جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په خوست کې د شملې کالنۍ مشاعره

په خوست کې د شملې کالنۍ مشاعره

د مارچ په ۱۴مه، شپه مهال د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې د سلګونو کسانو په ګډون شمله مشاعره جوړه شوه. د شملې په نوم مشاعره په دې سیمه کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې دود شوې ده.

په مشاعره کې د د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو د شاعراتو او شعردوستانو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا همدارنګه د لوی ننګرهار، لويې پکتیا، کابل او نورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو او د شعر او ادب مینه والو بګډون کړی و.

د پکتیا ولایت څخه راغلي شاعر غلام طاهر افغان وویل، شمله په دې ځای کې د لر او بر پښتون قوم د یووالي او امن خوښوونې پيغام لري.

نوموړي زیاته کړه: نړۍ ته موږ دا ښیو، چې موږ یو قوم یو، موږ څوک نشي بیلولی او نه په موږ کې تقرقې اچولی شي، انشاالله نننۍ شملې نه به موږ دا پیغام د شعر په ژبه نړۍ ته ورکوو، چې موږ امن پرست، مینه پرست او حسن پرست خلک یو. 

قیصر منیروال چې د کوزې پښتونخوا د صوابۍ  څخه شمله مشاعرې ته راغلی وو، وايي د پښتو ادب او فرهنګ پرمختیا د دواړو لورو پښتنو ګډو هلو ځلو ته اړتیا لري.

نوموړي د ځوانو فرهنګیانو اوسنیو هڅو ته په کتو وویل، په ځوانانو کې د یووالي مینه او ذوق شته او همدا کار ددې لامل شوی، چې په دا ډول مشاعرو کې لر بر پښتانه شاعران سره یو ځای کیږي.

په اوس وخت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ او راتګ هم ستونزمن دی.

د کوزې پښتونخوا یو بل شاعر جاویدشاه درمان وايي، دوی په پیل کې تورخم ته تللي وو، خو چې هلته اجازه نه وه ورکړل شوې، نو بیا د صدې او پاړه چنار له لارې خوست ته راغلل.

نوموړي د دې مشاعرې له تابیا کوونکو مننه وکړه، چې ښه پروګرام يې جوړ کړی او دوی ته يې په کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

شاعرانو په ادبي محفلونو کې د لرو برو پښتنو فرهنګیانو تګ راتګ هم ګټور وباله.

خوستی شاعر ستوری سروري وویل: دواړو خواوو ته پښتانه اوسیږي او بیا پښتانه ډېر ښه شاعران لري، که چیرې د دواړو لورو حکومتونه ادبپالو ملګرو ته د ناستې ولاړې موقع ورکړي، نو هغه مشکل چې د ولسونو په منځ کې واقع کیږي، په دې تګ او راتګ سره به دا ستونزې او فاصلې ختمې شي. 

د کوربنو او مشرانو میلمنو له لنډو ویناوو وروسته ازاده مشاعره پیل شوه او ګڼو شاعرانو په کې خپل او ځینو هم د نورو شاعرانو شعرونه، غزلې او بیتونه وړاندې کړل.

د پکتیا څخه راغلي میلمه شاعر بابرزي اوڅار خپل دا شعر وړاندې کړ:

توره جوړه، دنګه ځواني واوا،،، تاته لوګۍ شه سپیلني واوا

جوړ له ګبینو اننګې واوا،،،خو تورې سترګې دې، بیخي واوا

چې خپل لالی غیږه کې کلک ونیسې،،، دومره خوږه بې ادبي واوا

مخته لاسونه یوسي پټ وخاندي،،، دا یو عادت مې د لالي واوا

اوڅاره صبر چې دا څه کیسه ده،،، شاته نارې وهي صوفي واوا.

په دې مشاعره کې ځینو طنزیه شعرونه هم وړاندې کړل.

طنزیه شاعر جهانزیب جوهر خپل دا بیتونه ګډونوالو سره شریک کړل:

هر څوک د خوښې په اشنا مین کړه،،، پروردګاره ما په تا مین کړه

بل دې مورجانې مینه ډېره راکړه،،، بل مې په کور کې په بابا مین کړه

دا انسانیت یو حق لره په موږه ،،، دنیا په موږ، موږ په دنیا مین کړه

که په تا نه میندیل نوره څوک ،،، ته کوښښ وکړه، ځان په چا مین کړه

چې لږه پته ورته ولګیږي،،، چیرې خو یو ځلې ملا مین کړه.

شمله په خوست کې د چنار له دودیزې کلنۍ مشاعرې وروسته دویمه لویه مشاعره ده، چې د دې ولایت په لیرې پرته سیمه صبریو او یعقوبیو کې د دې سیمې د ځوانو فرهنګیانو په نووښت او د ځايي خلکو په مالي همکارۍ جوړیږي او سلګونه کسان په کې برخه اخلي.

د ننګرهار څخه دریو راغلو شاعرانو یارمحمد پردېس، بخت جمال کریمي او عنایت الله فریاد یو ګډ ترنم وکړ، چې د حاضرینو له تودودو احساساتو سره مخامخ شو.

د بیلیدو دې راته مه وایه څه،،، د دې شیبو دې راته مه وایه څه

لکه باران شیبه، شیبه وریږه،، یاره دې تلو دې راته مه وایه څه

خورا قسمته چې په ښه مې نه شوې،،،د بدلیدو دې راته مه وایه څه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب