یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهتخار: په ترافیکي پېښه کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تخار: په ترافیکي پېښه کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۴ مه) د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۰ تنه مړه شوي او ۸ نور ژوبل دي.

د تحار د والي ویندوی عبدالمتین صافي رسنیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار ۸ بجې  د چاه آب ولسوالۍ په انجیر سیمه کې وشوه.

د ښاغلي صافي په وینا په دې پېښه کې۱۰ کارګر مړه شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یوه پیک اپ موټر چې کان کیندونکي یې کان ته وړل، په انجیر سیمه کې له سړکه واوښت.

د تخار د والي ویندوی وايي، په ټپیانو کې د ۵ تنو حال نازک دی او د درملنې لپاره تالقان ته بیول شوي چې په ولایتي روغتون کې یې درملنه وشي.

په افغانستان کې د لارو د خرابوالي او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله ترافیکي پېښې ډیرې کیږي.

1 COMMENT

  1. دا ماته ډیر زور راکوي، چې د ملیاردونو ډالرو مرستو را وروسته هم په دې هیواد کې یو سړک نه پراخه شو، نه جوړشوی په معیار جوړ شو، او هره ورځ همدغه خرابې لارې، لاقانونیت، فساد او ترافیکي نظم نشتون زموږ څخه بې ګناه افغانان اخلي، د دوی ژوند اخلي، او کورنۍ د غم په ټغر او بې سرپرستۍ ته پریږدي. دولته دا په تا فرض دي چې سړک جوړ کړې !! بس ..
    امریکا دلته صرف قصابي کړې ده، نور هیڅ نه !! دوی بیا د حقوق او مساواتو چغې وهي.. د دوی انصاف هم دا دی، چې شل کاله یې افغانان وغولول، او یواځې خپلې مافیایي کړۍ او قومندانان او زورواکي او چارواکي لکه عبدالله، عطارنور، رباني، دوستم او داسې نور بې ایمانه او بې ویژدانه یې تغذیه کړل.
    شرم دی امریکا تاته !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب