Homeخبرونهد کډوالو نړیوالې ادارې پکتیا کې ۱۲۵۰ کورنیو ته د لمریزې بریښنا...

د کډوالو نړیوالې ادارې پکتیا کې ۱۲۵۰ کورنیو ته د لمریزې بریښنا وسایل ورکړل

تاند:( سې شنبه، د کب ۲۳)  په پکتيا کې تر زرو زياتو کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرسته وشوه.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، یاده مرسته د  (UNHCR) ادارې له لورې ترسره شوه، چې ورسره به د خلکو د بریښنا د نشتوالي ستونزه تر یوې اندازې حل شي.

ویل شوي، چې د يادو کورنيو سروې مخکې د طالبانو د رژیم د کډوالو چارو ریاست کړې وه.

له دغې سروې څخه وروسته ، هرې کورنۍ ته د لمريزې برېښنا دوه دوه تختې سره د وسايلو ووېشل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...