شنبه, اپریل 27, 2024
Homeسپورتبنګله دېش درې پر صفر انګلنډ مات کړ

بنګله دېش درې پر صفر انګلنډ مات کړ

تاند- د بنګله دیش په لومړي وار د کرکټ لوبلړۍ له انګلیستان څخه وګټله. د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوره سیالي نن سې شنبه بنګله دېش په ۱۶ منډو وګټله. بنګالي لوبغاړو د دې لړۍ لومړۍ دوې مسابقې هم ګتلې وې.
په نننۍ مسابقه کې بنګله دیش د ۱۵۹ منډو هدف ټاکلی و.
د بنګله دیش په توپ وهونکو کې لیټن ډاس ۷۳ او نجم الحسین شانټو ۴۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
انګلیستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځیدو په سر د ډیویډ ملان د نیمه سلیزې پر مټ ۱۴۲ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپیر یې درېیمه لوبه هم وبایلله.
د بنګله دیش لپاره تسکین احمد تر نورو زیاتې ۲ ویکټې واخیستې.
په دې لوبه کې لیټن ډاس د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او نجم الحسین شانټو چې په درې سیالیو کې ۱۴۴ منډې کړې وې د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا لومړی ځل و چې بنګله دیش د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې انګلینډ ته ماتې ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په اکتوبر کې افغانستان بنګله دېش ته په شل اوره سیالۍ کې په ۶۵ منډو ماتې ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب