شنبه, جولای 27, 2024
Home+د مصرتاریخي سفرنامه| استاد شهسوارسنګروال 

د مصرتاریخي سفرنامه| استاد شهسوارسنګروال 

۲ومه برخه

له موزیمه ترامام حسینه

د موزیم په لومړني ستر دالان کې دپنځوستروفرعونیانوډبرینې،ولې داسې سترې سترې مجسمې، د چا خبره لکه د ناوکۍ غر چې توږل سوی وي ځاې پرځاې وې او په داسې ډول ځاې پر ځاې سوې وې،چې هرسیلانی ورته ګوته په خوله و .

د دې دهلېز ښي پلو ته زینه وه اوله دې لارې دویم پوړ ته وختم هلته هم یوشمېر لوې او وړې مجسمې وې،خو بیاجوخت ښي لورته یوبل اوږد دالان غوځېدلی و،چې کله ورتاو سوم ومې لېدل،چې ګڼ سیلانیان له یوه تابوت نه راتاو دي اوهرڅوک کوښښ کاوي ،چې دلیدلو لپاره ګڼې ګوڼې نه  ککره ورننا باسي …

ماهم ځان ورساوه اوومې لیده چې  دوه فرعونیان یوبل ته دیو متر په فاصلې په تابوتونوکې مومیایي شوې،روغ رمټ ،چې ان دسر ویښتان یې هم امانت ووایښودل شوي ول .

 لومړنی مومیایي شوی فرعون« یویا » نومېده،چې په۱۴۰۰مخزیږدي کال یانې له اوس نه درې زره څلورسوه درویشت (۳۴۲۳) کاله دمخه تېر شوی دی، د۵۰او۶۰کالو ترمینځ ومړ،چې بیا مومیا کړی شو .کیڼې خواته دده میرمن « ثویا »نومېده هغه هم په ورته بڼه مومیايي شوې وه اوکوم ډبرلیک چې ما ولوست دواړه په یوه عمرمړه شوی دي…!؟

مصریوافریقايي هېواد دی او کله چې موږ دافریقا د لرغوني تاریخ پاڼې اړوو،داسې بېلګې موندلی شو،چې کله به یوواکمن ومړ، نومېرمن یې هم ورسره ژوندۍ ښخوله چې په هغه نړۍ کې هم دده په چوپړ کې وي .

ښایي د«یویا» او« ثویا » دمرګ داستان هم سره ورته وي او یا نه وي ،خوداچې په یوه عمراویومهال مړه شوي اومومیایي سوي دي داډول پېښې لږې پېښېږي .

ددالان کیڼ لورته یوبله ډبرینه مجسمه هم وه چې دی یې دمرګ رب النوعه باله او۹۹۱ مخزیږدي کال چې تر اوسه پورې پرې۳۰۱۴ کاله تېر شوی دی ترسترګو شوه ،چې دغه تن د« اوسیریس » په نوم نامتوو.

دې مجسمې ته په څو قد مي کې دوه نورې ډبرینې مجسمې چې په ځانګړي هنري مهارت جوړې شوې وې، دیوه نوم « امین مهات » وه چې درېیم فرعون یې باله اوده ته یې دنیل رود رب النوع

وایه او دژوند نېېټه یې په مخزیږدي(۱۸۱۳ -۵۹ ۱۸م ز) پورې یقیني دی .

له دغه ډبرینې مجسمې لس ګامه وړاندې دفرعونیانویولرغونی تابوت ترسترګو شو،چې له سپینوزرو جوړ و . تابوت ته څېرمه« دټوټا ن خا مون» ډبرینه مجسمه وه ،چې په ۱۳۳۶-۰۱۳۲۷مخزیږدي کال په شاو خوا کې تېر شوی دی .د«سینووسریټ » په نوم د دریم فرعون مجسمه،چې په ډبرلیک کې دده عمر۱۸۴۰-۱۸۷۸مخزیږدي په ګوته شوي دي اوځاې ناست یې دده زوې « ها مپو » یاد شوی اودده په څنګ کې دیوه لوړ رتبه چارواکي مجسمه هم ځاې پر ځاې وه،چې « امین هوټېپ » نومېده اودده دعمر نېټه ۱۳۵۰-۱۳۹۰مخزیږدي ښودل شوې ده .

همدارازپه لسګونوفرعونیانومجسمې اوتابوتونه دمصرپه ملي موزیم کې شتون در لود،چې موږ،دویم« رامسس » (۱۲۰۳-۱۲۷۹ م ز) ،مېرنټاه ، سینوسېراټ ، اګسټاس ، چې دده پلاریوناني اومور یې مصري وه . دپلارنوم یې هوریم هب و،چې په څلورمه مخزیږدي پېړۍ کې تېر شوی دی او یو مذهبي شخصیت و،دساري په توګه یادولی شو .

امون ، موټ ، خونسو،چې رب النوع یې د « مېن » په نوم نامتوو،هم ددوۍ ډبرینې مجسمې په دغه موزیم کې ځاې پر ځاې وې.

ددغو فرعونیا نو په لړ کې یو لرغونی فرعون « سا کارا »و،چې ۲۶۴۹- ۲۶۳۰مخزیږدي ترمینځ تېر شوی دی،چې له اوسه شاو خوا ۴۶۷۲ کاله تېرېږي ، دهغه وخت نامتو فرعون و.

په موزیم کې مې شاوخوا څلور ساعت تېر کړل، ښایي تریوه بریده مې دفرعونیانویوڅه تت اوڅرګند اړخونه انځور کړي او روښانه کړي وي ،خو بیا هم په دې تړاویوې غوښنې څېړنې ته اړتیاده .

کوم څه چې ماته ډېر موهم و،هغه په موزیم کې د یوشمېرهېروغلیف انځورونو شتون وه،چې دلیکدود بېلا بېلې بڼې په ګوته کولېله موزیم نه داسې مهال راووتم چې نور نوپه پښو کې شیمه نه وه پاتې اولمرهم له زوره غور ځېدلی واوخپلې وړانګې یې ورورو بېرته راغبرګولې اوغوښتل یې ځان دمه کړي او د غونډ ېیو ترشا پټ شي، چې زه دیوې ټکسي پر مټ هوټل ته راستون شوم.

دهمدې نېټې په ماښام چې دمصر په وخت اوه ۷بجې وې، په یوې سترې بېړۍ کې دنیل رود غېږې ته ورننوتو، په داسې حال کې چې کښتۍ دنیل غېږه کې سړکونه جوړول اود سین شوبادې دمخ کاسه را تخنوله اوبېړۍ هم ورورو دسفرتنابونه رالندول … چې دنیل نندارې ته تم او پښه نیولی شوم .

همدارنګه عربي موزیک هم ورورو غږېده او دغوږونوشپېلۍ را کړنګوله،چې بېړۍ خپل منزل ته ورسولواوبیا مو دماښام ډوډۍ هم په همغه کښتۍکې وخوړه … څوشېبې بېړۍ دنیل په هغه بله غاړه کې تم سوه اوبیا یې مخ راتاوکړ اوکښتۍ زموږ د سفررسۍ راکاږله.

داچې ویل کېږي نیل د مصرتحفه دی ، دارښتیاده اوداځکه چې دعاید ډېره برخه یې په کرهڼې اوکرکېلي ولاړه ده .

یومهال نیل خپل رب النوع درلود،په دې مانا چې دلرغونومصریانو لپاره دلما نځنې وړ و، اوس هم یوشمېرمصریان دغه دود پالي اوخپل ودونه دنیل غاړه کې دځانګړو دودونو له مخې سرته رسوي ،ولې داسلامي دود له مخې ، نه داچې تېرمذهبي رنګ اوخوندوپالي .

دشنبې ورځ د سهار ۸ بجې مخ په سکندریه وخوځېدم اوسکندریه هغه ښار دی، چې بنسټ یې دالکسا ندرسکندرله خوا ایښودل شوی ودایو تاریخي ښار دی،چې له انقرې نه ترهغه ښاره درې ساعته دموټر لاره ده اودا یوه ښېرازه سیمه ده اوتر ډېره بریده خلک یې په کرهڼه بوخت دي ، ولې بیاهم کلیواله بڼه یې دښاري ژوند په پرتله ډېره تته وه .

په لاره کې ځاې ځاې دخرما اونارنجو باغونه تر سترګوکېدل ،سره ددې،چې مصریوافریقايي هېواد دی، خو له اسیایي عربو سره په ډېرو کړو وړوکې ورته دی اواقلیم یې هم دمدیترانې له نورو هېوادونوسره نږدې دی .

سکندرپه ۳۳۲م زکال مصر ته له همدې لارې راننوت اوله دېنه شاو خوا څلور کاله وروسته

 افغا نستان ته را ورسېد ، ولې په مصر کې دخپل عد ت له مخې دسکندریه ښاربنسټ په داسې مهال کېښود،چې په دغه سیمه کې څو وړو وړوکلیو شتون درلود.

په دغه ښارکې ډېرلرغوني توکي ترسترګو شول،خوهغه څه چې ډیر موهم وهغه دیوه لوې کتابتون شتون و، چې بنسټ یې په ۲۸۸مخزیږدي کال ،له اوس نه۲۳۱۱کاله دمخه ایښودل شوی وو.

هغه چاچې ددې کتابتون بنسټ ایښی و« ډيمیټریس » نومېده،چې هغه مهال یې دکتابونو شمېر اووه سوه ۷۰۰ټوکو ته رسېده ، ولې اوس په دغه کتابتون کې دوه نیم میلونه«۲۵۰۰۰۰۰ » کتابونه موجود دي،چې دنړۍ دویم کتابتون ګڼلی کېږي ، ماڼۍ یې لس منزله ده،چې درې منزله یې ترځمکې لاندې او۷ پوړه له مځکې پاس دي.

په ۲۴۸مخزیږدي کال دغه کتاب خانه د« قیصر روم » له خوا وسوه ځول سوه،خودخلکو له خوا بېرته ورغول شوه ، خوپه ډېرې خواشینۍ چې په څلورمه میلادي پېړۍ کې بیا داور دلمبو خوراک شوه .

ددې کتابتون سرلیکونه هم لکه دنورولرغونو ځایونوپه څېرپه هېروغلیف لیک دود  کښل شويوو.

داچې سکندرددغه ښاربنسټ کیښود ومې ویل،چې څوکلي ودان ول اودماهیانودنیولوکارو با ر یې کاوو، ولې بیا هم دسکندرد دې خدمت په درناوي خلکو دی دمصروروستی « فرعون » وباله .  اوس ددغه ښارد اوسېدونکو شمېر پنځه میلونوته رسېږي ، چې بیا هم شمېر یې د قاهرې په پرتله څلور برابره لږ دی ، مانا داچې دمصردپلازمېنې قاهرې نفوس ۲۱میلونو ته رسېږي .

سکندرپه دغه سیمه کې یوه ښیښه یي ماڼۍ هم ودانه کړې وه ،چې په څلورمه پېړۍ کې دزلزلې له بابته له مینځه لاړه .

دهمدې لرغونواثاروپه لړکې ددویمې مخزیږدي(۲) پېړۍ یوه بله ستره ماڼۍ مې هم ترسترګوشوه ،چې رومیانو اباده کړې وه ، ولې ترډېرې مودې له لرغونپوهانو ورکه وه اوهغه مهال وموندل سوه چې یوخریانې مرکب ، چې په یوه څاه کې  وولېداوخلکو یې درایستلوهڅه وکړه ، وې لېده چې دلته یوه سلطنتي ماڼۍ شتون لري .

دلرغونپوهانوله کندونووروسته معلومه شوه چې دغې ماڼۍ درې پوړه درلودل،چې هم دناستې ځایونه پکې ول او هم به یی سلطنتي غړومړي دلته ښخول .

ددغې ماڼۍ په جوړولوکې دوخت دانجنرانو له نښو نښانومعلومېږي، ښا یي چې دغه ګډوله  ماڼۍ دانځورونواومجسموله مخې دیونانیاو،رومیانواومصریانوله خواجوړه شوې اورغاول سوي وي .

کله چې له دې ماڼۍ را ووتوپه څوکیلو متري کې مویوه بل لرغونی ځاې تر سترګو سو،چې یو وخت دیونا نیا نوتیاتر وواوپه یوې پر مختللې بڼې جوړ شوی واو دېته څېرمه درومیانودواک او ځواک په مهال هم دتیاترپوهنتون جوړشوی و،چې ان درسي خونې درلودې اوهم دلیلې سستم .

دسکندرې دښار بېلا بېلې لرغونې برخې مې ولېدې اوشاو خوا ترپنځو( ۵) بجو پورې هملته وم اوبیا له سکندرې وروسته قاهرې ته راغبرګ سوم .

دیکشنبې ورځ دسهار اته(۸) بجې یوې بلې تاریخي اوکلتوري سیمې ته لاړم،چې هلته دوخت ډېرې موهمې پېښې رامینځته سوې دي،چې موږ هغه دفا طیمیون (۹۷۲زیږدي ) ، دحضرت امام حسین دمرګ خونړۍ پېښه اودهغه بې تنې هدیره ،( چې یوازې ککرۍ یې پکې ښخه ده ،چې دامام حسین خوربي بي زینب له کربلا نه تر مصره دده بې تنې سر راورسوه ) ، دالاظهرپوهنتون اوادارې نه لید نه ،چې دوخت یوسیاسي اومذهبي مورچل  دساري په توګه یادولی .

لومړی هغه جومات ته لاړو،چې په ۹۷۲ میلادي کال دفاطیمینو له خوا له نن څخه ۱۰۵۱کاله دمخه اباد شوی واودپام وړ خبره خو داوه، چې دهغه وخت انجینرانوله خوا په ډېر مهارت جوړشوی و،خوستنې په کې پرېمانه وې، ولې اوس په کې یوه لویه مدرسه ده .

دې جومات ته مخامخ یوبل سترجومات ته ورغلو،چې دامام حسین پنوم نامتو و، خو ددې جومات په پرتله معاصرواودا ځکه چې دجمال ناصرله خوا ودان شویدی .

دېته یې دامام حسین جومات ځکه وېل ، چې دده بې تنې سر په کې ښخ واوددغې هدېرې  په دوه متريکې موې مبارک و، چې په ورته بڼه جوړ وو .

حسین بن علي دفاطمې دویم زوې و،دڅلورم اوپنځم لېږدي ترمینځ په مدینه کې وز ېږید ا و دده مشر ورور حسن،چې لومړنی نوم یې حرب چې وروسته داسلام ستر پیغمبر ورته «حسن »ووېل ،بیا دواړه وروڼه په«حسینینو» نامتو سول .

هغه وخت چې یزید دسلطنت په تخت کېناست حضرت حسین مخالفت وکړ اودعراق خلکو ده ته بلنه ورکړه چې عراق ته ورشي .

حضرت حسین چې کربلا ته ورسېد دعراق والي عبید الله بن زیاد له وسله والو سره مخ شو . دمحرم دمیاشتې په لسمه دهجري ۶۱ کال ،چې دمیلادي له ۶۸۰ سره برابره وه عمروبن سعد ابي وقاص دڅلورزره لښکر سره دهغه په ملګرو خونړی برید وکړ،چې په پاې کې حضرت حسین په ډېرې بېرحمۍ وواژه اوویل کېږي چې دده پرې شوی سرمصرته راوړل شو.

مصر خلک ده ته « امام » کلمهنه کاروي او« الحسین » یې بولي .یوازې شیعه مسلمانان د

« ۱۲»امامانوخبره کوي،چې له « اهل سنت» سره اختلاف لري.

داسې ډېراختلافونه په بیلا بېلومذهبي فرقوکې موجود دي،چې موږ په دغه ترڅ کې « سلفیان » او

« وهابیا ن » یادولی شو .

عبد الوهاب ، هغه څوک و،چې ترډېره بریده یې په احد یثوډېرټینګارکاوواوپلویان یې حدیث محوره واوددوۍ سیلان «سلفیان » بیا د سلف په نوم دقرانکریم احکاموته مراجعه کوي اوحال داچې «خلفایې راشدین » دقرانکریم اواحدیثوپه رڼا کې داسلامي ارزښتونو پخلی کوي اوحدیث دقرانکریم دایاتونوتفسیربولي .

خوداچې دمصر مسلمانان ټول سونیان دي ،دشیعه مسلمانیانو عقایدوته ډېر ژمن نه دي ، نوځکه خوامام حسین ته « الحسین » وايي !؟ دده له جومات اوهدیرې نه شاوخوا پنځه اولس کیلو متره  لرې د« بي بي زینب » اودېته څېرمه دبي بي سکینې قبرونو موقېعت درلود .

ورپسې دصلا ح الدین جومات ته لاړواوپه ډېر شانو شوکت اباد شوی دی ،چې ګڼشمېر سیلا نیان یې لیدلوته راغلي وو.

په همدې ورځ چې د سفروروستۍ ورځ مې وه يودبل پسې مې زر زردصلاح الدین ایوبي جومات اودهغه مهال دانجینرانووړتیا مې ولیده ورته حیران شوم … بیامې دقاهرې پوهنتون ولیده ، چې پېغلېو اوځوانانو پکې لیک ولوست کا وو.

موهمه خبره ځو داوه ، چې له هرچاسره به مخ شو، نوهمدا به یې ویل ، دوعا کوۍ چې زموږ هېواد چښتن تعالی له هرې بلا نه وساتي اوان داچې دقاهرې له پوهنتون نه راووتم اوبیا په ټکسي کې سفیر هوټل ته راغلم اوموټر وان ته مې ووېل ،چې زما سفر پایته ورسېد اوده په ډېرې عاجزۍ ووېل، زموږ هېوادته دوعا وکړۍ،چې تل ابادوي اوخلک یې سوکاله اوخوشحاله ژوند ولري .

ددوشنبې ورځ  دمارچ ۶مه دورځې ۱۱بجې له هّوټل نه راووتم اود قاهرې هوایي ډګر ته

 راورسېد م  اوبیا د لند ن په لور را وخوخېدم .

                                  تربیا ، درنو دوستان

1 COMMENT

  1. ښاغلی شهسوار صاحب ته ښه سفر غواړو. په خوږه ژبه ئی خوږه سفرنامه بیان کړی ده.
    د سکندرئی د سفر د پراګراف په دریمه کرښه کی اشتباهاً د قاهری پر ځای انقره لیکلی سویده البته دا یادونه می ځکه وکړه چی دا لیکنه به د ښاغلی شهسوار لخوا په اصطلاح د یادګار پتوګه خوندی وی نو اصلاح به ئی اړینه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب