جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهافغانستان له ترکیې وغوښتل چې د طالبانو د تبلیغاتو مخه ونیسي

افغانستان له ترکیې وغوښتل چې د طالبانو د تبلیغاتو مخه ونیسي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۵) د ترکیې رستۍ وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له انقرې غوښتي چې د طالبانو د تبلیغاتو مخه ونیسي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې په یوه ویدیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، څو تنه لیدل کېږي چې د اختر په لومړۍ ورځ په ایاصوفیه ودانۍ کې د طالبانو بیرغ په لاس کې لري.

دا ودانۍ، چې موزیم و، په وروستیو ورځو کې په جومات بدله شوه. د ترکیې خلکو د اختر لمونځ هم په دې ودانۍ کې ادا کړ.

تر دې وړاندې یوه ورځ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې ۱۹ تنه افغانان یې په دې خاطر نیولي چې د اختر په لومړۍ ورځ یې د تهران په ملت پارک کې د طالبانو بیرغونه پورته کړي وو.

ایران وايي، د دغو کسانو له منځه یې ۵ تنه محبس ته لېږلي او نور افغانستان ته استوي.

د دوشنبې په ورځ لندن مېشت تروریستي ضد حپلواک څېړنیز مرکز په ټویټر کې یو شمېر عکسونه شریک کړل چې هغه بیرغ پکې لیدل کېږي چې طالبان یې د خپلې ډلې بولي.

دې ډلې د طالبانو د بیرغ د پورته کولو ترڅنګ د الله اکبر نارې وهلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب