شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهازبکستان د بې پيلوټه الوتکو له لارې افغان پوله څاري

ازبکستان د بې پيلوټه الوتکو له لارې افغان پوله څاري

تاند:( سې شنبه، د کب ۲۳)   د ازبکستان ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د ازبکستان سرحدي ځواکونو د دغه هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف ته وړاندیز کړی چې له افغانستان سره د ګډې پولې د څارنې لپاره دې له بې پیلوټه الوتکو کار واخلي.

راپور زیاتوي، چې دغه وړاندیز شوکت میرضیایف ته د مارچ په ۲۲مه له افغانستان سره په پوله په “ترمز” کې د ازبکستان د دفاع وزارت له روزنیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال کړی و.

د ازبکستان سرحدي ځواکونو له افغانستان سره پر ګډې پولې د «سرخان دریا» سیمې ته په دې سفر کې د دغه هېواد د پولو د څارنې لپاره د بې پیلوټه الوتکو د کارولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې د ازبکستان ولسمشر د دغه هېواد د ځواکونو د وړتيا په باب هم خبرې وکړې چې له UAV الوتکو څخه په پراخه توګه استفاده کوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د سیمې ډېری هېوادونه له افغانستان سره د خپلې ګډې پولې د نا امنه کیدو ادعا لري او وایي، چې د اندیښنو د رفع کولو لپاره یې له ګډې پولې څارنه زیاته کړې ده.

ازبکستان له  هغو هېوادونو و، چې داسې څرګندونې یې نه کولې، خو د طالبانو له لوري په بلخ کې د قوشتیپې کانال د جوړولو د چارو له پيل سره دغه هېواد هم ورته خبرې کړي، چې ځینې څارونکي یې د یاد شوي کانال د نه جوړولو لپاره د طالبانو پر رژیم سیاسي فشار بولي.

طالبانو ویلي، چې یاد شوی کانال جوړول او د آمو سیند له اوبو ګټه اخیستل د افغانانو حق دی او په دې اړه د چا خواشیني کیدو ته ارزښت نه ورکوي.

طالب چارواکو د افغانستان له پولې او خاورې د نورو هېوادونو اندیښنې رد کړي او د پولې د ښه امنیت ساتلو خبر یې ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب