جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد ط امنیه قومنداني: ننګرهار کې مو تېرکال ۱۸۵۵ تورن کسان نیولي

د ط امنیه قومنداني: ننګرهار کې مو تېرکال ۱۸۵۵ تورن کسان نیولي

تاند:( سې شنبه، د کب ۲۳) د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز نن په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې  جنايي مديريت یې تېر کال د وژنې، غلا، زنا، لواطت او داسې نورو بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۴۷۴ کسانو نيولو ترڅنګ لسګونه میله وسلې او مهمات نیولي.

نوموړي وویل: (( د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مديريت په جلال آباد ښار او ولسواليو کې ۱۷ بېلابېل عملياتونه ترسره کړي، چې ۲۲ تنه د مختلفو تروريستي قضيو په تور، ۵۲۲ ميله مختلف النوع وسلې، ۱۱۰۰۰ فيره مختلف النوع مهمات، ۸ حلقې ماينونه، ۸ تنه د امنيت اخلال په تور، ۹۶ قطعې چاودونکي توکي، چې په يوه ټيلر کې ځای پر ځای شوي وو، ۱۴ بورۍ پوتاشيم او ۱۱ فيره د راکټ انداز پخوانۍ مرمۍ او ۱۵ دولتي موټرې نيولي دي.))

طالب چارواکي ویلي، چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مديريت يوه اندازه نشه يي توکي لکه هېروئين، چرس، شراب، شيشه او داسې نور مواد ترلاسه کړي، په تور يې ۳۴۹ تنه او ۳۹ عرادې موټرې نيول شوي، چې په يوه کال کې جمله ۱۸۵۵ تنه او ۵۴ عرادې موټرې د يادو جرمونو په تړاو نيول شوي او عاملين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي. همداشان ۱۱۰۰۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته هم پاکه شوې ده.

 د طالبانو دغه چارواکي په داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې ځایي خلک بیا د طالبانو امنیتي ادارې د خپلو مخالفانو په نیولو او ور باندې د مختلفو تورونو د پورې کولو ادعاوې کوي.

طالبان بیا په دې اړه تورونه ناسم بولي.

1 COMMENT

  1. کله چې ستاسو مردارې پښې پر دې پاکه خاوره کیښودل شوې نو ټول بندیان چې په هغې کې قاتلین، زناکار، غله، او د مختلفو جرمونو مجرمان شامل و ټول مو خوشې کړل. رزیلو داسې ظالمان مو رها کړل چې د یوې مور یواځنی زوی یې وژلی، د پیسو په مقابل کې یې ماشومان تښتولي او وژلي او داسې نور. نو اوس تاسو څوک او په کوم جرم نیسئ؟ ولې هغه د قاتلینو او مجرمانو دوصیه ګانې بیرته نه سپړئ او بیرته یې نه نیسئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب