تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د سټیفانو پونتي کورفو وایي کرونا ویروس د افغان سولې بهیر له ستونزو سره مخ کړی.
سټیفانو پونتي کورفو ویلي، د افغان سولې بهیر د دواړو لوریو د مرکچي پلاوي ځینې غړي په دې ناروغۍ اخته شوي دي او دا به دا پروسه له سختو ستونزو سره مخ کړي.
د افغانستان لپاره د ناټو دغه نوی ټاکل شوی ملکي استازی وايي، کرونا ویروس د ټولنې د نورو اړخو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسه هم اغېزمنه کړې ده.
دی وایي، که څه هم دې ویروس دا پروسه له ستونزو سره مخ کړي خو دا ستونزه به د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د کوم ژور بدلون سبب نه شي.
د ښاغلي کورفو په وینا: (( له افغان حکومت سره یې په دې تړاو خبرې کړي او هغه څوک چې په دې ناروغۍ اخته دې له قرنطین وروسته به د قطر مرکز دوحي ته د سولې خبرو لپاره لاړ شي))
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی د سټیفانو پونتي کورفو د کرونا ویروس ناروغۍ له کبله د سولې پروسې د اغېزمنېدو خبرې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې تېره پنجشنبه په یوه نوې څېړنه کې ویلي، چې د کرونا ویروس وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې لپاره روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی.
افغان حکومت هم دا تاییدوي چې کرونا ویروس د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې ټکنۍ او له ستونزو سره مخ کړي دي.
له دې وړاندې د امریکا چاپ فارن پالیسۍ خپرونې د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه خبر ورکړی و، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ښايي د کرونا ویروس له امله مړ شوی وي
خو وسلوالو طالبانو بیا دغه خبر رد او د خپلو غړو او مشرانو د روغتیا ډاډ یې ورکړ.