جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهیوه افغان انجینر د هوا تصفیه کولو فلټر جوړ کړی

یوه افغان انجینر د هوا تصفیه کولو فلټر جوړ کړی

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  په کابل کې د انجنير سید زمان سعادات په نوم  یوه افغان انجینر د ککړې هوا د تصفیې فلټر جوړ کړی.

  د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخېل د یاد فلټر د پېژندنې په غونډه کې وویل: « دغه موډل د لومړني کمپیوټر په څېر ډېر ساده او له اولیه وسایلو جوړ دی، که د مسؤلینو ملاتړ او هڅونه وي، موږ د افغانستان د کادرونو په مرسته کولی شو د وخت غوښتنو ته ځواب ووایو.»

هغه زیاته کړه چې د هېواد د نوښتګرو ځوانانو نوښتونو ته باید زمینه مساعده شي.

  د یاد فلټر جوړونکي او طراح انجنیر سید زمان سعادات د فلټر د څرنګوالي په اړه وویل، چي د فلټر دغه موډل یې د دوه متره مکعب حجم په اندازه جوړ کړی، چې د یو کیلو واټ برق په مصرف سره کولی شي په یوه ثانیه کې څلور متره مکعبه ککړه هوا کش او فلټر کړي.

هغه زیاته کړه چې په دغه فلټر درې سوه زره افغانۍ لګښت راغلی او د دغې او دې ته ورته نورو الیکترونیکي او نظامي اجناسو جوړولو لپاره ځانګړې طرحي لري، چې وار په وار به عملي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د هوا له پلوه له ککړو هېوادونو ګڼل کیږي او په دې برخه کې پر زیات کار ټینګار کیږي.

3 COMMENTS

  1. دی انجیر زمان دا کار دې قدر وړ ده او الله دې نور هم بریالی لرې مګر یو متل ده چې وایې (پیش کله خر یاسین خواندن ) دې چړیانو او ملایان دا خبری هیڅ ارزش نلرې ځکه دوې لکه ځناور داسې دې تعلیم تربیه او پرمختګ هیڅ نه پیږنې مګر
    وطن دوسته و دې تعلیم خاوندان باید خپلی هلی ځلی وکړې دا دې ځناور دا حکومت به ډیر زر نسکوره کیښې که دې دوې دا ځناور توب تغیر نشې انشالله

  2. هو دا د قدر وړ اختراع په نړۍ کې ډېر ارزښت لري او پام کوئ چه حقوق یې غلا نشي، که ثابت شي چه مثبت کار ترې اخستل کېږي د تریلیوونو دالرو ارزښت لري!
    انجنیر ضیا جان جبارخیل ته او خپل وطنوالو ته مبارک وایم.

    پام کوئ د ضیا جان جبارخیل د ژوندانه پر امنیت باندې!
    خپل ځان نه، نه وایم خو انجنیر دیزل او داکتر ویس ووژل شول او سلهاؤ نورو رسره!

  3. زه د ښاغلی انجنير سید زمان سعادات څخه مننه کووم چه د ککړې هوا د تصفیې د فلټر تر ټولو ډیره ارزان بیه آله یی جوړه کړیده. د اړوند چارواکو څخه غواړم چه ښاغلی انجنیر صاحب ته ځانګړی بودجه ورکړی، چه د دغه فلتر په لا عصری کولو کی تری ګټه واخلی.
    په خپل دغه انجنیر ډیر زیات ویاړم.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب