ارواښاد استاد سعدالدین شپون
لنډۍ د پښتو تر هر لیکلي شعري دېوان نه د پښتنو د ژوند ښه ترجمانه ده، یا لږ تر لږه وه. کشکې زما نه کنګل وهلې پاتې وای. کشکې اوبو د نل مخ نه وای لېدلی چې کابل ته ان له پغمانه یا له کومې څا نه په کې رادرومي. ارمان چې د بټیو ډېرانونو اوکیمیاوي غوشایو سیندونه نه وای ککړ کړي. ارمان چې د ګنده ښارونو له مینځه نه تېرېدلی نو بیا به تر اوسه د جلالا اوبه خوږې وای. ارمان چې لاهم شین غړي منګي وای، نه پلاستیکي پنځه ګېلنه بېلرو نه. ارمان چې شاه لیلا د اوښ په کجاوه کې سپره وای، چې د بدخشان دشت ارم او د هندوکش او بابا اېلندون، د ګوماو او آبول کوچیاني بازارونه لا پاتې وای، کاروانیانو او ساروانیانو به هرګوره بي بي سي او د آزادۍ رادیو ته زړونه ښه کړي نه وو؟ شپنو به د امریکا په کانکریټی تمبوانو کې څه بلاوې غوښتې، ایسته به یې چاودې تلې په ترخو سولېدې، ګوتې د غوږونو په پوڅکې پورې نیولي، مستو غړانګو به یې په غرو رغو کې انګازې کولی.
چې سیاست و، که وچکالي که کوم بل آسماني یا مځکنی آفت چې په ډایناسارانو هم راغلی و، سپاره راغلل که پلي، هغه دنیاګۍ یې زموږ له ښې واېستله، په وچ ډاګ یې پرېښودلو. ډاینا ساران ، دېوان او اور شیندونکي ښاماران خو ولاړل چې ولاړل، زموږ وار راغلی.
فرق دا دی چې موږ بنیادمان یو، د تباهۍ نه د بچ کېدو لارې را اېستلی شو. دا لار په فکر را وباسو، دا غر ضرور په سر لار لري، نورو پرګنو هم پرې مزلونه کړي. پښتنو ډېر متلونه پرېښي چې ځینې یې لا هم د نښې مینح ولي. یو د غله او مله دی چې که یو نه تښتي بل دې وتښتي. که شرایط ستا په مزاج نه برابرېږي، ته ځان ورسره عیار کړه.
++++++
د پښتنو لیکوالانو روښانه ستوري، بېنواڅه ښه فرمایلي چې: یا له غرونه ښکته شه+ یا غرونه ښارونه کړه. سخ د هغو چې تیارښکته شوي نن ورځ عیشونه کوي، وطن کې یا له وطنه بهرد بې ننګۍ کشکول په غاړه ګرځوي ډک یې راوړینه. خاورې د ولس په سر شوې چې لا په خپلو زړو انګېرنو او ارزښتو نو کې ایسار پاتې دي، که شپون و ،اوس بې رمې بره لېوانو ته پرېښې دي که کاروانی دی اوښان . یو هم نه ګرموم، کسر په هغه بدلون کې دی چې چاپیریال یې درپچال کړ.
بهیروال ، بلکه د پښتنو لیکوالو اکثریت په ما غوسه دي چې شعر ته رغبت نه ښیم. تاند کې هم راته بد وايي او هغه ورځ مې د پاړسکو په ادبي بنډار کې د رومي مولینا، بېدل او ځینو نورو شاعرانو په هکله وویل چې دا قیمتي آثار داسې ګلالي دي، لکه قدیمي چیني باب، یا په مریو جړاو شوې رنجلومې او ګنډونه ، اوس د نندارتون سره ښايي، چې مازې ورته ګورو، خوند ترې و اخلو.
د جهاد په کالونو کې افغان ملتیانو د باباګانو د زنګنې تورې، تبرګي او حتی یوه خوګیاڼیوال له توره ډال سره یوه اسلامي تنظیم سره یو ځای کېدل غوښتي وو خو دا یې هم ویلي وو چې زموږ پاڅون سوچه ملي دی. حزب اسلامي والا د نر زوی، شپیه ټول حلال کړي وو.
چې ما یوه ورځ انتقاد ورباندې وکړ هغه وخندل، چې موږسره کلاشنکوفونه، هاوانونه او سام ډوله میزایلونه وو چې د هغوی د سېلاوو او تبرګي سره یې قافیه نه جوړوله.
اوس چې زه خپلو شاعرانو او ناثرانو ته ګورم، زیات شمېر یې هماغه د باباګانو هو بهو پېښې کوي . زه خپله هم د باباګانو آثار لولم، خوند ترې اخلم. خو چې لیکل کوم، کوشش مې دا وي چې د خپل و خت تخیل، سمبولونه او ارزښت وکاروم. د باباګانو د لاس پاتې تحفې د تبرک په شان په ورېښمینو د سمالونو کې ساتم. دا ما ته د زړه زور رابښي چې ګوره که زه هم لوستونکو ته یوه نیمه د کار خبره ولیکلی شم.هغوی په خپل عصر کې پښتو او پښتانه وپالل، تر موږ یې را ورسول، موږ لره بویه چې په خپل عصر کې یې بل کول ته ورسوو، هغوی د خپلې زمانې مخکښان وو، موږ د خپلې زمانې سره، لږ تر لږه انډول خو وساتو. که اوس هم موږ ګودر او د اوښ کجاوې یادوو، نو لږ تر لږه هغه الوتکې هم یادې کړو چې موږ ورکې تښتېدلي یو، هغه لېپ ټاپ چې موږ ورکې چیټونه کوو.
ادبي ژانرونه هم زوکړه او مرګ لري. زما اټکل دا دی چې د قصیدې په شان، لنډۍ د ژانر په حیٍث مخ په زوال که نه وي مخ په ځوړ روانه ده، خیر که بیا یاران را ته په غوسه شي.
یو وخت ما خپله په یوه منلي شاعرانتقاد کړی و چې له ځانه یې لنډۍ جوړولې.
خطا وتلی وم. که نوې جوړې نشي دا ژانر مري. خو زما لویه اندېښنه دومره شکل اولوښی ته نه ده لکه هغه نګولی چې لوښي کې اچول کېږي. اصلي انتقاد مې هم په همدې موجوده سلاتې دی چې لیکوال یې د ناول، هایکو، لنډې کیسې او شعر په نومونو لوستونکو ته ورکوي. د دیالوګ، اډانې، تلوسې…… د خدای پنډ نوروپارسي او لاتیني نومونو دڼۍ پرې ږدي، بربنډتیا ورسره اغږي، ګویا لوستونکو ته یو قسم پت ګواښ هم کوي چې زه تر تاسو په عصري مفهومونو ډېر پوهېږم. پوهه دې اور واخله، شهرت دې خاورې شه، خو یو داسی شی ولیکه چې هم خوند ولري، هم د موجودې ټولنې رښتونی ترجماني وکړي، هم بل چا نه وي لیکلی، نوی وي. باسي نه وي. د« ګټور» شرط مې ځکه کښینښود چې بیا د ايډیالوژۍ تبلیغات را لمبر نه کړي . هغه برخه دې مقالو او تحلیلنامو ته پاتې وي. زما خبره ادبیاتو ته متوجه وه، منظوم او منثٍور هنر ته.
د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د سپټمبر په ۱۳ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.