Homeخبرونهپه ۱۰ هیوادونو کې چې تروریستي بریدونه ډیر کیږي افغانستان او پاکستان...

په ۱۰ هیوادونو کې چې تروریستي بریدونه ډیر کیږي افغانستان او پاکستان شامل دي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۴ مه) په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې تروریستي بریدونه  ۱۲۰ سلنه زیات شوی دي.

د تروریزم د نړیوال انډیکس د راپور له مخې چې پرون (سې شنبه) خپور شو او د تېر ۲۰۲۲ کال پېښې پکې شاملې دي، د پاکستان خلاف په افغانستان کې ترذوریستي بریدونه د پام وړ کم شوي دي.

د تروریزم د نړیوال انډیکس پر اساس، په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د تروریستي بریدونو او په نتیجه کې یې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۵ څخه تر ۵۸ سلنې پورې کم شوی خو په راپور کې ویل شوي چې له دې سره سره افغانستان لاهم د څلورم پرله پسې کال لپاره له تروریزم څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی هېواد دی.

راپور افغانستان او پاکستان د هغو لسو هېوادونو په لیست کې شامل بللي چې په ۲۰۲۲ کال کې د تروریزم له کبله تر ټولو زیاته مرګ ژوبله او تاوان یې لیدلی دی. د دې راپور پر اساس تېرکال په پاکستان کې د تروریستي بریدونو شمېر ۶۴۳ ته ورسېده.

په افغانستان کې لا هم داعش ډله بریدونو ته دوام ورکوي. عراق، سومالیا، سوریه، بورکینافاسو، مالي او نایجریا هم د لیست په سر کې هیوادونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...