Homeخبرونهبزګران: د میوو حاصلات مو زیات خو حکومت ورته بازار موندنه نه...

بزګران: د میوو حاصلات مو زیات خو حکومت ورته بازار موندنه نه کوي

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: د ننګرهار چارواکي وایي چې سږ کال ددغه ولایت په شپږو ولسواليو کې پر ۳ زره هکتاره ځمکه هندوانې کرل شوې چې د تېر کال په پرتله يې حاصلات لس سلنه زيات شوي دي.

د دې ولایت د کرنې او اوبو لګولو رییس انعام الله صافي له تاند سره په خبرو کې وویل چې نه یوازې سږ کال په دغه ولایت کې هندواڼې بلکې د نورو تازه میوو حاصلات هم زیات شوې دي.

بل لورته د بلخ او خوست ولایت ولایت بزګرانو شکایت کړی چې حاصلات ډېر دي خو حکومت یې د بازار موندنې لپاره هیڅ هم نه دې کړي

دغه بزګران وايي، که له یوه پلوه یې حاصلات ډېر شوي خو بلخوا د دوی د کورني اقتصاد په برخه کې څه بدلون نه دی راغلی.

د بزګرانو په خبره، د ځمکې له سر نه تر مارکېټه پورې باج اخیستل د دوی ګټه کموي او که باج اخیستونکو ته پيسې ورنه کړي تازه مېوې به یې له منځه لاړې شي.

له دې وړاندې د فراه ولایت بزګرانو هم څو ورځې پرلپسې خپلې کرلې هندواڼې د فراه مرکز په سرکونو وغورځولې چې د بازار له نه شتون یې سر ټکولو خو حکومت بیا ژمنه وکړه چې حاصلات به یې نظامیانو ته د خوراک لپاره واخلي
د بزګرانو د تازه شکایتونو په اړه حکومت او د سوداګرۍ خونو تر اوسه څه ته دې ویلي.

بزګران په داسې حال کې دغه شکایتونه کوي چې د کورونا وېروس له امله ګرځبندیز او محدودیتونو هم بزګرانو ته ستونزې پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...