پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد هند سفارت د طالبانو دیپلوماتانو ته روزنیز کورس پیل کړ

د هند سفارت د طالبانو دیپلوماتانو ته روزنیز کورس پیل کړ

تاند(سې شنبه، د حوت ۲۳ مه) ټایمز اف انډیا ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې هند له نن څخه په کابل د افغانستان (طالبانو) د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته د روزنې څلور ورځینی پروګرام پیل کړ.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه وايي چې دا خبره په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه یادښت کې کړې او ویلي چې په کابل کې به د هند سفارت د مارچ له ۱۴ تر ۱۷ پورې د روزنې پروګرام اجرا کړي.

د ټایمز اف انډیا پر اساس، دا ګام په دې خاطر مهم دی چې هند او د طالبانو سرپرست حکومت، چې له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی، غواړي چې په خپل منځ کې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي.

دا ګام یوازې یوه اوونۍ وروسته له دې پورته کېږي چې هند د ایران د چاه بهار بندر له لارې افغانستان ته غنم ولېږل.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ته یوې نژدې ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون د نامعلومو پاکستاني سرچینو په قول ویلي چې د هند د سفارت له لوري افغان دیپلوماتانو ته انلاین روزنه به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلاف سبب شي.

ورځپاڼې په عین حال کې ادعا کړې چې د افغانستان واکمنې ادارې له دې مخکې د هند له دفاع وزارت سره یو بل تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې یې یوه ډله افغان پوځي افسران په هند کې روزل شوي او د دغو افسرانو دویمه ډله لا هم په روزنه بوخته ده.

پاکستان د افغانستان د جمهوري نظام په مهال هم ادعا کوله چې هند په افغانستان کې ۱۲ کونسلګرۍ لري او دا دیپلوماتیک مرکزونه د دې لپاره جوړ شوي چې په پاکستان کې لاسوهنه وکړي.

پاکستان غواړي چې په سیمه کې هغه رول ولري چې بریتانیايي استعمار د هند په براعظمګي کې درلود. بریتاینايي ښکېلاک افغانانو ته اجازه نه ورکوله چې له نورو هیوادونو سره سیاسي اړیکې ولري او که غواړي چې له کوم بل هیواد سره اړیکې ولري باید د هند د بریتانیايي حکومت په خوښه او موافقه وي.

له بلې خوا ټایمز اف انډیا ورځپاڼه وايي، دا هیواد د یو شمېر دوستو هیوادونو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونه لري چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د تخنیکي او اقتصادي همکارۍ پروګرام له لارې اجرا کیږي.

په دې لړ کې د فبرورۍ په میاشت کې ۸۰ تنو افغان پوځیانو ته، چې د هند له بیلابیلو حربي تعلیمي ادارو فارغه شوي وو، د تخینکي او اقتصادي همکارۍ پروګرام له لوري د انګلیسي ژبې د زده کړو یو بل کورس وړاندې شو.

که څه هم په راپور کې یادونه نه ده شوې چې دا پوځیان هند ته کله لیږل شوي خو د تاند د معلوماتو پر اساس، دا پوځیان د پخواني جمهوري نظام په مهال د زده کړو لپاره هند ته استول شوي وو چې یو شمېر بېرته کابل ته راغلي او د طالبانو دفاع وزارت یې هرکلی کړی دی.

د پاکستان پوځ ته نیږدې رسنۍ: ط له هند سره پوځي او دیپلوماتیک تړونونه لاسلیک کړي دي

1 COMMENT

  1. دا نیک کار دی هغه وخت به د ګاونډی کونه وسوځي چي موږ د هند سره ښې اړیکي وه لرو او تر هندوانو دغه همسایه مو موضرهم دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب