جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهښځینه رهبرانو ته د افغان ښځو لیک: طالبان د ښځو په تړاو...

ښځینه رهبرانو ته د افغان ښځو لیک: طالبان د ښځو په تړاو نه دي بدل شوي

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: یو شمېر افغان سیاستوالو مېرمنو د نړۍ پر ښځینه رهبرانو غږ کړی دی چې په سوله کې د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره ورسره څنګ په څنګ ودرېږي.

دغه مېرمنې چې له ۳۴ ولایتونو راتولې شوې دي په یو سرخلاصي لیک کې یې د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي، د کانګرس له مشرې غړې این واګنر، سفیرې کیلي کرافټ، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او د ناروې لومړۍ وزیرې ارینا سولبرګ ته لیکلي چې افغانې مېرمنې د خپلو حقونو له لاسه ورکولو ته اندېښمنې دي.

په لیک کې راغلي چې د سولې په پروسه کې د دوی د حقونو خوندیتوب برعکس داسې نښې ویني چې یو وار بیا به د ټولنیزو بې عدالتیو ښکار شي.
په لیک کې راغلي چې طالبانو پخوا هم له دوی څخه حقونه اخیستي وو او اوس هم دوی اندیښنه لري چې د مذاکراتو د دغه مهم لوري یعني طالبانو لیدلوری به څه وي: (( ستاسې په هیوادونو کې د ښځو لپاره ډېر عادي شیان لکه کور ته ډوډۍ ګټل، په ورځنیو کارونوپسې له کوره وتل، پارک ته وتل او نور هغه څه دي چې موږ ډارېږو د دې حق به هم راڅخه واخیستل شي.))

په دغه لیک کې راغلي طالبانو د ښځو په تړاو خپل نظر نه دی بدل کړی او دا ډله لا هم تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې له ښځو سره ظلم اوزیاتی کوي.
افغانو مېرمنو تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د قطر د امیر مېرمنې ته هم جلا جلا لیکونه استولي وو چې د دوی حقونه دې د سولې په راتلونکي پړاو کې خوندي کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب