جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ ته نیږدې رسنۍ: ط له هند سره پوځي او...

د پاکستان پوځ ته نیږدې رسنۍ: ط له هند سره پوځي او دیپلوماتیک تړونونه لاسلیک کړي دي

تاند:( سې شنبه، د کب ۲۳) د پاکستان پوځ ته نیږدې خپرونې “ایکسپریس ټریبیون” په یوه راپور کې ویلي، چې په کابل کې د هند سفارت له طالب رژیم سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې دیپلوماتیک کارکوونکي او نور لوړ پوړي افغان چارواکي په انلاین ډول ډیپلوماتیکې زده کړې ترلاسه کوي.

دغه پاکستاني رسنۍ د سرچینو په حواله ادعا کړې، چې دغه تړون به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلاف لامل شي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان واکمنې ادارې له دې مخکې د هند له دفاع وزارت سره یو بل تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې یې یوه ډله افغان پوځي افسران په هند کې روزل شوي او د دغو افسرانو دویمه ډله لا هم په روزنه بوخته ده.

د افغانستان واکمنې ادارې تر اوسه له هند سره د پوځي او دیپلوماتیکو تړونونو د لاسلیک کېدو راپورونه نه دي تایید کړي او نه یې هم رد کړي، خو تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب له هند غوښتي وو چې له ډیپلوماتیکو اړیکو وروسته په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

نوموړي دا هم ویلي وو، چې د دواړو خواوو تر منځ بايد دفاعي او پوځي اړيکې  ټينګې شي.

3 COMMENTS

  1. ښه کار ته به ښه کار وایو او بد کار ته به بد کار وایو. که دغه تړونونه لاسلیک شوی وی ښه کار یی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب