جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل ته ۴۰ میلیونه ډالره بشري مرسته ورسیده

کابل ته ۴۰ میلیونه ډالره بشري مرسته ورسیده

تاند:( سې شنبه، د کب ۲۳)   د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې د بشرپاله مرستو ۴۰ مېلیون ډالري کڅوړه نن کابل ته را ورسېده.

د بانک د اعلامیې له مخې، دا مرسته په کابل کې یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوه.

 طالبان او ملګري ملتونه معمولاً د دغو نقدي مرستو د مصرف د څرنګوالي په اړه جزیات نه ورکوي.

د طالبانو منتقدین ادعا کوي، چې دا مرستې د طالبانو د رژیم د بقا لپاره کیږي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې یادې پیسې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د بشري مرستو د ترسره کولو لپاره دي.

له دې سره باور دا دی، چې افغانستان ته د ډالري کڅوړو راتګ که د هر هدف لپاره وي، د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره یې مهم رول لوبولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...