پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکرزي بیا د ښځینه حقونو د تامین او ملي ډیالوګ غوښتنه وکړه

کرزي بیا د ښځینه حقونو د تامین او ملي ډیالوګ غوښتنه وکړه

تاند:( سې شنبه، د کب ۲۳)  د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد له یو شمېر مخورو او ځوانانو سره په لیدنه کې یو ځل بیا د ښځینه وو د حقونو د تامین او ملي ډیالوګ غوښتنه وکړه.

د کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي، په دغه کتنه کې سربېره پر دې چې په هېواد کې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وشوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، کرزي او د ناستې ګډونوالو د هېواد د ترقي او ځان بسیاینې لپاره تعلیم اړین وباله او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو غوښتنه وکړه.

دوی همداراز د ملي یووالي او اتفاق پر لاټینگښت ټینگار وکړ او په هېواد کې یې د تلپاتي سولې او ثبات د تأمین لپاره ملي دیالوگ ضرور وباله.

حامد کرزی او په هېواد کې مېشت یو شمېر نور سیاستوال بیا- بیا له طالبانو غواړي، چې بین الافغاني مذاکرات پيل او د ملي تفاهم له لارې هېواد کې اوسنی ناورین پای ته ورسوي.

1 COMMENT

  1. همدا ستا دورورولۍ برکتونه دی چی ټول افغانان يی توت ته وخیژول. یو خوا دی چغی وهلی چی لنډه غر او ملی خاینان می ورونه دی او هیواد ته ژمن دی پداسی حال کی چی د افغانانو په ناموسونو يی په رڼا ورځ تیري کول نور فساد، خیانتونه او چور چپاول خو پریږده. او بلی خوا دی چغی وهلی چی تالبان می ورونه دی او باید تر ارګ راورسیږي او ولس ورته ګلونه غاړی ته واچوي.
    نو هغه ستا ارمانونه چی ورونه دی واک ته ورسیږي ټول پوره شول. نور نو چیشي غواړی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب