پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهایران نه شړل شوي او لادرکه شوي ۲ افغان ماشومان خپلو کورنیو...

ایران نه شړل شوي او لادرکه شوي ۲ افغان ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  د هلمند ولایت دوه اوسیدونکي ماشومان، چې د بېوزلۍ له امله ایران ته په مزدورۍ پسې تللي او له دغه هېواد څخه تر شړلو وروسته نادرکه شوي وو، یوې موسسې پيدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل.

 ځایي سرچینو ویلي، چې دغه ماشومان څو میاشتې وړاندې د اقتصادي ستونزو له امله ایران ته تللي وو.

په هلمند کې د وارچایلډ موسسې د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان ایران له خپلې خاورې افغانستان ته شړلي وو، چې نادرکه شوي وو او کورنیو یې له دوی څخه په موندلو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د دغې موسسې مسوولینو نه دي ویلي، چې دغه ماشومان یې چېرته او څنګه موندلي، خو وایي دواړه یې نن په هلمند کې خپلو کورنیو ته وسپارل.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، میلیونونه افغانان له فقر او بشري ناورین سره لاس و ګرېوان او هېواد پریښودو ته اړ شوي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب