جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهیونسکو: په افغانستان کې تعلیمي محدودیتونه د یو نسل ظرفیتونه ګواښي

یونسکو: په افغانستان کې تعلیمي محدودیتونه د یو نسل ظرفیتونه ګواښي

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د رژیم له لوري،  له زده کړو د نجونو او ښځو محرومیت د دوی د نسل ظرفیتونه له نابودۍ سره مخامخ کوي.

  د یونسکو په اعلامیه کې زیاته شوې: د هر هېواد د پرمختګ لپاره تعلیم یافته ښځې اړینې دي.

سرچینه غوښتنه کوي، چې په افغانستان دې له زده کړو دغه محروم شوي نیمایي نفوس ته بیرته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

یونیسکو ټینګار کوي، چې د نجونو له زده کړو پرته هیڅ هېواد او له هغې ډلې افغانستان پرمختګ نه شي کولای.

یونسکو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو اوسني وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې اوس مهال ۸۰ سلنه نجونې او ځوانې نجونې د ښوونځي په عمر کې د زده کړو په مرکزونو کې د ګډون زمینه نه لري او په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې له سره ان لومړنۍ زده کړې هم نه کوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې او نورې ټولې یې له ښوونځیو او پوهنتونونو را ګرځولې دي.

دوی د خپلې دې پریکړې لپاره خلکو او نړۍ ته قناعت بښونکي دلایل نه دي ورکړي او له دې امله سخت منزوي شوي.

طالبانو د دې ترڅنګ له محدودو برخو پرته په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځینه وو پر کار هم بندیز لګولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب