دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد حاکم رژیم له لوري د بشري حقونو د نقض راپورونه زیات...

د حاکم رژیم له لوري د بشري حقونو د نقض راپورونه زیات شوي

تاند:( سې شنبه، د کب ۲۳)  په وروستیو ورځو کې د افغانستان له مختلفو سیمو د طالبانو د حاکم رژیم له لوري د مخکینیو افغان ځواکونو او عامو خلکو د وژلو، شکنجې او نیونو خبرونه زیات شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې له خوست، پکتیکا، زابل، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو څخه بېلا بېلې ویډیوګانې او عکسونه خپاره او ادعا شوې، چې په ویډیو ګانو کې ښودل کیدونکي شکنجه شوي کسان د افغانستان د جمهوري نظام امنیتي او دفاعي ځواکونه دي.

د دوی د شکنجې پړه پر طالبانو اچول شوې او د دې ترڅنګ طالبان د ځینو نورو کسانو په شکنجه کولو تورن شوي.

په ننګرهار کې بیا د حاجي راج ولي په نوم د یوه وژل شوي صراف ورور ادعا کړې، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې یې ورور دوه اونۍ مخکې بیولی او څو ورځې مخکې یې جسد ور سپارلی.

هغه له طالب مشرانو د دغې پېښې په اړه ځواب غوښتی او ویلي، چې د قیامت په ورځ به د طالبانو مشران له ګرېوانه نیسي.

طالب ویاندویان په عمومي ډول د بشري حقونو نقض او په خاص ډول د مخکینیو پوځیانو نیول او وژل ردوي، خو خلک بیا- بیا د نیول شویو او وژل شویو کسانو د عکسونو او د شکنجې د ځینو ویډیوګانو له خپرولو سره طالبان په دې اړه په دروغ  ویلو تورنوي.

د بشري حقونو د یو شمېر نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې هم طالبان په دې اړه پړه ګڼل کیږي، خو طالبان پر دوی هر ډول تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب