او د ډګرمن محمد ظاهر توربای او د سرحدي لوا د دریم کنډک رئیس ارکان محمد جان خپلواک په ګډون لس تنه سرتیري کې ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...